تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بل چا لیکنه او تصنیف پخپل نامه خپرول
  تعلیم الاسلام
  September 20, 2017
  0
ليکوال: مولوي نور الحق "مظهري" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الله پاك د خپلو خاصو حكمتونو له وجهي إنسانان د ژبي، ځای، رنګ، غناء، فقر، قوم او همدا راز د ذكاوت، ټنبلۍ، ځيركتيا او نورو مشخصاتو له كبله متفاوت او متمايز پيدا كړي دي.
 
كوم خلکو ته چي الله پاك د ذكاوت اوځيركتيا نعمت وركړی وي او بيا ئې ورته د خدمت توفيق هم ورکړی وي؛ نو هغوی د خپل استعداد په واسطه خلکو ته د هغوی د ژوند مختلفي چاري د مختلفو موخو له پاره انځوروي، د مثبتو چارو د پر مخ بېولو او د منفي چاروڅخه ئې د ډډي كولو له پاره مختلف اړخونه روښانه کړي دي او هراړخيزي لار ښووني ئې كړي وي، چي يوه ئې ليكوالي او تأليفات دي. 
 
ليکوالانو يا مؤلفينو له دې لاري د خپلو علمي استعدادونو او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلکو ته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړي دي، او د انسانانو د ژوند په ډېرو برخوكي ئې ليكني كړي دي.
 
په دې كار سره ليكوالانو او مصنفينو په رښتيا چي خپله علمي دنده سرته رسولې او موږ ته ئې له يوې خوا لويه علمي زيرمه په لاس راكړې ده، ‌چي موږ يې بايد منندوی سو او د ليكنو څخه ئې سالمه استفاده وكړو او له بلي خوا ئې د خپل قلم اوګوتو په ژبه راته داسي الهام وركوونكي تصريحات كړي دي، چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول اوپه دقت سره ئې لوستل د داسي فكر د احياء سبب كيږي که إنسان له ځانه سره سوچ وكړي، چي زه هم ددوی غوندي إنسان يم دوی، چي دونه ګټوري ليكني اوتصنيفات كړي دي، ‌زه ئي ولي نسم كولای؟ د دغه فکر په نتيجه كي په إنسان كي د پرمختګ او ارتقاء روحيه پيدا كيږي او ددې لامل كيږي، چي إنسان دي هم د هغو له سيرت او د ژوند له څرنګوالي څخه ځان خبركړي او د بلي خوا دي ځان د هغو غوندي جوړ كړي.
 
خو دا هغه وخت ممكن دي، چي له يوې خوا د دوی ليكني او تصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغير څخه وژغورل سي او د بلي خوا دي د هر چا ليكنه او تصنيف هغه ته منسوب كړل سي، همدا راز دي دوی ته د دوي د زيار ايستلو په خاطر دعا وسي او شكر دي ور څخه آداء سي. ‌ځكه كه چيري ليكنه اويا تصنيف تحريف سي، نو دا معلومه خبره ده، چي ليكنه اويا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو كي ئي محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ‌ګران دي، ځكه چي هر ليكوال ځان ته د خپلي ليكني څخه غرض او موخه لري او هر څوك د خپل استعداد او ظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يو ځانګړی او خاص سبك اوطريقه وركوي، نو چي كله ئې په ليكنه كي بل څوك دخل وكړي دا ټولي ځانګړتياوي او د پام وړټكي له مينځه ځي او په هغه صورت كي خو چي تحريف ئې رسوا او ښكاره سي خلک ور څخه بيخي قصداً هيڅ ګټه نه پورته كوي، ځكه چي دې ليكني او تصنيف ته ديو نيمګړي اوتغير وركړل سوي شي په سترګه ګوري. 
 
همدا راز كه ئې د ليكونكي او مؤلف نوم تغير وكړي، نو له يوې خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي اود بلي خوابه ورڅخه پورته أهداف لاسته رانه سي، ځكه د هرچا خبره ځان ته ځای او د منلو ځانګړی مقام لري، د يو چا خبره ډېره مؤثره تماميږي، خو د بل چا خبره بيا هيڅ تأثير نه لري، ‌همدا راز دا به هم ډېره ګرانه سي چي سړی دي د ليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيا دي دغه ليكنه د هغه د سيرت سره مقايسه كړي د ځان متأثره كېدل خو لا هلته پرېږده.
 
دا معلومه خبره ده چي د نوم تحريف او تغير، د هغوی څخه د منني او شكر كولو خلاف عمل دی، ځكه چي هغوی پر ليكني او يا تصنيف باندي زيار ايستلی دی، دهغه په مرتب كولو كي ئې ډېر زحمت ګاللی، نوچي كله تحريف سي او يا ئې د ليكوال نوم وربدل سي، د هغه ليكوال او مصنف زيار او زحمت پوره له پامه غورځول كيږي، چي دا كار لومړی دغه کس وكړ، چي ليكني ته ئې تغير وركړی دی او بيا د هغو خلکو څخه كيږي، چي په ليكونكي باندي ئې خبرنه دي، چي په نتيجه كي هم تغير وركوونكی اوهم نور لوستونكي د ليكوال څخه د منني او هغه ته د دعا كولو د وظيفې د نه آداء كولو مرتكب كيږي، په داسي حال كي چي په حديث كي راځي: 
 
(من لم يشكر الناس لم يشكر الله.) [سنن ترمذي:۱۹۵۵] 
يعني چا چي د خلکو شكر نه وي اداء كړی، هغه د الله پاك شكر هم نه دی اداء كړی.
 
دا كار نه تنها دا چي ليكنو او تصانيفو ته لوي تاوان دی، بلكي هغه خلکو ته ئې تردې لاهم ډېر تاوان رسيږي چي دغه كاركوي، له يوې خوا ئې د الله پاك له خوا وركړل سوی عزت او آبرو له مينځه ځي، خلک ئې پرنورو ليكنو چي خپله ئې كړي دي هم بدګمانه كيږي اوڅوك ورباندي باور نه كوي. او د بلي خوا ددې منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي، يوخو ئې د خدمت او علم څخه بركت پورته كيږي او بل په دې خاطر چي داكار غلا او سرقت دی ګناه ورته متوجه کېږي.
 
امام نووي  رحمه الله  په بستان العارفين كي فرمايي:
 
څوك چي دغسي كار كوي د هغه علم ورته هيڅ منفعت او بركت نه لري.
 
همدا راز په دې بد عادت باندي د رنګ بدي كېدلو په صورت كي ئې موجوده استعداد هم له مينځه ځي، ‌ځكه چي كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته د زيار او زحمت كښل ډېر سخت وي په ځانګړي توګه د كمپيوټر او ټليفونو د كاپي (copy) او پسټ (paste) څخه ئې استفاده كول د ټولو زحمتونو چي بايد د يوې ليكني د آماده كولو له پاره ئې وكاږي ځای نيسي، چي دا دعلمي استعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
 
همدا راز ددې كار كوونكي كه دغه كار قصداً ددې له پاره كوي، چي خلک ئې ددې ليكني او تصنيف په خاطر ستاينه او تعريف وكړي، بايد په دې باندي هم سرخلاص كړي، چي دغه كار ئې له يوې خوا د حقيقت پرخلاف دئ او د بلي خوا د يهودو د علماوو او يا منافقينو سره چي الله پاك ئې دداسي غوښتنو په خاطر غندي، په دغه عمل كي د ځان مشابه كول دي. ځكه چي هغوی هم غوښتل پرداسي كارونو باندي ددوي مدح او صفت وسي چي دوي نه كول.
 
الله پاك ددوي په هكله فرمايي: (وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا..) [آل عمران: ۱۸۸] 
يعني: دوی خوښوي چي د دوی تعريف دي په هغه شيانو باندي وکړل سي چي دوي نه دي كړي.
 
په احاديثو كي هم ددې كار منع ته اشاره سوې ده او داكار ئې د" انتحال " په نامه باندي ياد كړی دی، چي معنی ئې همدغه د يو چا د ليكني او يا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
 
دامام بيهقي په سنن كبری كي راځي:
عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  :
« يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ ».[سنن الكبری للبيهقي ۲۱۴۳۹].
 
يعني دغه علم به دهري وروستنۍ ډلي څخه وعادلانو اوبا انصافو خلکوته پاتيږي، چي دوي به ورڅخه د ناپوهانو خلکو تأويل، د باطل كوونكو انتحال او د تجاوز كوونكو تحريف ليري كوي. 
 
په مرقات كي ئې د" إنتحال " د تعريف په هكله ليكلي دي:
 
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَائِلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح۲۴۸]
يعني انتحال: د بل چا په قول او شعر باندي دعوه كول او وځانته ئې نسبت كول دي.
 
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله  د شرح الوقاية په حاشيه كي فرمايي:
د سرقت اطلاق كله- كله د خبرو په غلا كولو كيږي او كله - كله ئې اطلاق د لمانځه پرغلا باندي كيږي اوهغه داسي چي لمونځ نيمګړی وكړي، اوكله- کله ئې اطلاق د تصانيفو پر غلاكولو كيږي او كله كله ئي د لاري پر نيولو اطلاق كيږي.
 
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي:
(الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفائدة التي تستغرب إلى قائلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه....)
 
يعني:دين نصيحت دی او د نصيحت له جملې څخه دا دی، چي يو نااشنا فايده بايد د هغه ويونكي ته منسوبه كړله سي، نو څوك چي دغسي وكړي الله پاك به ئې په علم او حالت كښي بركت كښيږدي.
 
او كه څوك د بل چا خبره داسي بيان كړي چي ګويا هغه دده ده، نوهغه سړی ددې لائق دی، چي د خپل علم څخه دي ګټه پورته نه كړي اونه دي دده په حال كښي بركت كښېښوول سي، اوتل اهل علم همداسي كول چي (ويل سوي) فائدې به ئې د هغوی ويونكو ته منسوبولې. 
 
الله پاك دي تل ددې كار توفيق راكړي.
 
او إمام سيوطي  رحمه الله  فرمايي:
 
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قائله.[ المزهر في علوم اللغة]
يعني د علم بركت او ده غه شكر آداء كول دا دي، چي نسبت ئې و ويونكي ته وسي.
 
همدا راز په فتاوی الشبكة الإسلاميه كي راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قائله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.[فتاوي الشبكة الإسلامية برقم۱۷۳۳۹]
 
يعني: دا شريعت حرام كړی دی، چي څوك دي د بل چا قول ځان ته منسوب كړي او يا دې و هغه چاته منسوب كړي چي هغه قول ئې نه وي كړی او د يوچا د قول نسبت كول هغه ته ځكه ضروری دي، چي كه ئې په هغه قول كي ښېګڼي نغښتي وي، نو پرهغه قول باندي مرتب ثواب و ده ته وررسيږي نه وبل چاته ‌اوكه ئې په قول كي بدي نغښتې وي نوګناه ئې هم و ده ته ور رسيږي.
 
 
خلاصه دا چي د بل چا ليكنه او يا تصنيف په خپل نامه كول:
 
 د ليكني حيثيت او اعتبار له مينځه وړي.
 د تغير په صورت كي د ليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
 د اصلي ليكونكو او مصنفينو ياد او د هغوی په سيرت باندي د خبرېدلو ليوالتيا ختموي.
 د اصلي ليكونكو او مصنفينو زيار ايستل او د هغوي خدمات له خلکو پټوي.
 انسان د علمي غلا مرتكب كيږي.
 استعدادونه ورسره وژل كيږي.
 د الله پاك د شكر څخه انسان محرومه كيږي.
 د قصد په صورت كي انسان د يهودو او يا منافقينو سره په داسي عمل كي مشابه كيږي.
 د شريعت د مخالفت له كبله انسان د ګناه مرتكب، معنويات ئې ختم او د علم بركت ئې وركيږي.
 
نو بايد زمونږ ليكوالان، مبلغين او ددين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅو الله پاك ئې په خدمت كي هم بركت كښېږدي او هم له ګناه كولو څخه وژغورل سي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱
 

سرته