تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نكاح گټي
 
  December 4, 2011
  0

د نكاح گټي

نكاح ډېري گټي لري ، په نكاح د انسانانو نسل خوندي ساتل كيږي ، په نكاح د ناروا څخه نظر را ټيټ کيږي په نكاح د مسلمان عفت خوندي کيږي د زنا څخه يې ساتنه په راځي . آدم عليه السلام د ټولو انسانانو پلار دى ، الله  عزوجل  آدم عليه
 السلام د خاورو څخه پيدا كړى ، بيا يې د هغه ښځه حوآء عليها السلام د آدم  عليه السلام  د لوړي چپه پوښتۍ څخه پيدا كړله .
ټول انسانان نسل پر نسل د آدم عليه السلام او حوآء عليها السلام اولادونه دي .

همدا نكاح ده چي د انسانانو نسل د ادم عليه السلام او حواء عليها السلام څخه تر دې دمه د مځكي پر مخ په پاته دى او نور به هم په پاتيږي . امام مسلم رحمة الله عليه د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  حديث را نقل كړى دى  ، په دې حديث كي رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت ځوانان نكاح ته هڅولي دي او فرمايي : هر څوك چي په تاسو كي د واده كولو توان ولري هغه دي ژر تر ژره واده كوي ، ځكه د واده په كولو تر بل هر شي د ناروا څخه نظر راټيټ کيږي او هم تر بل هر شي  فرج د ناروا څخه په ساتل كيږي .

ماخذ: فقه المبتدي- نکاح

----------
قَالَ عَبْدُ اللَّهِ لَقَدْ قَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنْ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ ( مسلم )

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته