تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله القاب
  تعلیم الاسلام
  July 13, 2017
  0
پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
امام اعظم؛ امام أهل السنة؛ امام المسلمين؛ امام الدنيا؛ امام سلف امام أهل حديث او داسې نور...
 
۱_ امام الاعظم:
 
 لکه څرنګه چې څرګنده ده په ټولو متبوعه امامانو کې د عمر، علم، جلالت شان اومرتبې په لحاظ د ټولو څخه د اوچت مقام خاوند دی. نو ددې وجې نه ټول أهل السنة والجماعة په اتفاق سره دی په (امام الاعظم) سره ياد کړی. دغه لقب الله سبحانه وتعالى دومره عام اوڅرګند کړ چې دده د نوم يو جزء وګرزيده. "ذالک فضل الله يوتيه من يشاء"
 
البته صرف احناف ندي چې دی ئې په امام الاعظم سره ياد کړی، بلکه د أهل السنة والجماعة د نورو مذاهبو متبعينو هم دی په همدې القابو ياد کړی، زه د احنافو پرته د نورو علماو تصريحات درسره شريک کوم.
 
۱_ مورخ کبير او محدث شهير امام شمس الدين ذهبي شافعي رحمه الله (م۷۴۸هق)چې په علم حديث کې دده تبحر، فضل اوکمال څخه به کوم شخص ناواقف وي، ده په خپل شهکار کتاب تذکرةالحفاظ کې د امام صاحب په شانداره ترجمه کې دی په امام الاعظم لقب سره ياد کړی دی. (تذکرةالحفاظ: جلد۱؛صفحه۱۲۶)
 
۲_ حافظ الحديث والرجال امام أبوسعد عبدالکريم سمعاني رحمه الله (م۵۶۲هق) د امام شافعى رحمه الله د پيدايش سنه او تاريخ ذکر کوي:
 
"ولد.........سنة خمسين وماية؛لعله مات فى يومها الامام الاعظم أبوحنيفه رضى الله عنه."  (کتاب الانتساب جلد۳صفحه۹۷)
 
۳_ مورخ اسلام امام عزالدين ابن الاثير الجزري رحمه الله (م۶۳۰هق) په خپل تاريخ کې د۱۵۰هجرى کال واقعات بيان کړي او ليکي:
 
"وفى هذه السنة مات الامام الاعظم أبوحنيفة النعمان ابن ثابت" (الميزان الکبرالشعراية جلد۱صفحه۸۵ ) طبع بيروت.
 
۴_ مورخ اسلام حافظ محمد بن يونس صالحي دمشقي الشافعي رحمه الله (م۹۴۲هق) مٶلف سيرت الشامية؛ د امام صاحب په مناقبو يو محققانه او د اوچتي مرتبې کتاب ليکلى. او ددې کتاب د نوم يو جزء ئې د امام اعظم په لقب سره انتخاب کړی. پوره نوم ېئ دا دی:
(عقودالجمان فى مناقب الامام الاعظم ابى حنيفة النعمان)
 
۵_ د غيرمقلدو مشهور محدث اعظم مولاناعبدالرحمن مبارکپوري غيرمقلد صاحب رحمه الله په خپل کتاب تحقيق الکلام (دا هغه مشهورکتاب دی چې په مسئله د فاتحه خلف الامام کې د غيرمقلدو ملګرو د مناظرينو مدار دی، مبارکپورى صاحب په ګڼو صفحو ددې کتاب کې امام صاحب په امام اعظم سره ياد کړی دی. وګورئ! تحقيق الکلام (جلد۱صفحې ۵؛ ۷؛ ۵۰؛ ۱۱۰؛ او جلد۲صفحه۸۲ ) او نور...
 
همدارنګه مشهور عالم نواب صديق حسن خان (م۱۳۰۷هـ) رحمه الله کوم چې غيرمقلدين حضرات يې مجدد او محقق اعظم ګڼي. ده هم د امام صاحب په هکله ليکلي:
 
" أبوحنيفة النعمان بن ثابت الامام الاعظم " (الحطه فی الذکرالصحاح السته)
 
یادونه: امام اعظم چي ورته ویل سوی دی د خپلي زمانې په نسبت ورته ویل کیږي یعني دده په زمانه کي او تر ده وروسته په فقهاوو کي تر ټولو ستر (اعظم) امام ابوحنیفه رحمه الله دی.
 
امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته