تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماخستن په اوداسه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 8, 2018
  0

آیا امام صاحب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن په او داسه کړی وو؟


لیکنه:  عزت الله کوټوال
 

اعتراض :
غیر مقلدین عموماً دا اعتراض کوي چې د احنافو په کتابونو کې دي چې امام ابوحنیفه رحمه الله څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن  په اودس کړی وو او بیا وایي چې وګورئ احنافو خپل امام ته د نبی علیه السلام نه غټه درجه ورکړه ( نعوذ بالله من ذالک).

 

تحقیقي ځواب :
د غیر مقلدینو دغه اعتراض د دوی په کم علمۍ باندې بناء دی، ځکه دوی ته دا معلومیدل پکار دي چې یو د عمل وزن وي او بل د عمل مقدار وي، نو د مقدار په اعتبار نبي علیه السلام یو حج کړی وو .

 

او په امت کې داسې خلک شته چې لس لس حجونه یې کړي دي، نبی علیه السلام به کم وبیش پنځوس کاله عبادت کړی وي، خو په امت کې داسی خلک شته چې سل کاله عمر لري نو هغوي به ۸۰ کاله لمنځونه او عبادات کړی وي .

 

خو د وزن په اعتبار د نبی علیه السلام یو حج ته د ټول انسانیت په شمول د صحابه ؤ، ټول حجونه نشي رسيدلی او دغه شان د نبي علیه السلام یوې سجدې ته د ټول انسانیت په شمول د انبیاؤ ټولې سجدې نشي رسيدلی  .

 

الحمد لله د احنافو نظریه همدا ده چې امام صیب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن په اودس کولو سره یو ادنا صحابي ته هم نشي رسیدلی پاتې شو لا نبي علیه السلام ته رسیدل .

 

الزامي جواب :


حجة الله فی الارض حضرت مولانا امین صفدر اوکاړوي رحمه الله ته یو سړی راغلو او ورته یې وویل :


تاسو دا دعوه کوئ! چې امام صیب څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن  په اودس کړی، نو آیا د هغه بي بي نه وه ؟... د هغې حق یې نه ادا کولو؟..... نو امین صفدر صیب ورته وویل : چې د دې اعتراض کولو حق دوه کسانو ته ؤ ،  یو د امام صیب بي بي ته ، بل د امام صیب د بي بي وکیل ته، نو اوس راته ته ووایه چې ته د امام صیب بي بي یې که د امام صیب د بي بي وکیل یې؟

 

هغه سړی چپ شو ، نو حضرت ورته وویل چې د دې دا مطلب هم نه دی چې یوه ورځ یې هم په دې کې قضاء نه ده کړې بلکې دا خو د هغه اکثر عادت وو کله کله به یې ارام هم کاوه او نور بشري ضروریات یې هم پوره کول.

 

ددې نه علاوه دا واقعې صرف د امام صیب څخه نه بلکي د ډیرو اکابرینو نه د داسې واقعاتو واقع شوي دي ، چې په مختلفو کتابونو کې موجود دي.

 

غیر مقلدین د امام ابو حنیفه رحمه الله د څلویښت کالو د سهار لمونځ د ماسوختن په اودس کولو والا واقعه بیانوي او په احنافو اعتراض کوي چې دوی د امام صیب په باره کې غُلو کړې ده ، لیکن غیر مقلدین دلته هم د همیشه غوندې عوامو ته دوکه ورکوي.

 

اصل کې د دې واقعې بیانولو والا صرف احناف نه دي ، بلکې د دې په بیانونکو کې شافعي، حنبلي او مالکي علماء هم شامل دي.

 

په دې اکابرینو کې د اته علماؤ حوالې ستاسو په خدمت کې پیش کوم:

 

۱: امام نووي شافعي ؒ په (تهذیب الاسماء صفحه ۷۰۴) باندې .
۲: علامه دمیريؒ په ( حیات الحیوان جلد ۱ صفحه ۱۲۲ ) باندې .

۳: حافظ ابن حجر عسقلاني الشافعيؒ په ( تهذیب التهذیب جلد ۱۰ صفحه ۴۵۰ ) باندې .

۴: علامه جلال الدین سیوطيؒ په ( تبیض الصحیفه صفحه ۱۵ ) باندې.

۵: قاضي حسین بن محمد دیار مالکيؒ په ( تاریخ الخمیس جلد ۲ صفحه ۳۶۶ ) باندې .

۶: عبدالوهاب الشعراني شافعيؒ په ( کتاب المیزان جلد ۱ صفحه ۶۱ ) باندې .

۷: ابن حجر مکي الشافعيؒ په ( الخیرات الحسان صفحه ۳۶ ) باندي.

 

د  امام صاحبؒ دا واقعه بیان کړې ده چې  امام ابو حنیفه رحمة لله علیه څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن په اودس کړی دی .

 

۸: شیخ عبدالقادر جیلاني حنبليؒ وایي چې د څلویښتو تابعینو متعلق منقول دي، چې هغوي څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن  په اودس کړی وو  او ددې سند صحیح دی. (غنیة الطالبین، صفحه ۴۹۶ _ بتحقیق مبشر لاهوري غیر مقلد)

 

وذكر عن أربعين رجلاً من التابعين أنهم كانوا يحبون الليل كله، ويصلون صلاة الغداة بوضوء العشاء الآخرة أربعين سنة، صح النقل عنهم...(الغنیة لطالبی طریق الحق)

 

د غیر مقلدینو نه سوال دی چې ددغو اکابرینو علماؤ په اړه څه وایاست؟! ددغو څلویښتو تابعینو په اړه څه وایاست؟ چې څلویښت کاله یې د امام صاحب غوندې د سهار لمونځ د ماسختن په اودس کولو!

 

ایا شیخ عبد القادر جیلانيؒ هم د دې څلویښت اکابرینو دا د څلویښت کاله د سهار لمونځ د ماسختن په اودس کولو واله واقعې بیانولو کې غلو کړې ده؟ 

 

ایا دا ټول حنبلي، مالکي او شافعي علماء او اکابرین هم د امام ابو حنیفهؒ په باره کې  غُلو کوي؟....

 

مسلمانان باید د اکابرینو په اړه حسنِ ظن ولري، خپل ایمان، تقوا او علمیت د هغو د ایمان، علمیت او تقوا سره پرتله کړي او هیڅکله پر امامانو د بدګمانۍ څخه کار وانخلي او نه پر دې مسائلو په عوامو کي اختلافات را وپاروي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته