تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیکانو په مقابل کي د بې دینانو کړني
  تعلیم الاسلام
  August 15, 2017
  0
رالېږونکی: سمیع الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (29) 
یقیناً هغه کسان کومو چي جرم (کفر) غوره کړی دی د هغو کسانو څخه (نن ورځ) خاندي (او مسخرې ورباندي کوي)، کومو چي ایمان راوړی دی (او پاخه ایمانداران دي).
 
وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ (30)
کله چي هغوی په دوی باندي تیریږي نو یو تر بله سترګکونه وهي (د ملنډو د پاره اشارې کوي).
 
وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ (31) 
او کله چي هغوی (کفار) خپلو کورونو ته ورګرځي نو په داسي حال کي ورګرځي (چي په ذکر شوي کار باندي) خوشحالېدونکي وي (او پرې پښېمانه نه وي).
 
وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاءِ لَضَالُّونَ (32) 
او کله چي هغوی مؤمنان وګوري نو ګوته ورته نیسي او وايي چي یقیناً دغه ډله خلګ ګمراهان دي.
 
وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ (33) [المطففین ۲۹-۳۳]
حال دا چي په مؤمنانو باندي کفار د ساتونکو په حیث نه دي لیږل سوي (چي د لاري د سموالي او کوږوالي پوښتنه به يې دوی ته راجع کړی شي).
 
 

 

ددې آیتونو مصداق

 

 

 
۴ـ په هره زمانه کښې چې لاندې کارونه رامنځته شي نو د [المطففین ۲۹-۳۳] ایتونو مصداق تحقق پیدا کوي:
 
الف: چې بدعتونه زیات شي او شریعت تر پښو لاندې کړی شي.
 
ب: چې ډلې ټپلې ډېرې شي او هرڅوک په خپله خوښه کړې لاره باندې روان شي.
 
ج: چې د حق ملګري لږ یا ورک شي او د باطل ملګري ډېر شي.
 
د: چې خلک دنیاوي شهواتو پسې ځغلي او آخرت هیر کړي.
 
هـ: چې د دین څخه د اور سکروټه جوړه شي، دیندارانو ته د هره پلوه ګواښ متوجه وي او بې دینه خلک بې خطره ژوند کوي.
 
و : چې خلک دنیاوي مالونه خپل اصلي هدف وګرځوي او ټول فکر یې په خوراک او څښاک کښې انحصار ولري.
 
ز: چې عالم  ته د جاهل لقب ورکړی شي او په متقیانو پورې خندنۍ وشي، بالمقابل جاهلان د علماوو په نامه یاد شي او د هوښیارانو لقب ورکړی شي.
ح: چې ډمبازي زیاته شي او مینه وال یې ډیر شي.
 
ط: چې نارینه او زنانه په محفلونو او تعلیمي ځایونو کښې یو ځای شي او حیا د منځه لاړه شي.
 
ي: چي هر څوک خپل لوړوالی د بل په تنقیص کښې ګوري.
 
یا: بالآخره چې د جهاد مینه د زړونو څخه ووځي او خلک د کفارو په دوستۍ او انډیوالۍ باندې ویاړي، او داسې نور.
 
پورتني کارونه په افغانستان کښې د څه وخت څخه راپه دېخوا پیل شوي دي، نو الله دی فضل وکړي چي آخر به یې لا په څه شي تمامېږي؟!
 
الهم ایدالمسلمین والمجاهدین في جمیع اقطار العالم ، آمین یارب العالمین.
 
ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۱۳، ص: ۷۵ او ۷۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته