تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پنځه خبري چي انسان بري ته رسوي
  تعلیم الاسلام
  October 8, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحيم 

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :

 

پنځه داسي ارزښتناکي خبري دي چي که ور ته پام وشي، نو ان شاء الله تعالی د انسان د بري لپاره تضمين کوي . 

 

د ديوبند د عالمانو مُرشد حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله په يوه تخته دغه پنځه جملې ليکلې وې . 

هغه دا دي : 

 

۱ : اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها . 
ژباړه : د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چي ته په دُنيا کي ژوند کوې !

 

د دُنيا ژوند ډېر لږ او نا باوره دی . که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی .


 
حضرت نوح عليه السلام ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو ، ۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی . 


ځيني روايتونه داسي دي چي د ده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو خو د مرگ په وخت کي ملک الموت ترې پوښتنه وکړه : 
كيف وجدت الدنيا قال نوح : مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳)

 

ژباړه : دُنيا دي څنگه و موندله ؟ 
نوح عليه السلام وفرمايل : د هغه سورای په څېر مي و موندله چي دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او له بلي راووتلم !!

 

علامه قرطبي رحمه الله ليکي :  
بنى نوح بيتا من قصب فقيل له : لو بنيت غير هذا فقال : هذا كثير لمن يموت ( تفسير القرطبي ص : ۲۹۵ج : ۱۳) 
نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ور ته وويل : که دي بل ( ښه ) کور جوړ کړی وی، ښه به وی ! نوح عليه السلام ور ته وفرمايل : څوک چي مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!! 

 

۲ : دوهمه خبره دا ده :  و اعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها . 
ژباړه : د آخرت لپاره دي دومره کار وکړه څومره چي ته ژوند پکي کوې !

 

د آخرت ژوند تلپاته دی، نو د عقل تقاضاء دا ده چي د تلپاته ژوند لپاره ډېري هڅي کول ضروري دي . 

 

۳ : دريمه خبره دا ده : و اعمل لله بقدر حاجتک اليه . 
ژباړه : د الله تعالی لپاره دومره کار وکړه، څومره چي ور ته اړتيا لرې !

 

الله تعالی ته د انسان اړتيا په هر څه کي ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی .  په هر څه کي انسان ور ته محتاج دی . 


نو عقلمندي دا ده چي بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ور کول شي . 

 

۴ :څلورمه خبره دا ده : اسأل عن الذی لايحتاج الی احد !!
ژباړه : صرف له هغه چا سوال کوه، چي چا ته محتاج نه دی!!

 

هغه الله تعالی دی، چي خزانې يې ډکي دي، په سوال او غوښتني خوشحالېږي . 

 

۵ : پنځمه خبره دا ده : و اعمل للنار بقدر صبرک عليها . 
ژباړه : د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چي پر اور صبر کولی شې !!

 

يعني څومره چي د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوي وکړه ! 

 

د اور طاقت هيڅوک نه لري .  کله چي طاقت د اور نه لرو، نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو . 

 

دغه پنځه ارزښتناکي خبري که په پام کي ولرو، ان شاء الله تعالی دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي .


الله پاک دي د عمل کولو توفيق راکړي . آمين 

 

و صلی الله الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته