تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علماوو سکوت د امت هلاکت دى
  تعلیم الاسلام
  November 14, 2017
  0

 لیکنه: مولوي قدرت لله ارشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ. الایة

 

د المائدې د درویشتم (۶۳)  آیة په تفسیر کي مفسرین لیکي:

 

هر کله چه متعال خدای جل جلاله یو قوم د هلاکت کندي ته غور ځوي، نو د قوم عوام په ګناهونو او د الله متعال په نافرمانیو کي ډوب شي،

 

خواص یعني علماء او مشایخ د قوم ګونګي شیطانان وګرځي د خپل عزت او دنیا پرستۍ په خاطر چپه خوله وي حق وینا نه کوي او نه خلګ د ګمراهۍ له کندي ژغوري.

 

بني اسرائیل ځکه تباه شول چه عوام یې د دنیا په شهواتو او خوندونو، ډم او ډمامو، عیش و عشرت، فحشاء او نڅاوو، کي اخته شول، د الله تعالیٰ عظمت او جلال او د ده قوانین او احکام یې شاته وغورځول.

 

علماوو او مشایخو یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه  ترکه کړه، ځکه دوی د دنیا په حرص او د شهواتو په اتباع کي تر عوامو زیات ډوب وه. د مخلوق ویري او یا د دنیا طمعي د حق د آواز له اچتولو منعه کړي وه.

 

د همدې سکوت او مداهنت له وجي پخواني خلګ الله تعالی تباه کړي دي.

 

نو د همدې لپاره محمدي امت ته په ډیرو نصوصو او احادیثو کي زیات تأکید او تهدید شوی دی چه په هر وخت او د هر سړي په مقابل کي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه تغافل او بي پروائې ونه کړي، او سترګي ترې پټي نه کړي. (کابلی تفسیر)

 

 الله تعالی دي مو د حقاني علماوو پیروي او اتباع په نصیب کړي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته