تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عامه رسنیو ۵ فیلټرونه او د رضایت تولیدونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 12, 2019
  0

ژباړه: خلیل عمري


پروفیسر نعوم چومسکي مشهور امریکايي ژپبوه، فلسفي، تاریخ پوه، ناقد او د ادراکي ساینس ماهر دی چي په نړیوالو پوهنتونونو کي غړیتوب لري او د استاذۍ دنده يې اجراء کړې ده. تر ۱۰۰ زیات کتابونه یې د ژبپوهني، جګړې، سیاست او عامه رسنیو پر موضوعاتو لیکلي دي. 


په ۱۹۸۸ م کال کي Noam chomsky د ایډوارډ هرمین سره په ګډه د Manufacturing Consent (د رضایتونو تولید) په نوم یو کتاب ولیکئ. دغه کتاب حساسیتونه رامنځته کړل؛ ځکه چي په ذکر سوي کتاب کي د ميډیا په اړه په عامو خلګو کي له دې عامي نظرئې (چي ميډیا خلګ له حالاتو خبروي او خلګو ته خدمت ترسره کوي) خلاف حقایق ویلي دي، پدې ډول چي نړیوالي بانفوذه رسنۍ اصلاً د امریکا د نظام اجنډا ته کار کوي او د هغوی لپاره د اورېدونکو رضایت تولیدوي. نعوم چومسکي په خپل کتاب کي د ميډیا په اړه وویل، چي ميډیا په اصل کي د ارګانونو لپاره زموږ د رضایتونو یا موافقاتو تولیدوونکې ده. میډیا موږ ته هغه څه وائي، کوم چي دوی یې د واکمنو کسانو لخوا په ویلو امر کیږي؛ تر څو موږ له هغو سره قناعت وکړو. ډیموکراسي د ميډیا په مرسته رامنځته او ترویج سوه ، ځکه میډیا د (پروپاګنډا د ماشین) په حیث دنده اجرا کول.

 


 

نعوم چومسکي پخپله یوه مرکه کي وايي چي رسنۍ د دوو طبقو رضایت تولیدوي:


۱: سیاسي طبقه: چي د نفوس ۲۰ سلنه جوړوي، اکثره یې باسواده کسان دي. دوی د پریکړو او فیصلو کولو یو ډول رول لوبوي. د نظام په اړه د دوی رضایت ډير مهم دی. دا هغه طبقه ده چي په ډير ژور شکل یې ذهن سازي سوې ده. مثلاً نیویارک ټایمز مجله د باسواده طبقې په ذهن سازي کي اساسي رول لوبوي.


۲: عوام خلګ: چي د نفوس ۸۰ سلنه جوړوي، د دوی اساسي دنده د فکر او توجه کولو پرته د (احکامو عملي کول) دي او همدا هغه طبقه ده چي د فساد او ظلم بیه پرې کوي. نو رسنۍ ددغه دوو طبقو د راضي کولو دنده اجراء کوي.


نوموړی لیکي چي د رسنیو خبرونه د پنځو فیلټرونو سره فعالیت کوي:


۱: د رسنیو مالکیت:
په اقتصادي لحاظ د اکثره رسنیو حمایه کوونکي لوی ارګانونه، مؤسسې، ګروپونه، تجارتي دفترونه، شرکتونه او نور دي. آن تر دې، چي رسنۍ ځيني وخت د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د لویو اتحادیو غړیتوب شروع کړي. د رسنیو له دې کارونو څخه هدف، یواځي او یواځي ګټه لاسته راوړل وي. په همدې دلیل هر هغه کار، چي ددې ارګانو د ګټي تضمین کوونکی کېدلای سي؛ دوی یې ترسره کوي. عموماً په رسنیو کي د ساینس، ټکنالوژۍ، چاپیریال اوروغتیا په تناسب پر سیاسي حالاتو، انتخاباتو، بهرنۍ پالیسۍ او جرمونو باندي زیاتي څېړني او بحثونه کیږي؛ دا ځکه دا ډول بحثونه لوړ ذکر سوو حمایه کوونکو ته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول فایده رسوي. نو رسنۍ په یوه لحاظ د لویو ارګانونو ملکیتونه دي.


۲: تجارتي اعلانات - د اورېدونکو او کتونکو خرڅول:
تجارتي اعلانات د رسنیو په حمایه کي اساسي رول لوبوي. رسنۍ د اعلاناتو څخه بغیر، د نورو عوایدو په تناسب زیات مصارف لري؛ نو دغه خلا څوک رفع کوي؟! د رسنیو دغه ضرورت اعلانات پوره کوي. د اعلاناتو کوونکي رسنیو ته په څه خاطر پیسې ورکوي؟ هر اعلان کوونکی رسنیو ته د هغوی د مخاطبینو مثلاً: لیدونکو او اورېدونکو په خاطر پیسې ورکوي؛ یعني یواځي دا نه، چي د رسنیو په تجارتي اعلاناتو کولو سره، پر تاسو باندي یو تولید خرڅوي، بلکي ددې سره – سره تاسو (اورېدونکي او کتونکي) د خپل عاید په موخه، پر اعلاناتو کوونکو خرڅوي. 


۳: د با نفوذو او اشرافو لخوا د رسنیو اداره کېدل:
واکداران هیڅکله د ژورنالیزم پواسطه نه کنټرولیږي؛ ځکه چي همدا سسټم خپله توطئې او دسیسې ترغیب او تشویق کوي. د رسنیو په مختلف ډوله استعمال او کارولو باندي، دولتونه، ارګانونه، او نوري لوی – لوی ادارې ډېر ښه پوهیږي. دوی د خپلو ګټو په موخه، رسنۍ په ډېر ماهرانه ډول لوبوي. دوی پوهیږي چي د خبرونو واقعات څنګه اغېزمن کړي. دوی د ژورنالیزم د پروسې په پرمختګ کي ډېر مهم رول لوبوونکي ځانونه جوړ کړي؛ تر څو واکمنه طبقه او راپور جوړونکي، دواړه سره همږغي جوړ سي. لنډه دا چي د رسنیو مواد داسي ترتیب کیږي: د خبرو ټاکل، جوړښت ورکول، کنټرولول او محدودول ترڅو د واکمني طبقې ګټي پکښي خوندي سي.


۴: د حق ویلو په وخت کي تر سختي نیوکي لاندي راوستل:
د رسنیو څلرم فیلټر دادی چي دوی د ښوولي اجنډا څخه بل څه نسي خپرولای. که ته غواړې چي ددغه سیسټم یا د واک په مقابل کي څه ووايې؛ ته به منزوي کیږې، د مداخلې او څه ویلو موقع نه در کول کیږي، متهم او نوم بدی به سې او هیڅکله  به داخل ته د ننوتلو اجازه نه درکول کیږي. د رسنیو ددغه څار لپاره ځان ته مستقل ارګانونه سته ترڅو رسنۍ پخپل کنټرول کي وساتي. که رسنۍ، خبریالان، ویښوونکي کسان یا سرچینې د عامه نظر خلاف څه ووايي؛ دوی تر سختي نیوکي لاندي راځي او د صحنې څخه یې لیري کوي. همدارنګه که په رسنیو کي، هره موضوع د واکدارانو او زورواکانو د غوښتونو خلاف خپره سوه، ته به وګورې چي سمدستي د هم هغې رسنۍ په اړه د نیوکو لړۍ پیل سي، د هغو سرچینې بې اعتباره کوي، واقعات یې بدناموي، ، د خبرو تغیر او تبدیل راولي، په یوه او بل نامه تورونه لګوي او سمدستي موضوع بلي خوا ته اړوي. 


۵: د رضایتونو د تولید لپاره یو عام دښمن معرفي کول:
د رضیاتونو د لاسته راوړلو په موخه،  یو دښمن  ته ضرورت سته کوم چي هغه به عمومي هدف وي. کمونیزم، ترهګر، مهاجرین یا په بل نوم باندي یو مشترک دښمن ته ضرورت سته. تر څو ولس ورڅخه وبیروي، او د ولس نظریات انحصار او دوی په بېره او وهم کي واچوي.


د پروفیسر نعوم چومسکي له نظره رسنۍ تر دغو پنځو فیلټرونو تیریږي او د وخت د واکمن سسټم او ارګانو په ګټه د اورېدونکو او کتونکو رضایت تولیدوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته