تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غاښونه او څارنه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

غاښونه او څارنه

 

لیکنه: ډاکټر حکمت الله حنفي

 

اول: ـ غاښونه او اهـــــمیت يي

دانسان فطرت  دي چي هر ښکلي شي يي خوښيږي په هر انسان کي دهغه ښه شخصیت  د هغه بنیادي اساس ټاکي نو که چیري موږ دیو انسان څیري ته وګورو نود هغه په څیره کي به دوه شیان ووینو چي یو يي سترګي او بل يي غاښونه دي که چیري دهغه څیره ښایسته وي نو هغه څیره هم زړه راکښوونکي کي وي برعکس که چیري دیوه شخص غاښونه خراب چټل او نامنظم وي نو په هغه شخص کي به هم ډیره کمـــزوري وي او که چیري دیو چا سره په یوه غونډه کي ناست وي نو څوک به ورسره نـژدي نه کښيني نو موږ وغاښو ته دزمرودو دګاڼو مثال ورکولاي سو .ځکه نو هغه خوله چي ښایسته غاښونه ولري که يي یو شاعر وویني نو یو یا څو غزلي به پری جوړي کړي . نو د دي ټولو څخه دا ثابیتیږي  چي غاښونه د ډیر اهمیت وړ دي نو ځکه دغاښو صفائي تر هر څه مهمه  ده دغاښو  په باره کي  که چیري موږ تاریخ مطالعه کړو نو دډیرو پخوانیو زمانو څخه به موږ ته  دغاښو اهمیت ثابت سي او همدارنګه به دغه زمانه موږ ته دغاښو ناروغي او  درملنه را په ګوته کړي مګر دوخت په تیریدولو سره دا ناروغي په څو نورو ډولونو تبدلي سوي ځینيو انسانانو په مختلیفو وختو کي مختلیف ډوله غذاګاني استعمالوي نو د دغه غذاګانو استعمال هم دناروغیو په منځته راتګ کي رول لري دمثال په ډول که چیري د ننني دور غذا ګانو ته متوجه سو نو  اکثرا ماشومان دګني او چاکلیټو ډیر استمال کوي او حال دا چي دا شیان دغاښو دپاره ډیر تاواني دي  همدارنګه هغه هیوادونه چي ډیر پرمخ تللي دي دهغوي ماشومان ډیر خواږه شیان کار وي چي په نتجه کي يي غاښونه ډیر ژر خرابیږي او همدارنګه که دتاریخ پاڼو ته متوجه سو نو وبه وینو چي دمصر او دچین خلګ دغاښو په درملنه کي پـــوره رسیدلي وه چي تقریباً سل کال مخکي دمسح علیه السلام څخه دوي دغاښو په فن کي ماهر وه همدارنګه دپخوا زمانو څخه تر اوسه پوري  په مختلیفو دورنو کي دغاښو صفائي په مختلیفو ډولونو سره رواج لري چي په دي کي مسواک يي ډیر پخواني رواج لري همدارنګه دغاښو برس هم یوه اندازه پخواني دي او دغاښو په صفائي کي ډیر رول لري ددي څخه علاوه  دنورو موادو استعمال چي په پخوا زمانو کي تري استفاده کیدله دیر پخواني تاریخ لري مګر توپیر دومره دي چي دپخوا زماني په موادو کي تبدلي راغلي ده دمثال په ډول دحیواناتو ښکرونه او ویښتان به يي جلا کول او خپل غاښونه به يي په پاکول همدارنګه دبادامو اود لرګیو په پوستوکو به يي هم غاښونه صفا کول یعني دلته دغاښو دپاکولو څخه ددوي هدف دهغه ژړو لکو

 

پاکول  وه تر څو غاښونه پاک او ښایسته معلوم سي . خو اوس دغه شیانو دپخوا په نصبت ډیر تغیر کړي دي یعني اوس دا رواجي شیان تر ډیره حده کم سوي دي دیوه مسلمان په حیث که وګورو نو دا به څرګنده سي چي دپنځه وخته لمانځه په اودس کولو سره به هیڅکله هم غاښونه تور ، ژړ ، او داسي نورو  رنګونو تغیر ونه کړي.  

 

دوهم :-  تاونونه يــي

دیوي نـــړوالي سروي پر اساس باندي په نـــړي کي د انسانانو دناروغیو ترټولو ډیري جسماني  پيـــښي دخولي دناروغیو څخه رامنځته کیږي ځکه خوله دانسان په وجود کي دهغه خوني مثال لري په کومه خونه کي چي کلکین وجود ونه لري یا کلکلین جالي ونه لري او یاخلاص  پریښودل سوي وي   نو نه تړل  به يي  وخوني ته د دوړو او مچانو د ورتللو سبب جوړیږي نو دانسان په وجود کي دخولي مثال هم  همــداسي دي چي دحفظ الصحي دنه مراعتولو په صورت کي ورته دغاښو دنه درلودلو تــرڅنګ لاندي ناروغي  هم پـــیښـيږي  .  دمثال  په ډول دځکر او کولمو ناروغي ،بیلابیلي تــــبي ، دستــــرګو سوروالي ، دبنــدو دردونه  دزړه ناروغي ،  ځکه دا داسي ستونزي دي چي نن ورځ ورته په نړوال روغتیائي سازمان کي یو ځانګړي ځاي او مقام ورکول سوي دي نوپرهمدي اساس ډیــري ویــــرونکي اوکړونکي  پایلي لري .دیوي بلي  مطالعي پر اساس چي په انګلستان کي د ډاکټــــرانو له خوا تر سره سوي ده ښائي هغه خلګ چي غاښونه يي په کاریس اخته سوي وي اونه يي پاکوي دهغه خلګو په مقابل کي چي په ورځ کي دوه ځله غاښونه پاکوي ډیر دزړه د رپـــيدو په ناروغي اخته کیږي دانکلستان دیونیورسټي  کالج لندن دڅیړونوله مخي چي په اسکاټلنډ کي دیولس زره کسانو دپلټني په معلوماتو کي غور وکړي چي دهغو ددرملني او طبي معلومات پکښي شامل وه  په دغه معلوماتو کي معلومه سوه چۍ هغه کسان چي خپل غاښونه نه پاکوي (۷۰٪) خلګ دزړه په ناروغیو داخته کیدو چانس لري نو لازمه ده چي په غاښوکي  دپورتنیو مشکلاتو  دراتللوڅخه مخکي موږ خپل غاښونه په ورځ کي دوه ځلي یا یوه نه بله ورځ خو يي حتـــمي پاک کړو ځکه دا کار دوي کټي لري یوه يي دغاښو سالم پاته کیدل او دغاښو دنه درلودولو دمشکل څخه خلاصیدل اوبل دا چي زموږ بدن به دمختلیفو ناروغیو څخه خلاص وي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته