تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآني اخلاق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2020
  0

قرآني اخلاق


لیکنه: مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ريښتنولي ﴿التوبة: ١١٩﴾


 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ

ژباړه:اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلكو ملګري سئ.

 

عاجزي:(سُورَةُ الشُّعَرَاء : ۲۱۵)


وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ


ژباړه:او له مؤمنانو څخه چي كوم كسان ستا پيروي غوره کړي، له هغو سره د تواضع چلند وکړه.

 

نرمښت ﴿طه: ٤٤﴾


فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ


 ژباړه:له هغه سره په نرمۍ خبري وکړئ، ښایي چي هغه نصحيت ومني يا ووېريږي."

 

صبر ﴿آل‌عمران: ٢٠٠﴾


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 


ژباړه:اې مؤمنانو! له زغم څخه كار واخلئ، د باطل پرستانو په مقابل کښي مېړانه وښياست، د حق د خدمت لپاره ملا ټينګه وتړئ، او د الله څخه وېرېدونكي اوسئ، هیله ده چي برى ومومئ.

 

مهرباني ﴿الإسراء: ٢٤﴾


وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا


ژباړه:او په نرمۍ او رحم سره د هغو په وړاندي مات غاړي اوسه، او دا دُعا كوه: "پروردګاره! پر دوى رحم وکړه، لكه څنګه چي دوى له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب کښي زه پاللى وم."

 

حيا: ﴿العلق: ١٤﴾


أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ اللَّهَ يَرَىٰ 


ژباړه:ايا هغه (منکر) نه پوهيږي چي بېله شکه الله يې ویني؟

 

امانتداري ﴿النساء: ٥٨﴾


إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا 

 

ژباړه:مسلمانانو! الله تاسي ته حُكم كوي چي امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ.

عدل ﴿النساء: ٥٨﴾


وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ


ژباړه:او كله چي د خلكو په منځ کښي فېصله كوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ.

 

عفو ﴿المائدة: ١٣﴾


فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 


ژباړه:هغوى ته بښنه وکړه او د هغو له حركتونو څخه سترګي پټوونكى اوسه. الله هغه خلك خوښوي چي د احسان چار چلن ولري.

 

شکر ﴿ابراهيم: ٧﴾


وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ 


ژباړه:او په ياد ولرئ، ستاسي رب خبردار کړي واست چي كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسي به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده."

 

استقامت ﴿هود: ١١٢﴾


فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ


ژباړه:نو [اې پېغمبره (ص)!] ته او ستا هغه ملګري چي (له كفر او سر غړوني څخه د ايمان او غاړي ايښودلو لوري ته) راووښتي دي، پر سمه لاره همغسي برابر ثابت قدم اوسئ، لكه څنګه چي درته حكم سويدى.

 

پاک زړتوب ﴿الحشر: ١٠﴾


وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا

ژباړه:(او دا مالونه د هغو كسانو لپاره هم دي) چي له دغو مخكنيو څخه وروسته راغلي دي، هغه كسان چي وايي: "اې زموږ ربه! موږ او زموږ ټولو هغو وروڼو ته بښنه وکړه، چي زموږ څخه مخكي یې ايمان راوړيدى؛ او زموږ په زړونو کښي د مؤمنانو لپاره هيڅ کينه مه اچوه.

 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته