تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تلاوت د سجدې په اړه معلومات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2021
  0
د تلاوت د سجدې په اړه معلومات
 
 ژباړه: قاري شبيراحمد/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د احنافو په مذهب کي بې له اختلافه د کوم امام د ائمه ثلاثه وو څخه يعني امام اعظم ابو حنيفة، امام ابو يوسف او امام محمد(صلی الله عليه وسلم) په قرآن کريم کي د تلاوت سجدې څوارلس (١٤) دي کومي چي په څوارلسو سورتونو کي دي. په هغوى کي د هر يوه د مقام د آيتونو متعينه وو مخصوصه وو تلاوت او سماعت سره سجده واجبه سي او دا ټولي سجدې واجبي دي. 
 
په حديث شريف کي راغلي دي:
 
اذا قرأ ابن ادم السجدة اعتزل الشيطن يبکى، يقول: يا ويلاه! امر ابن ادم بالسجود فسجد فله الجنة، و امرت بالسجود فابيت فلى النار. (اخرجه مسلم و غيره فى الايمان و يؤيده اى الوجوب فى ذم الکفار و اذا قرئ عليهم القرآن لا يسجدون)
 
لهذا په دې سجدو کي که د يوه ځاى سجده پاته سوه او ټول عمر يې ادا نه کړي نو سجده پرېښوونکى به ګناهګاره وي، ليکن  په بعضو خاصو حالاتو کي د تلاوت سجده څخه خو نه پر لوستونکى واجبېږي او نه پر اورېدونکى باندي. خو په هغه بعضو صورتو کي د شيخينو يعني امام اعظم(رحمته الله علیه) او امام ابو يوسف(رحمته الله علیه) په نزد نه واجبېږي ليکن د امام محمد(رحمته الله علیه) په نزد پر لوستونکى او اورېدونکى دواړو باندي واجبېږي. 
 
په دغه څوارلسو (١٤) سجدو کي:
 
۱. د سورة الاعراف آخري آيت د إِنَّ الَّذِينَ عِنْدَ رَبِّكَ  څخه د آيت تر پاى پوري او يَسْجُدُونَ باندي سجده ده. 
 
۲. په سورة الرعد کي د وَلِلّٰهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمٰوَاتِ  څخه د آيت تر پاى پوري او وَالْآَصَالِ باندي سجده ده. 
 
۳. په سورة النحل کي د وَلِلّٰهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمٰوَاتِ  څخه د دوهم آيت يَخَافُونَ رَبَّهُمْ تر پاى پوري او وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ باندي سجده ده. 
 
۴. په سورة الاسراء (بني اسرائيل) کي د يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا څخه تر وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا پوري. 
 
۵. په سورة مريم کي پر خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا باندي سجده ده. 
 
۶. په سورة الحج کي د أَلَمْ تَرَ أَنَّ الله يَسْجُدُ څخه د آيت تر پاى پوري پر مَا يَشَاءُ باندي سجده ده. د امام ابو حنيفة(رحمته الله علیه) د مذهب مطابق ليکن د امام شافعي(رحمته الله علیه) او امام احمد(رحمته الله علیه) په نزد د سورة الحج په آخره کي يعني د يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا ارْكَعُوا څخه د آيت تر پاى پوري پر تُفْلِحُونَ باندي سجده ده. ځکه نو د حنفي له پاره هم احتياطاً په دې ځاى کي سجده کول پکار دئ، کذا فى عمدة الرعاية مولانا عبدالحى. 
 
۷. په سورة فرقان کي وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا د آيت تر پاى پوري. 
 
۸. په سورة النمل کي پر الله لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ باندي سجده ده، په دې شرط چي په " اَلاَّ يَسْجُدُوا " اَلاَّ " مشدد و نه لوستل سي څنګه چي په اکثرو قرآئتو کي دئ او که چيري " اَلاَّ " مشدد و نه لوستل سي نو بيا د کسائي د قرآئت موافق پر وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ باندي سجده ده. 
 
۹. په سورة آلم سجدة کي إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآَيَاتِنَا الَّذِينَ  څخه د آيت تر پاى پوري. 
 
۱۰. په سورة ص کي تر وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ پوري. 
 

 

۱۱. په سورة حم سجدة کي تر لَا يَسْئَمُونَ پوري د امام ابو حنيفة(رحمته الله علیه) د مذهب مطابق او د امام شافعي(رحمته الله علیه) په نزد د دې څخه مخکي آيت إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ باندي سجده ده. 
 
۱۲. په سورة النجم کي پر وَاعْبُدُوْا باندي سجده ده. 
 
۱۳. په سورة الانشقاق کي پر وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآَنُ لَا يَسْجُدُونَ باندي سجده ده. 
 
۱۴. په سورة العلق کي پر وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ باندي سجده ده.
 
ماخذ : فوائد مکيه 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته