څوک چې د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي
له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل:« من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه »(مسلم ۶۵۶ )ژباړه :څوک چې د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نیمې شپې يې چې لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړې وي ( د ماخستن او سهار لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپې له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .