تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دڅلويښتو حديثونولنډه ترجمه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2021
  0

دڅلويښتو حديثونولنډه ترجمه

 

بصیر یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د حضرت سلمان فارسی(رضي الله عنه)څخه روايت دئ، چي ما د نبي (عليه السلام) څخه پوښتنه وکړه چي هغه څلوېښت حديثونه  کوم دي چي په اړه يي راغلي دي چا چي زما د امت  څخه څلوېښت حديثونه ياد کړل جنت  ته به داخل سي  رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل:


١- په الله (جل جلاله)باندي ايمان راوړل  يعنى د هغه پر ذات  او صفتونو باندي. 


٢- د آخرت پر ورځ.


٣- پر ملائکو باندي.


٤- پر تېرو کتابو باندي.


٥- پر ټولو انبياوو(عليهم السلام).


٦- د مړيني څخه وروسته پر بېرته ژوندي کېدو.


٧- پر تقدير باندي يعنى دا چي ښه او بد ټوله  د الله (جل جلاله)د لوري څخه دي.


٨-  او شاهدى ورکړي چي د الله (جل جلاله)پرته بل ريښتنى معبود نسته او محمد (صلی الله عليه وسلم)د الله (جل جلاله)رسول دئ.


٩- د هر لمانځه په وخت کي کامل اودس تازه کړي او لمونځ ادا کړي  (کامل اودس دې ته وايي چي د ټولو سنتونو مستحباتو لحاظ پکښې وکړي (او د هر لمانځه په وخت کي) و دې ته اشاره  ده، چي د هر لمانځه  لپاره نوى اودس تازه کړي  که څه هم  اودس لري  او د لمانځه  د ادا کولو  څخه مراد دا دئ، چي په لمانځه کي د ټولو سنتونو  او مستحباتو  پوره  خيال وساتي لکه په بل روايت کي چي راغلي دي: ان تسوية الصفوف من اقامة الصلوة. يعنى د لمانځه  په وخت کي  د صفونو سموالى  چي يو قسم  کوږ والی  پکښې پاته نه سي  دا هم په لمانځه کي داخل دئ. 


١٠-  او زکوة ادا کوي.


١١- د روژې د مياشتى روژې نيسي.


١٢- که دي توان و حج وکړه يعني دا چي که دي د تللو  او راتلو لپاره پيسې درلودې نو حج ادا کړه  څرنګه چي ډېر وخت  مال منعه  کوونکی وي په دې وجه يې د مال ذکر وکړ.


١٣- او دوولس رکعته  مؤکد سنت هر ورځ ادا کوي د دې تفصيل  په نورو روايتو کي داسي راغلی دئ، چي د سهار د لمانځه مخکي دوه رکعته، د ماپښين تر لمانځه  مخکي  څلور رکعته  او وروسته يې دوه رکعته، د ماښام تر لمانځه وروسته دوه رکعته او د ماخستن تر لمانځه وروسته دوه رکعته.


١٤- وتر هيڅ شپه مه پرېږده  ځکه چي واجب  دي اهتمام يې تر سنتو زيات دئ، په همدې وجه يې  زيات  تاکيد  ښودلى دئ.


١٥- د الله (جل جلاله)سره هيڅ  شى شريک  مه جوړوه.


١٧- د مور او پلار نافرماني  مه کوه.

١٨ – شراب  مه څښه.


١٩- زنا مه  کوه.


٢٠- په درواغو قسم مه اخله.


٢١- په درواغو شاهدي مه ورکوه.


٢٢- د نفس د خواهشاتو تابعداري مه کوه.


٢٣- د مسلمان ورور غيبت مه کوه.


٢٤- پر پاک لمنه ښځه  باندي تهمت مه لګوه (همداسي پر پاک سړى باندي).


٢٥-  د مسلمان ورور سره حسد مه کوه.


٢٦- د لوبو او ټوکو په سامان مه مشغوله کيږه.


٢٧- په تماشو کي ګډون مه کوه.


٢٨- لنډي سړي ته د عيب  په نيت ګردى مه وايه يعنى دا چي که څوک په دغسي نامه مشهور سوى و د عيب فکر نه پکښې پيدا کېدی پروا نه  کوي لکه چي د چا نوم بدو ايښودل سوى وي چي د عيب په نيت  نه وي. 


٢٩- پر چا باندي خندا او ټوکي مه کوه.


٣٠- د مسلمانانو په منځ کي چغلي مه کوه.


٣١- پر هر حال باندي د الله (جل جلاله)د نعمتونو شکر ادا کوه.


٣٢- پر غم  او بلاوو باندي صبر کوه.


٣٣- د الله (جل جلاله)د عذاب څخه مه بې غمه کېږه.


٣٤- د دوستانو  سره اړيکي مه شکوه.


٣٥- بلکي د هغو سره وسيله کوه.


٣٦- د الله (جل جلاله)پر هيڅ مخلوق باندي لعنت مه وايه.


٣٧- سبحان الله، لا اله الا الله، الله اکبر دغه الفاظ ډېر وايه.


٣٨- د جمعې او اخترونو لمنځونو ته حاضرېږه.


٣٩- پردې خبره باندي يقين ساته چي کوم تکليف تاته ورسېدى هغه په تقدير  کي ليکلى و، په  هيڅ ډول نه پر شا کېږي او کوم چى نه  در ورسېدى هغه  نه و راتلونکى.


٤٠- د قرانکريم تلاوت په هيڅ وخت کي مه پرېږده.

حضرت سلمان فارسی(رضي الله عنه) فرمايي چي ما د نبي (عليه السلام) څخه پوښتنه وکړه چي څوک دغه ياد کړي څه بدله ورکول کيږي؟ نبي (عليه السلام) راته وفرمايل: څوک چي دا ياد کړي الله (جل جلاله)به يې د قيامت په ورځ  د انبياوو (عليهم السلام)  او علماوو په ډله کي را پورته کړي که الله (جل جلاله)زموږ ګناهونه راوبخښي او يوازي مو پخپل  فضل په نېکو بندګانو کي حساب کړي نو د الله (جل جلاله)د کريم ذات څخه  ليري کار نه دئ. درنو لوستونکو په ډيري عاجزۍ سره خواست درته کوم چي زما ګنهکار بنده سره مرسته په دعا سره وکړئ.
وماتوفيقي الابالله عليه توکلت واليه انيب

 

ماخذ : دقران فضائل 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته