تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر الله (جل جلاله) باوري اوسه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2021
  0

پر الله (جل جلاله) باوري اوسه!


را لېږونکی: سمیع الله دورانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که دي په ژوند کي غمونه او مشکلات راغله، باوري اوسه چي خوشحالۍ او ښې ورځي به هم الله (جل جلاله) درکړي!

 

که دي نکاح نه درلودل، باوري اوسه چي ستا تر فکر په لوړه کچه او پر ټاکل سوي وخت به یې الله (جل جلاله) درکړي!

 

که دي اولادونه نه درلودل، باوري اوسه چي په همدې کي به دي خیر وي، امتحان به وي، یا به یې الله (جل جلاله) درکړي!

 

که دي شتمني نه درلودل، باوري اوسه چي کوم وخت ستا په خیر وي، هغه وخت به یې الله (جل جلاله) درکړي!

 

که دي دنیوي ژوند له خواریو او تکلیفونو ډک وو، باوري اوسه چي د دې دنیا اجر او استراحت به په قبر یا اخرت کي الله (جل جلاله) درکړي!

 

باوري اوسه، یوازي طمعه الله (جل جلاله) ته ولره، کوم څه چي لرې، نعمت دي، کوم څه چي نه لرې، ډیر مه ورته حریص کیږه، نه شتون به یې ستا په خیر وي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته