تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوي الله جل جلاله بندګي که د ساینس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2021
  0

د لوي الله جل جلاله بندګي که د ساینس 


لیکنه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله جل جلاله په قرانکریم کې ټول انسانیت  ته یو خطاب کوي (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ)
ژباړه : اي خلګو د یوه  هغه الله جل جلاله عبادت وکړي چې تاسو يې پیدا کړي یاست او هغه کسان يې پیدا کړي دي چې له تاسو مخکې وو، تر څو تاسو پرهیزګاران وګرځئ .


نو د الله جل جلاله په عظمت او لوي او د هغه په احسانونو به یو څو کرښې وروسته خبره درسره شریکه کړمه ، اوس یوه خبره دا درته کوم چې په اوس وخت کې چې د ساینس او تکنالوژي دور او زمانه ده خلک بې حده د ساینس یا تکنالوژي ستاینه کوي ، او حقیقت هم دادې چې ستاینه يې وشئ او د ستاینې وړ دې ځکه چې هغه کارونه چې په پخوا کې ناممکن وو ، هغه يې رامنځ ته کړل آسانې او سهولته نه يې رامنځ ته کړل تر داسې حده چې اوس اکثره کارونه د همدې تکنالوژي په مټ ترسره کیږي ، خو بل طرف ته ځینې کسان د ساینس او تکنالوژي  په باره کې په دومره افراط او تفریط کې لګیا دې چې چا ورته بیخې د خداي درجه ورکړي ده او د عبادت وړ یې ګڼې او وايې چې عبادت باید نن د ساینس وشي .لکه نیچه المانې فیلسوف  او ساینسي  عالم وايې له ساینس څخه د مخه  الله تعالي و. مګر  اوس الله تعالي  مړ شوي ( نعوذبالله ) او خپل مقام  یې ساینس ته پریښودلي دي خلکو ته په کار ده چې د ساینس عبادت وکړئ، 


او دې  عقیدې ته نن ډیر خلګ مایل دي او اکثره دغسي خبري کوي ، خو دا خبري ولې کوي او ولې دومره ټینګه عقیده ساینس ته لري دا ځکه چې نن ساینس پوهانو  خلګو ته د تکنالوژي په مټ ډیرې اسانتیاوي رامنځ ته کړې، یعني ساینس پوهان د ټول انسانیت سره یو احسان کړي دي نو د دغه احسان په مقابل کې ځیني کسان تر داسي حده رسیدلې دي چې ساینس يې خپل معبود ګرځولې دي. نو دا چې منطق او عقل دا خبره کوئ چې کوم څوک درسره احسان او ښه سلوک وکړې نو په مقابل کې يې باید د هغه بدله ورکړل شئ ،

 

نو دا خبره به همدلته پریږدو چې ساینس پوهانو زموږ سره څه کړي  او په مقابل کې يې موږ باید څه وکړو ، آیا د الله جل جلاله عبادت باید وکړل شې او که د ساینس ؟  نو  خبره د الله جل جلاله عظمت لوي او د هغه احسانونو ته  راجع کوو ، تر څو تاسو خپله فیصله وکړئ ، نو لومړي هغه مخکیني آیات کې چې الله جل جلاله په انسان باندي د کومو احساناتو یادونه کړي ده او انسان په هغه باندي لږ غوندي هم غور وکړي نو به دې حقیقت ته ورسیږي چې د عبادت او لوي څښتن یواځي یو الله جل جلاله دې تاسو سوچ وکړي چې الله جل جلاله  موږ ته په هغه آیات کې یادونه کړي تاسو عبادت وکړي د هغه رب چې تاسو يې پیدا کړي یاست ، نو که لږ د انسان د پیدایښت په مرحلو باندي غورو وکړو چې یو څاڅکی نطفه وو ، الله جل جلاله د مور په رحم کې پرورش ورکړي د مور په رحم کې  يې ژوند  ورکړي .

 

هلته يي د خوراک بندوبست ورته وکړي چې پیدا شو، دې تي رودلو لارښونه يې ورته وکړله ، چې لږ غټ شو، د ضررناک او نفع رسوونکي شیان يې وپیژندل ، او بیا انسانه ته لږ خپل تخلیق ته ځیر شه چې په څومره ښه انداز کې يې پيدا کړي يې څومره ښکلي نعمتونه يې درکړي دي په خپلو سترګو ، غوږونو ، ژبه ، خوله پوزه او نورو اندامونو باندې لږ سوچ وکړه چې څومره منظم يې جوړ کړي دي او بې حسابه يې تا ته درکړي دي خو کله چې په یوه کې هم لږ مشکل پیدا شې او ډاکټر ته لاړ شې نو په زرهاوو ، او لکاوو پیسې درڅخه غواړي مګر الله جل جلاله دا هر څه تا ته وړیا درکړي دي،او اې انسانه ستا  لپاره یې  ځمکه او ټول کاینات پیدا کړئ ، په کایناتو کې يې لمر ، ستوري سپوږمۍ  ، او نورې سیارې ستا دې ګټې لپاره پیدا کړې، بې له  دې چې د دوي په حرکت او منظم والې کي د کوم تغیر راشي او حال دا چې د یوې سیارې سره نه د یوه ستوري سره څوک ښکاريږي چې هغې ته دې حرکت ورکوي یا د هغه په یوه منظم حرکت سره بیایې  او دا ټول يې دې  انسان  تابع  وګرځول، د آسمان او ځمکې په خالي فضا کې  وریځ راپیدا کړي شین آسمان وي هیڅ نه وي یوه ټوټه وریځ پیدا شي هغه بیا پیسې غټیږي رنګ يې بدل شې حرکت وکړي او بیا په یو منظم ډول په ځمکه باندې باران وکړي او په نتیجه کې يې ځمکه زرغونه شي ، 
او  په ځمکه کې يې د دې انسان دې ګټې  لپاره قسم قسم حیوانات پیدا کړل ، او د انسان تابع يې وګرځول ، په ځمکه کې يې قسم قسم میوي بوټې او ونې د انسان دې ګټې لپاره پیدا کړې ، وچ لرګې وي هغه څخه شنه پاڼې راوباسي او بیا غوټۍ کې پیدا شي بیا ګل وکړي بیا کوچنۍ میوه ونیسي هغه بیا پخه شي . انسان ورته ګورئ نه څوک ورسره وي چې هغه یا پخه وي یا رنګ ورکوي یا خوند په کې پيدا  کوي، خو دا  ټول سر ته ورسیږي او بیا یې انسان وخوري .

 

او حال دا وي چې  یو رقم وچ لرګي وي خو د یوه څخه یو رقم میوه را پیدا کړي جلا يې خوند وي جلا يې رنګ بوي او جوړښت وي او د بل لرګي څخه بل قسم میوه راوباسي چې د هغې بیا بل رقم خوند ، رنګ او بوي وي دا ټول د چا لپاره ؟ دا ټول کارونه د انسان لپاره کیږي ،  همداسې نور بی شمیره نعمتونه چې الله جل جلاله په انسان باندې کړي دي او هغه ساینس پوهان او فیلسوفان  يې پيدا کړي دي، او داسې پوهه بیا الله جل جلاله ورکړي چې په مټ یې داسي آسانتیاوي رامنځ ته شوي لکه نن یې چې موږ وینو  ،  نو بیا به هم د بل چا عبادت کوو ؟

 

او د احسان د بدل ورکولو لایق به بیا هم بل څوک وي ؟ نه هیڅکله نه بلکې الله جل جلاله دې چې په موږ یې بی شمیره احسانونه کړي دي  ، نود دې وړ دې چې موږ يې عبادت وکړو او ربوبیت او وحدانیت  او موږ ته يې چې کوم قانون رالیږلي دي هغه يې ومنو ،او باور او یقین پرې وکړو  .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته