تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اورادِ فتحيه کتاب چاپ سو!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2021
  0

اورادِ فتحيه کتاب چاپ سو!


لیکنه : مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 


د حضرت شاه همدان امير کبير مير سيد علي همداني اورادِ فتحيه کتاب چي پښتو ژباړه ئې مسلم احسانمل کړې، د صداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ سو.

 

اوراد ويل:
که اذکار او اوراد ستا وظيفه او کار سي نو بيا څوک ستا سره برابر کېدای سي؟ او بيا که عبادت او رياضت هم پراضافه سي يعني د نورو سره د عدل او انصاف کولو صفت په تا کي پيدا سي نو تا د ايمان دولت حاصل کړی دئ.


او همدا تر ټولو لوی او غوره دولت دئ.

 

د اوراد فتحيه(۱) اسناد:
دا اوراد فتحيه څه دي؟


د انوارو او اسرارو بې قيمته خزانه ده. ولي به نه وي، د ذوالجلال رب د تسبيح، تحليل، تکبير او تمحيد مجموعه چي ده. 


بې نيازه که ئې وګوري نو خاص څه په نظر نه ورځي خو که نيازمند ئې وګوري نو ډېر څه به په نظر ورسي. هو، د دې بې شمېره ډېر فضايل او برکتونه دي، که مو زړه ته نه لويږي نو د کامل نظر او مومنانه بصيرت لرونکو ته ورسئ او حقيقت معلوم کړئ.


اورادِ فتحيه د حضرت امير کبير(رحمه الله) مير سيد همداني هغه کتاب دئ چي يوه يوه کلمه ئې دالهي کلام اونبوي احاديثو څخه راوتلې ده. د مختلفو کتابونو په زرګونو ورقو کي د خواره سوو آيتونو او حديثونو څخه انتخاب سوي دي. دا وظيفه د توحيد او رسالت يو بې مثاله او مجربه وظيفه ده.


فخرالمحدثين حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي(رحمه الله) فرمايلي:


"د سهار د لمانځه د سالم ګرځولو سره سم، وروسته اورادِ فتحيه شروع کړئ. اورادِ فتحيه د قيمتي برکتونو څخه دي او کلمې ئې د خير او برکتونو راوړونکي دي او کوم کس چي په خشوع او خضوع سره دا ووايي، هغه به د دې برکتونه حتمي وويني." (االنتباه سرسل اولياءالله، ص:۸۷۱)


هدف:


اورادِ فتحيه د (۱۴۰۰) اولياءکرامو د وظيفو مجموعه ده، د اورادِ فتحيه نوم خپله رسول(صلعم) پر ايښی دئ. د اواردِ فتحيه توثيقي سند رسول(صلعم) حضرت امير کبير(رحمه الله) ته عطاکړی دئ.


 د اورادِ فتحيه کلمې د قران مجيداو صحيح احاديثو څخه راخيستل سوي دي. اوراد فتحيه کشميريانو ته د امير کبير تحفه ده. د اوراد فتحيه وِرد له شروع څخه تر پايه د ټولو کشميريانو معمول دئ. 


د اوراد فتحيه اجازه هر خاص او عام ته ده. اوراد فتحيه د قضايۍ پرته د هري ورځي ټينګار دئ. د کوم بزرګ په حکم، په خاص ډول د اوراد فتحيه اجازت نوراعلی نور دئ. اورادفتحيه د فتحي او نصرت باعث دي. اوراد فتحيه د زړه له اخلاصه ويونکي ته به د (۱۴۰۰) اولياءکرامو ولايت څخه برخه و رسيږي. 


اوراد فتحيه د دين او دنيا د نېکمرغۍ حاصلولو ذريعه ده. اوراد فتحيه بې شمېره فضايل او برکتونه لري. 

 

د حضرت باني مسلماني(رحمه الله) د ژوند مختصر سوانح:


حضرت امير کبير علي ثاني سيد علي همداني(رحمه الله) د دوشبنې په ورځ د (۷۱۴هجري) کال د رجب المرجب پر (۱۲مه) مطابق د (۱۳۱۴مېلادي) کال د ايران په يو مشهور ښار همدان کي زيږېدلی.د ده مور فاطمه نومېدل او د پلار نوم ئې سيد شهاب الدين بن سيد محمد حسيني وو.


 د ده د نسب سلسله د حضرت امام حسين په واسطه د شاه ولايت کرم الله وجهه سره يوځای کيږي. حضرت امير ډېر په کوچنيوالي ټوله قرآن مجيد حفظ کړی وو، تر هغه وروسته ئې د تصوف او معرفت زده کړه د خپل ماما حضرت سيد علاءالدين سمناني څخه کړې. له هغه څخه ئې اسلامي علوم يعني حديث، تفسير، فقه او عقايد هم مکمل کړل. لومړی دی د شيخ ابوالبرکات تقي الدين بستي(رحمه الله) مريد سو او د هغه تر وفات وروسته بيا د شيخ ابولبرکات تقي الدين بستي(رحمه الله) مريد سو او د هغه تر وفات وروسته بيا د شيخ شرف الدين مزدقاني(رحمه الله) مريد سو.


شيخ شرف الدين مزدقاني(رحمه الله) غوښتل چي حضرت امير بايد د خپل روحاني تعليم د پور ه کولو له پاره ډېر سفر وکړي، په دا خاطر ده (۲۱) کاله سفر وکړ. په دې دوران کي ده د خپل وخت د لويو لويو علماء او صوفيانو سره ملاقاتونه وکړل. حضرت امير د کشمير په دره کي د سلطان شهاب الدين د باچهۍ په زمانه (۷۷۴هجري=۱۳۷۲مېلادي) کي تشريف درلودی. خواجه محمد اعظم ديده مری د (واقعات کشمير) کتاب ليکوال په دې بيت کي د ده د تاريخ بيان کړی دئ، کوم چي د ابجد د تورو په حساب (۷۷۴هجري) کيږي.


سال تاريخ مقدم اورا ګفت از (مقدم شريف) بجو په دې وخت کي د حضرت امير سره اووه سوه سيدان ول. د څلورو مياشتو قيام وروسته ده له دې درې څخه ولاړی. په (۷۷۱هجري) کال کي تر حج وروسته بيا کشمير ته ولاړی. په هغه وخت کي د سلطان شهاب الدين د ورور قطب الدين باچهي وه. دا ځل دی هلته د نيم کال له پاره پاته سو. په (۷۷۳هجري) کال کي د لداح پر لاره ترکستان ته روان سو. دريم وار دې درې ته په (۷۷۵هجري=۱۳۸۳مېلادي) کال راغلی. د ده فکر وو چي دا وار به د ډېر وخت له پاره په کشمير کي پاته سي خو د يو مجبوريت پر اساس د پکلي خوا ته روان سو.


هلته په ګناره نومي ځای کي د څه وخت له پاره تر پاته کېدو وروسته د (۷۸۶هجري) کال د ذوالحجې پر (۵مه) مطابق د (۱۳۸۴مېلادي) کال د دوشنبې په ورځ د اجل داعي ته لبيک ووايه. د وفات پر مهال د ده عمر (۷۲) کاله وو. ويل کيږي چي هغه وخت د ده پر ژبه (بسم الله الرحمن الرحيم) جاري وه.


د حيرانتيا خبره خو دا ده چي همدا کلمه د ده د مرګ تاريخ يعني (۷۸۶هجري) هم وو. دی په ختلان کي ښخ سو. په سلوک او معرفت کي شاه همدان کبروي د سلسلې سره اړيکه لري. دا سلسله شيخ نجم الدين کبری خوارزمي (۶۱۸هجري=۱۲۲۱مېلادي مړ) رامنځ ته کړه. دا معلومه خبره ده چي په کشمير کي د اسلام د تبليغ په کار کي د حضرت امير کبير لوی لاس وو. د ده هغه ملګري چي د ده سره ئې په دغه خير کار کي يوځای ول، دا دي:


۱- مير سيد حيدر(رحمه الله) ۲ -سيد جمال الدين(رحمه الله) ۳ -سيد کمال سنايي ۴ -سيد جمال الدين علايي(رحمه الله) ۵ -سيد رکن الدين(رحمه الله) ۶ -سيد محمد(رحمه الله) ۷ -سيد عزيزالله(رحمه الله).


دې خلکو په خپلو کوښښو سره د کشمير هر کونج ته اسلام ورساوه. د کشمير موجوده معلی خانقاه په (۷۹۸هجري=۱۳۹۵مېلادي) کي جوړه سوه. دا هغه ځای دئ، چيري چي حضرت امير کبير د خدای د عبادت په خاطر په خلوت او يوازيتوب کي اوسېدی، ځکه نو د ځينو خلکو دا ګمان غلط دئ چي دلته د حضرت امير کبير قبر دئ.


بلکي دی د ټولو تذکره ليکونکو په اتفاقي قول په ختلان کي ښخ دئ. حضرت شاه همدان نه يوازي دا چي د خدای ولي او دوست وو بلکي ډېر لوی عالم او مصنف هم وو. ده په فارسي کي ذخيرة الملوک ليکلی دئ، چي په هغه کي د ښه حکومت او لوړو اخلاقو اصول بيان سوي دي. دا يوضخيم کتاب دئ چي لس بابونه لري. په عربي او فارسي ژبو کي د ده ليکل سوي کتابونه دا دي:


شرح نصوص الحکم فارسي، اسرار النقط، رساله نوريه، شرح قصيده خمريه فارسي، منازل السالکين، رساله اصالحات، علم القيافه، ده قاعده، کتاب السبعين، روضة الفردوس، فردوس الخيار، خالصة المناقب، چهل اسرار، اوراد فتحيه، مکتوبات در معرفت، صورت و سيرت انسان، ذخيرة الملوک. پر دې سربېره نوري هم ډېري ليکني لري.


اوراد فتحيه ئې د وظيفې کتاب دئ. د دې کتاب تر ټولو لوی خصوصيت دا دئ چي په دې کي دالله تعالی د توحيد او صفات حسنه وو بيان د قرآنکريم او حديثونو په رڼا کي سوی دئ. دا اورادفتحيه ئې د دعاوو د قبلېدو دليل دئ.

 

(۱). اورادِ فتحيه مرکبه کلمه ده چي لغوي معنا ئې د فتحي ورد ده. اوراد د ورد جمع ده، ورد د (واو) په زېر دعا او ذکر ته وايي.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته