تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر ؓ په خلافت کي شوری او غونډي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

د حضرت عمر رضی الله عنه په خلافت کي شوری او غونډي

د علامه شبلي نعماني د کتاب څخه

د اسلامي حکومت یو لوی اصل د شوری د مجلس دایرول دي. کله چي به کومه قضیه رامنځ ته سوه نو د شوری غړو به پر هغه مجلس او بحث کاوه او پرېکړه بېله شوری نه کېدل. د حضرت عمر رضی الله عنه په دې شوری کي د مهاجرو او انصارو مشهور صحابه کرام شامل وه لکه حضرت عثمان، حضرت علي، حضرت عبدالرحمن، حضرت معاذ بن جبل، حضرت ابی بن کعب، حضرت زید بن ثابت رضی الله عنهم.

 

د ورځني کارو په اړه دا شوری کافي بلل کېدل خو کله چي به یوه مهمه پېښه راتلل نو د صحابه کرامو یوه عمومي غونډه او مجلس جوړېده او د ټولو په اتفاق به پرېکړه کېدل لکه د نهاوند په سخترینه جګړه کي د حضرت عمر رضی الله عنه د ګډون کولو او نه کولو په اړه مجلس داېرېدل چي د اکثریتو په رایه پرېکړه پر دې وسوه چي خپله امیرالمومنین به جګړې ته نه ځي. همداسي په دې ډول شوری کي پر دې موضوعاتو هم مجالس سوي دي لکه: د فوج تنخوا، د دفتر ترتیب، د مامورینو مقرري، د غیر قومونو د تجارت اجازه او محصول او داسي نور.

 

د ولس نظر او مشوره


د شوری د مجلس د ارکانو څخه پرته ولس ته هم په ځینو انتظامي امورو کي د مشورې ورکولو حق ورکول سوی ؤ. د ځينو مامورینو مقررۍ د عام رعیت په خوښه کېدل لکه د خراج د کارمندانو د مقررۍ په اړه چي حضرت عمر رضی الله عنه درو ولایتونو ته حکم ولیږی چي ددې ځای اوسېدونکي دي د خپلي خوښي یو یو تقواداره او مستعد کس انتخاب کړي او ما ته دې راولیږي بالاخره درې کسه ورته ولېږل سول او هغوی یې مقرر کړل.

 

سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه د ډیري لوړي درجې صحابي او د نوشیروان پایتخت فاتح وو، حضرت عمر رضی الله عنه هغه د کوفې د والي په توګه مقرر کړی وو خو کله چي خلګو شکایت وکړ نو هغه ئې معزول کړ.

 

لنډه دا چي ولس ته د خپلو حقوقو د ساتني حق حاصل وو او د ولسوالیو څخه به هر کال وفدونه راتلل او موخه ئې دا وه چي د خلافت دربار د هر ډول حالاتو او شکایتونو څخه خبر کړي او د سمون غور ئې وسي، ځکه امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه خلګو ته په دې اړه فرمان صادر کړی وو.

 

 (الفاروق رضی الله عنه: مخ ۲۳۱-۲۳۴، مؤلف: علامه شبلي نعماني)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته