تعلیم الاسلام ویب پاڼه
رهبري له احساساتو برخمنو ویناوو اورول او د لاریونونو مشري کول نه ده. رهبري په باور او اعتماد پورې تړلې ده او یوازې هغه کسان نورو ته باور او اعتمادورکول : چې د کوچنیو څیزونو په وړاندې لویو ښېگڼو ته د رسېدو په هدف د خپل نفس د کابو کولو وړتیا لري.محمد (صلی الله علیه وسلم ) نه وسلې درلودې او نه پیسې، بلکې دا وړتيا يې لرله چې په میلیونونو خلک وخوځوي. د هغوی باور او اعتماد یې له ځان سره درلود، ځکه تر شا يې ولاړ وو .
رهبري تر ډېره هغه مهال رابرسېره کېږي چې خاورې خځلې لاندې سي او وضعيت زمونږ پر خلاف وي. که کولومبوس بېرته راغلی وای، ملامت سوای به نه و، هغه به د چا په یاد هم نه و. هر غوره او پیاوړي رهبر خپل استقامت ښودلی دی. شخصأ د یوه رهبر کړنې له هغه څخه د پیروی لپاره د نورو په هڅولو کې د کتلست یا وسیلې په توگه کارکوي.
یوه تر ټولو لویه هیله چې يو پلوی یې لري دا ده چې د خپل رهبر له مخې وپېژندل سي. هغه رهبر چې خپلو لارويانو ته دغه ډول هویت یا پېژندگلوي وربخښي.
همدغه هویت د هغوی د کړنو او فعالیتونو د عامل په توگه کار کوي. رهبران به یا ښه وي یا بد یا به مؤثر وي او یا به هم غیر مؤثر . د غلط په نامه کوم څه نه سته.
ښه او غوره لارښوونه کوي او ناسم رهبران بېلارې کول کوي.
رهبران خپلو پیروانو ته داسې دي لکه د ناهیلو کسانو لپاره يوه هيله.
ماخذ : وياړلي ژوند
www.taleemulislam.net