تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټینگ ایمان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2022
  0

لیکنه : عبدالهادي مجاهد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 افغانان چې له کومې ورځې مسلمانان شوي له هماغې ورځې تر اوسه اسلام د دوئ دین، شریعت یې قانون او اسلامي فرهنګ يې د ژوند بڼه ده.


دا رښتيا ده چې په عمومي ډول به په افغانانو کې شرعي علوم په پراخه ډول دومره ډېر نه وي خپاره شوي خو د اسلام په منلو کې په عملي ډول د سیمې تر نورو ولسونو غښتلي دي، او له دین څخه د دفاع په لار کې هم تر نورو څو ګامه مخکې دي، او دا هغه حقیقت دی چې د سیمې تاریخ يې تل شاهدي او مثالونه وړاندې کړي دي.


د روسانو او کمونیزم په مقابل کې د جهاد په وخت کې به چې دلته راغليو عربو مجاهدینو د افغانو د تدین او ښې مسلمانی ستاینه و نو ما چې لا هغه وخت د عربي نړۍ له اوسني وضعيته د عمر د کشر والي او د معلوماتو د نشتوالي له امله خبر نه درلود هغوئ ته به مې ویل :
تصور کې خو تاسې عرب د ډېر قوي ايمان خاوندان یاست، ځکه چې تاسو د اصحابانو لمسیان یاست، د وحيې پر زمکه هستېږئ، قرآن ستاسی په ژبه نازل شوی او داسی نور، خو هغوئ به راته ويل: (ولكننا تلقينا دروس الإيمان العملية منكم في هذا الزمن)، یعنې دا سمه ده چې موږ د دې امتیازاتو لرونکي يو، خو موږ د ایمان عملي درسونه پدې زمانه کې له تاسو افغانانو حاصل کړل.


همدغه د ایمان د قوت او له اسلام سره د وفاداری زور دی چې افغانان يې تل د مادي وسایلو له کموالي او یا نشتوالي سره سره د چنګېزیانو،انگرېزانو، روسانو او امریکایانو په مقابل کې درولي او تل يې يرغلكرو ځواکونو ته ماتې ورکړې ده.


له افغانانو د ایمان د وسلې د اخیستلو په لاره کې هېڅ کفري قوت او ملګرو يې خپلې هڅې ندي سپمولې انګریزانو د خپل استعمار په وخت کې ورته خپل کفري کتابونه ژباړلي او راوړي دي، او روسانو او امریکایانو ورته د خپل  تورات او انجیل (عهد قدیم او عهد جديد) يوه پښتو نسخه موجوده ده چې د نولسمې ميلادي پېړۍ په آخر کې په لندن کې چاپ شوې او بیا دې سيمې ته راوړل شوې ده، او دا په داسې حال کې چې په وخت کې د دې سیمې هېڅ پښتون مسیحیت ته ور مرتد شوی نه وو. 


انګریزانو په خپل وخت کې افغانستان ته د (قادیانیت کفري عقيده هم راصادره کړې، يو څو کورنۍ قادیانیت ته هم ور اووښتې وې چې د مشرانو تر اعدامېدلو وروسته يې اولادونه پېښور ته وتښتېدل او د انګرېزانو تر تسلط لاندې د پېښور د راچیني په کلي کې میشت شول چې تر نولس سوه نوي يمو کلونو پورې هماغلته پراته ول او په مهاجرو افغانانو کې يې خپل دین ته دعوت هم پیل کړی وو.


روسانو هم لا ډېر پخوا له افغانانو څخه د ایمان د وسلې د اخیستلو په نیت خپله الحادي کمونستي نظریه افغانستان ته راصادره کړه، او بیا یې د همدغې الحادي نظريې د خپراوي او ټینګښت په خاطر افغانستان اشغال کړ، په سلګونو زره الحادي، مارکسیستي او لينني کتابونه يې د افغانانو ژبو ته وژباړل.


د فرهنګي فعالیت تر څنګ یې د افغانانو د اولادونو د کافر کولو لپاره د (پېش آهنګانو لړۍ هم شروع کړه، او تر يوسل او شل زره زیات کمکي هلکان او نجونې يې شوروي اتحاد ته ولېږل، او هلته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د الحاد افکار د دوی په ذهنونو کې ورځای کړل، او دلته هم په هېواد کې په بېلابېلو نومونو د ځوانانو لپاره فکري او انقلابي سازمانونو جوړ کړل، او هم يې د کمونیزم نظریه او افکار په مستقیمه توګه په افغانی نصاب کې شامل کړل کمونست ببرک به په واز کومي هر وخت افغانو ځوانانو ته تلقين ورکاوه . چي باید له دوئ څخه (انسان نوین) جوړ شي، باید د مارکس، انګلز اولینن فلسفه خپله کړی.


خوکله چې کمونیزم په افغانستان او نړۍ کې ماتې وخوړه نو د هغه د فکرې تشې د ډکولو لپاره د نصراني غرب یرغلګر په لاندې دريو جبهو رامنځته شول .


۱ :  سیکولریزم جبهه 
۲ : کلیسا جبهه 
۳: پوځي جبهه 


ماخذ :  دیرغل پروړاندي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته