تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که څوک د کوم څه پوښتنه درڅخه وکړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


که څوک د کوم څیز پوښتنه کوي، نو لومړی د هغه خبره ښه په غورسره واوری، او ښه سوچ پری وکړی او ځواب ورکړی ، له سوچ کولو پرته د ( بینی بوشی لند ګند ) ځواب ورکول ډېره ناپوهی ده او که څوک د بل چا نه پوښتنه کوی نو تاسې پخپله د ځواب ورکولو کوښښ مه وکوي.


که څوک تاسې ته څه وایی نو لومړی ورته دا ونه وایاست چې ما ته معلومه ده کیدای سي چې د هغه له ويلو سره کومه نوې خبره هم تری واوری، یا د کومی ځانګړی خبری اغیز  مو پر زړه وسي، ځکه چې له خبری سره سره د خبری کوونکی اخلاص او نیکی هم اغیزه کوی .


 له هر چا سره چې خبری کوی د هغه عمر، رتبه او له هغه سره خپلی اړیکی په نظر کي ولري، او خبری ورسره وکړي، له مور، پلار، استاذ، او نورو لویانو سره د ملګرو په څېر خبری اتری مه کوی، همدا رنګه کوچنیانو سره خبری کوی ، نو خپل ځان ته په خیال کولو سره د مهربانی ، شفقت او لویانو خبری وکړی .


د خبرو اترو پر وخت اشاری مه کوی، چې نور بد ګومانه سی او خامخا یی په زړونو کې شک پیدا سي، د نورو خبري په چوپتیا سره واوری، او د چا خبرو ته پټ مه کینی 
( غوږ ورته مه نیسی).


د نورو خبری زیاتی اوری، او پخپله لږی خبری وکړی او چې کومه دراز خبره وي، هغه چاته بيان نه کړی، خپل راز نورو ته ویل او له هغه نه د حفاظت هیله لرل بیخی ناپوهی ده .


ماخذ : په اسلام کې د ژوندانه آداب 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته