تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تاسو څه شي غواړی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2022
  0

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


-که غواړی هوښیار و اوسی، نو:
خبري لږ وکړی؛ غوږ ډېر ونیسی او مطالعه زیاته کړی.

 

-که غواړی بریالي سی، نو:
غرور مه کوی، د ملګرتیا خیال وساتی او د خلکو په خبرو خوا مه بدوی.

 

-که غواړی پرمختګ وکړی، نو:
پر ځان باور ولری، کارونو کي مشوره کوی او د خلکو احسان منی.

 

-که غواړی کارونه مو اسانه سي، نو:
نورو ته خنډونه مه جوړوی، ملګرو باندي ږغ وکړی او پر الله جل جلاله توکُل وکړی .

 

-که غواړی عزت ولری، نو:
د تقوادارو خلکو سره ناسته ډېره کړی، لمونځ وکړی او استغفار وایاست.

 

-که غواړی خلک و بیروی، نو:
نو خپلي کمزوری او رازونه مه ورته وایاست او ډېر ور نژدې کېږی مه.

 

-که غواړی هیڅکله مات نه سی، نو:
پر هرچا باور مه کوی، خصوصا بیا پر هغو خلکو چي د الله څخه لیري وي.

 

-که غواړی د خلکو مینه ترلاسه کړی، نو:
زړه د اخلاصه مسکا وکړی، د منافقت نه او د خلکو مرسته وکړی.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته