تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سپرلی، وطن او امن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 23, 2023
  0

سپرلی، وطن او امن


جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سپرلی دی د وطن غرونه رغونه زرغونه دي
ګلونه ټوکېدلي دي دښتونه زرغونه دي

 

سیندونو کي رڼې اوبه بهیږي شڼهار دئ
وطن مو په رېدیو او لاله ګلو سینګار دئ
انارو ګل نیولی، چِنارونه زرغونه دي

 

په څانګو کي د شنو ونو  مرغۍ په ناز چغیږي
بوراوي له ګلونو نه تاویږي را تاویږي
درې په ګلو فرش دي ټول ډاګونه زرغونه

 

شبنم په ناز بیده دئ د ګلاب په اننګي کي
هوا خوشبو ټومبلې ده په خپل نازک پیکي کي
وطن په امن موړ دئ او لاښونه زرغونه دي

 

کفري اشغال مات سوی دئ اولس له خندا شین دئ 
خوشحاله زندګي کوي راتلونکي ته خوشبین دئ
 حالات خوشحالونکي وطنونه زرغونه دي

 

وطن د پرمختګ او ابادۍ پر لور روان دئ
په منډه تښتېدلی له هیواد څخه خزان دئ
جوړ سوی لالزار دئ غاټولونه زرغونه دي

 

جلا منظر جوړ کړی کوچیاني خړو کیږدیو
د امن ټپې خیژي د شپونکیو له شپېلیو
مشهود ملنګه ماشاءالله غرونه زرغونه دي


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته