تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عُنوان او مُعَنوَن
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2023
  0

مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

عُنوان او مُعَنوَن

 

عنوان د هري ليکني او بحث سرليک ته ويل کيږي او معنون د ليکني محتوی او مقصودي بحث ته ويل کيږي.


عادت داسي وي چي په عنوان کي د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نده چي عنوان بايد د معنون د بحث څخه مهم رکن او جزء وي؛ ځکه چي عنوان همېشه داسي شی انتخابيږي چي زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکي تر لوستلو ليکني ته د لوستونکو پام ځان ته را واړوي او د ليکني لوستلو ته د خلګو شوق را جلب کړي.


ځيني وختونه د اوږدې ليکني لپاره جالبه عنوان غوره کيږي تر څو ليکنه جالبه ښکاره سي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نسي او ځيني وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کيږي تر څو لوستونکي عنوان ومني چي په دې صورت کي نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسي د يوې آلې په صفت راغلی وي.


د هري ليکني لوستونکي بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو د ليکني څخه غلط برداشت ونکړي، لوستونکي بايد عنوان پر معنون باندي په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نکړي لکه د انسان ظاهره چي په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکني کي عنوان او معنون هم داسي دي.


که انسانانو ته ځير سو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چي د انسان ظاهري ښه هيڅ وخت دده پر باطني ښه باندي دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر وه؛ لباس يې هم برابر وو، قيافه او شکل يې هم برابر وو او خبري يې هم ډېري ښې او پستې وې؛ خو په باطن کي ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هيڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندي قياس نکړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخي يې شرعا فيصله کېدلای سي؛ خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هيڅ وخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چي پر باطني سموالي باندي دلالت نه کوي.


البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدلای سي لکه په حديث شريف کي چي د زړه په باره کي راځي: 
إِذَا صَلُحَت صَلُحَ الجَسَدُ کُلُّهُ وَ إِذَا فَسَدَت فَسَدَ الجَسَدُ کُلُّهُ.


 يعني چي کله زړه اصلاح سي بدن هم ورسره اصلاح کيږي او که زړه فاسد سي بدن هم ورسره فاسد کيږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نسي جوړېدلای ځکه په باره کي د منافقينو الله تعالی فرمايي: 


وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ.[البقرة۸]


 ژباړه: ځيني خلګ وايي موږ پر الله او ورځي د آخرت ايمان راوړی دی په داسي حال کي چي دوی مؤمنان ندي.
 يعني په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کي مؤمنان ندي.


زموږ په زمانه کي کڅه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځيني خلګ د منافقينو کړني تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښائښت، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته ددې معنی داسي نده چي سړی به پر مسلمان بد ګمانه کيږي؛ ځکه پر مسلمان باندي نيک کماني اصل دی په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندي ښه ګمان ولري مګر دا چي دده څخه يې بد کار ليدلي وي.

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته