تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د يوسف عليه السلام د ستونزو او د ستونزو د‌حل سبب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د يوسف عليه السلام د ستونزو او د ستونزو د‌حل سبب خوب وو.


د يوسف عليه السلام د ستونزو سبب هم خوب وو، د ستونزو د‌حل سبب ئې هم خوب سو.


کله چي يوسف عليه السلام خوب وليدی، چي يوولس ستوري، لمر او سپوږمی هغه ته سجده کوي. د هغه د وروڼو کينه راوپارېده او هغه ئې د‌ لوبو په پلمه بيديا ته بوتلی او څاه ته ئې واچاوه.


هغه له څاه څخه تر را ايستلو وروسته مصرته يووړل سو، هلته د يوې دسيسې په نتيجه کي بندي سو. د بند په دوران کي ئې د بنديخانې ملګري خوب ويني، هغوی ته د خوب تعبير وايي. د هغوی د خوب تعبیر رښتينی واقع کيږي، يو ازاديږي او د پاچا دربار ته ځي. څه وخت وروسته پاچا خوب ويني، د پاچا د‌خوب په تعبير څوک نپوهيږي. درباري کس پاچا ته يوسف عليه السلام ورښيي. پاچا د خوب تعبير پوښتي، یوسف علیه السلام ئې تعبير ورته کوي. پاچا يې د‌ زراعت وزير تعينوي او اخر بيرته د خپلي کورنۍ سره پداسي حال کي يوځای کيږي چي د ستر قلمرو ستره واکمني لري. 

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته