تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي امتیازات ولي تر نارینه زیات دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 19, 2023
  0

لیکنه: مولوي عبدالغفار جبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د ښځي امتیازات ولي تر نارینه زیات دي؟


سوال: ولي په اسلام کي د جنت ټول امتیازات د نر لپاره دي، لکه حوري، د شرابو ډک جامونه او داسي نور...؟


الله جل جلاله د ټولو کائناتو مالک او خالق دی، الله جل جلاله حکیم، خبیر او علیم ذات دی، هغه په هر څه تر ټولو ښه پوهیږي، الله  پاک چي دا مخلوقات څنګه پیداکړي او د کوم کار لپاره یې پیداکړیدي؟ په دې کي یې زښته ډېر حکمتونه، رازونه او نېمګرغۍ سته، موږ د الله جل جلاله څخه دا پوښتنه نسو کولای چي دا شی دي ولي پیدا کړ؟ ولي دي دا دنده ورکړه؟ لکه په قرآنکریم کي چي راځي:


  لایُسئل عما یفعل و هم یُسئلون . (سورت انبیاء: ۲۳)


ژباړه: هغه (الله تعالی) د خپلو چارو لپاره پوښتل کېدونکی نه دی، خو دوی (بندګان) ټول پوښتل کېدونکي دي.


ددې ساده بېلګه داسي ده، لکه یو څوک چي پخپل ملکیت کي لس پسونه ولري، دغه کس چي هر پسه ذبح کوي، څوک دا حق نه لري چي پوښتنه ځني وکړي چي دغه پسه دي ولي ذبح کړ او دغه دي ولي پرېښود؟


هغه څوک چي پر الله جل جلالُه ایمان لري (مسلمانان، یهود، عیسایان) و دوی ته معلومه ده چي الله پاک چي څه غواړي هغه کوي او هغه کولای سي او مخلوق د خالق څخه د پوښتنو حق نه لري، یو هغه ډله انسانان دي چي له الله سبحانه وتعالی منکره او ملحدین دي، دوی لومړی الله نه مني او بیا د الله تعالی په هکله پوښتني کوي، چي دا غیر معقول منطق دي، د دوی ډېري پوښتني موږ زما په چاپ سوي کتاب (ښکلي ځوابونه) کي ځواب سویدي، د ملحدینو پوښتني د بېلګي په ډول:


ولي حضرت آدم علیه السلام له خاورو پیدا سویدی، ولي له طلا نه دی پیدا سوی؟


ددې سوال مفصل ځواب ما ورکړیدی، د دوی دا سوال په دې بېهوده دی چي دوی حضرت آدم علیه السلام نه مني، دوی وايي چي انسان د بیزو له نسله دی، چي د دوی ددې بې بنسټه سوال ځواب بیا استاد لعلي صاحب پخپل چاپ سوي کتاب (ایا انسان د بیزو له نسله دی؟) په ساینسي او معقول ډول سره ځواب کړیدی، همداسي نور بېهوده سوالونه لکه:


ولي الله پاک انسانان د مځکي پرځای په مریخ کي نه دي اباد کړي؟


او داسي نور بېهوده او له عقله لیري سوالونه.


ولي نر تر ښځي امتیازات لري؟


په قرآنکریم کي راځي:  الرجال قومون علی النسآء بما فضل الله بعضهم علی بعض و بمآ أنفقوا من اموالهم. (سورت النسآء: ۳۴)


ژباړه: ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي، له دې کبله چي الله ځيني د دوی ته پر ځينو نورو غوروالی ورکړيدئ او له دې امله چي نارينه (د ښځو لپاره)  خپله شتمني لګوي.


قوام-  و هغه چاته ويل کيږي چي د انتظام ذمه واره وي.


په دې ايات کي د نر فضيلت او حاکمتوب د دوو  وجهو په سبب بيان سوی دی: لومړی دا چي الله جل جلاله چي کوم صلاحيتونه په نر کي ايښي دي هغه صلاحیتونه ښځه نه لري چي دا د ښځي فطري جوړښت دی او دوهم دا چي نر پر ښځه باندي په دې حاکم دئ چي خپل مال په ښځه باندي مصرفوي نوله همدې کبله نر حاکم دئ. (اصلاحي خطبات ټوک ۲ ، پاڼه: ۷۹/ ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب- خپرونکی: ميمن اسلامک پيلشرز) 


نر فطرتاً پر ښځه باندي لوړ مقام لري:


نر پر ښځه باندي په فطري ډول سره لوړوالی لري،  عقل يې زيات دئ، هغه د سياست د ډګر دی، ټول حقوق په ښه ډول سره و سرته رسولای سي، ننګ او ناموس ساتل د نر کار دی، د مال ګټل، د ښځي د خوراک، څښاک او کالو کفيل هم خاوند دی، له همدې کبله که د خاوند ښځه نا اهله وي نو خاوند دا حق لري چي و ښځي ته سزا ورکړي خو د سزا کيفيت يې هم معلوم  دی، لومړی به ورته پند او نصيحت  کوي، که دا طريقه اغېزمنه نه وه نو بيا دي ورڅخه په ځای کي بېل سي، که دغه طريقه هم اغېزمنه نسوه نو بيا جسماني سزا ورکولای سي، خو هډوکي او پښتۍ به يي نه ماتوي پر مخ به ئې نه وهي.


الله پاک لومړی انسان نر سیدنا حضرت آدم علیه السلام پیدا کړ او له هغه څخه یې بیا ښځه بې بې حوا رضی الله عنها پیدا کړه لکه په قرآنکریم کي چي راځي:


يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ 


ژباړه: اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل.


الله جل جلالُه د حضرت آدم علیه السلام تر پیدا کېدو مخکي ملائیکو ته وویل چي زه یو خلیفه په مځکه کي پیدا کوم لکه په سورت بقره کي چي راځي:


وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى الْأَرْضِ خَلِيفَةً (سورت بقره: ۳۰) 


ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)] د هغه وخت یادونه وکړه چي كله ستا رب پرښتو ته ويلي وه: "زه په ځمكه كښي د يو خليفه پيدا كوونكى يم.


چي وروسته الله پاک حضرت آدم علیه السلام له خاورو څخه پیدا کړ، چي دا هر څه په قرآنکریم کي واضح دي، بیا الله پاک د لومړي ځل لپاره هر څه ور وښودل (علم آدم الاسمآء کلها)، له دې څخه وروسته بیا الله تعالی ملائیکو ته وویل چي حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړي او داسي نور.


۱: لومړی انسان الله جل جلالُه نر (حضرت آدم علیه السلام ) پیدا کړ.


۲:هغه واک او صلاحیتونه چي الله پاک په نر کي ایښی دی هغه په ښځه کي نسته.


۳: کله چي الله تعالی  حضرت آدم علیه السلام په مځکه کي خلیفه و ټاکئ د همدې لړۍ مطابق ۱۲۴۰۰۰ زیات و کم پېغمبران ټول نارینه وه، دا ځکه چي په دې لاره کي چي څوني تکلیفونه و انبیاء علیهم السلام ته مخته راغلي دي د هغو ټولو برداشت، صبر، حوصله  او مقابله صرف په نارینه وو کي وه او په ښځو کي نه وه او نه هم سته.


۴: داچي تر قیامته پوري به ددین ټول ستر خدمتونه (په ژبه، سر او مال سره جهاد، تعلیم، تعلم، د ټولنې تعمیر، اسلامي شرعي احکام پلي کول، د الله پر مځکه باندي د الله نظام قائمول اوداسي نور.... به نارینه کوي له همدې کبله الله پاک ددې قربانیو په مقابل کي د جنت امتیازات و نر ته ورکوي.


۵: په اعمالو کي نر او ښځه سره برابر دي لکه په قرآنکریم کي چي راځي: 


وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلٰى بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ (سورت النسآء: ۳۲)


ژباړه: او څه چي الله ستاسي څخه ځينو ته د ځينو نورو په پرتله زيات ورکړيدي، د هغو هيله مه كوئ؛  د نارينه ؤ برخه د هغو له کړنو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده.


۶: کوم جوړښت چي الله تعالی و ښځي ته ورکړی دی په هغه باندي هره ښځه راضي ده، که الله جل جلالُه دا مور کړې، مېرمن کړې یا خور کړې ده الله پاک دا راضي کړې ده، که ښځه په دنیا کي مېرمن وي نو په جنت کي هم په مېرمنتوب نه شرمیږي، که هر څو حوري وي تر ټولو به ددې دنیا ښځه ښایسته او د هغو مشره به وي، هلته په جنت کي ددې دنیا په شان جنجالونه، جنګونه او کړاوونه نسته هلته به نه چټلي وي، نه غم او نه خفګان.


۷: هغه کفري هیوادونه او ټولني چي د نر او ښځو د مساواتو درواغجني ادعاوي او دعوې کوي په هغو ټولنو کي هم نر او ښځه سره برابر نه دي زه یو څو بېلګي وړاندي کوم:


الف: په امريکا کي %٧٧ غريبان او بې وزلي ښځي او ماشومان دي .


ب: : د نرانو په نسبت د ښځو عايدات%٦٢ کم دي.


ج: د امريکا د ساينس اکاډمۍ غړي ٨٠٠ دي چي په هغه کي (٩) ښځي دي .


ه: دامريکا په ٢٧٨ نوبل جائزه اخستوونکو کي (٩) ښځي دي .


و: په نيويارک ټايمز کي ٦٢٦ خلک کار کوي چي ٦٤ په کښي ښځي دي .


ز: په واشنګتن پوست کي ٣٨٥ نفر کار کوي چي ٧٠ په کښي ښځي دي .


ح: په امريکا کي نژدې (١٠٠٠٠) قاضيان  دي چي په هغې کي (٢٠٠) ښځي دي .


ط: په لويديځو هيوادونو کي د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کي اوسطاً %٢٠ دی


۸: په جنت کي چي کوم نعمتونه دي لکه څښاک، پوښاک ، خوراک او ماڼۍ ددې څخه نر او ښځه دواړه استفاده کولای سي، داسي نه ده چي نر به یو شی خوري او ښځي ته اجازه نسته وږې او تږې به وي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۱ کال، ۱۵ مخ 

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته