تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الکولو ټولنيزي اغېزې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 6, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الکولو ټولنيزي اغېزې


د الکولو د کاروني له امله په ټولنه کي ډيري ستونزي رامنځ ته کيږي که يو څوک د کار په وخت کي نشه يا خمار وي نو په دواړو حالاتو کي  خپل کار په  ښه ډول نه شي ترسره کولای، چي دا د اقتصادي ستونزور لامل هم کيږي دې ټولنیزو ستونزو او اغیزو ته په لاندي ډول اشاره کوو.


۱ : نشه یې انسان تل خفه وي


کله چي یو شخص نشه وکړي؛ نو د نشې تر وخته پوري به  یو څه مجازي خوښ وي؛ خو کله چي د نشې اثر ترې لاړ شي نو بیا تل غمجن او خفه وي، چي دا د خفګان حالات یې بیا ګڼې ټولنیزې ستونزې زیږه وي.


۲ : نشه یې انسان تل مایوسه وي


کله چي یو انسان نشه وکړي؛ نو دا انسان بیا د نشې له ختمیدا سره سم د مایوسۍ حالت ته ځې، په دې معنی چي د نشه یې انسان سره په ټولنه کي څوک راشه درشه نه کوي او نه هم ورسره ملګرتیا او انډیوالي کوي، کله چي یو شخص ځانته شي نو خود بخوده د مایوسۍ حالت ته درومي.


۳ : نشیې انسان بې نظمه وي


کله چي یو انسان نشه وکړي؛ نو د ده عصبي سیستم بې نظمه کیږي او کله چي عصبي سیستم چي د ټول بدن د کارونو د تنظیم چارې مخ ته وړي بې نظمه شي نو خود بخوده انسان بې نظمه کیږي.


۴ :   نشیې انسان بې تدبیره وي


کله چي یو انسان نشه وکړي، نو د داسي شخص عصبي سیستم ګډوډیږي او نه شي کولای چي یو ښه تدبیر ونیسي، د ښه تدبیر د نه نیولو په صورت کي نشیې انسان بې تدبیره وي.


۵ : نشیې انسان حادثات را منځ ته کوي


کله چي یو انسان نشه وکړي نو دی بیا حادثات او واقعات زیات را منځ ته کوي، خصوصآ ترافیکي حادثې د نشه یې انسان له لورې زیاتي را منځ ته کیږي، ځکه چي کله  یو موټر چلوونکی نشه وکړي نو بیا دی په خپل واک کي نه وي او نه شي کولای چي خپل موټر قابو کړي، نو په دې اساس نشیي موټر چلوونکی زیات له حادثو سره مخ کیږي.


نوري ټولنیزې اغېزې 


نشه کول نورې  ډيري  ستونزي هم رامنځ ته کوي لکه يو  موټر چلونکی د موټر  چلولو په وخت کي  نشه وکړي نو د ترافیکي پيښو لامل ګرځي چي  دا هم د زخمي کيدو، معيوبيت او حتی د مړيني لامل کيږي. الکول د شخص په سلوک کي هم بدلون راولي چي دا بد سلوک او دماغي خرابوالی په محيط، کورنۍ او ملګرو بدي اغيزي کوي چي  د دي په پايله کي  د کورنۍ اړيکو خرابوالي تنهایۍ او طلاق رامنځ ته کيږي  پورتني ټول لاملونه د نشه کونکي په ماشومانو منفي اغيزي کوي او په خپله نشه کونکي هم په  ټولنه  کي اعتبار دلاسه ورکوي کورنۍ او ټولنه ته بي عزته او بي کفايته ښکاري.


ماخذ: د موضوع شنني کتاب له پاڼو څخه

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته