تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زمانه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

زمانه


نه پوهېږم چي زمانې له موږ څخه زيان موندلى دى او که موږ له زمانې څخه . دا خبره څه پېچلې ده مګر بيا هم د هر غره د باسه لار سته. هره ستونځه حل لري. ټول لغتونه يوه نه يوه معنى لري. د هر پېچلي لغت معنى کېداى سي. دا خبره هم بېله حله نه پاتيږي. 


موږ چي هر کله د نن او پرون په اړه خبره کوو، د خلکو اخلاقي ضعف او تربيوي نيمګړتيا وته ګوته نيسو خو بيا هم ټوله پړه په زمانې ور اړوو. لومړى زمانه يادوو. وايو: اخره  زمانه سوه. په دې زمانه کي ګيله له چانه نه ده په کار. که موږ زماني واټن په نظر کي و نسو د زمان او مکان په اړه ښه فکر وكړو دابه ومنو، چي په سهار او ماښام کي کوم بدلون نه دى راغلى. شپه او ورځ هم هغسي ده. اسمان او مځكه هم هغه دي. ستوري او سپوږمۍ هم پر خپل ځايونو قرار لري. لمر هم تر اوسه پر هغه خپلو برجونو راخيژي او لويږي. غرونه، رغونه، دښتي او سيندونه ټول پر هغه زاړه شکل ودان دي. واوري او بارانونه هم په مخکني ډول را وريږي. ځيني خلک بيا دا پړه په زمانې نه وراړوي. زمان او مکان همداسي يادوي لکه پورته چي مو وويل، وايي: 


زمانه نه ده خرابه سوې. خبره د زمانې په اهل کي ده. د دې زمانې اهل خراب سوى دى. هغوى وايي: د كائيناتو په ټولګه كي كوم بدلون نه دى راغلى. سهار او ماښام دى او كه شپه او ورځ ده. د زمانې له ابتدا څه تر اوسه همداسي دي لکه وچي. که موږ په سهار او ماښام کي ګناه و نه کړو. په شپه او ورځ کي غلا و نه کړو، يو او بل قتل نه کړو، په مياشتو او کلونو کي د يو او بل پر حقوقو تېرى و نه کړو. د يو او بل په ارمانونو لوبي و نه کړو. او د يو او بل د ازار لپاره کندي جوړي نه کړو. په يوه او بل آټم توغندۍ، بمونه او نور زهرجن مواد و نه کاروو. ورځ او شپه دا کار نه کوي. نه هم تر اوسه سهار او ماښام، مياشتو او کلونو دا کار کړى دى. که موږ کاڼي را وانخلو، د چا سر په مات نه کړو. که موږ په غرونو کي بېباکه تګ و نه کړو. زموږ د خپلو بې وخته او بې ځايه منډو له امله زموږ سرونه په کاڼو مات نه سي د غرونو او دښتو کاڼي زموږ سرونه نه ماتوي. که موږ په توره د چا سر ونه وهو او په غشو د چا سينې سورۍ نه کړو. توري او غشي په خپله دا کار نه کوي. اوس به څه نا څه پوهېدلي يو، چي دا پړه د چا په غاړه ده. ايا زمانې له موږ څه زيان موندلى دى او كه موږ له زمانې څخه؟  

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته