تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مجازي نړۍ؛ د ژوند تر ټولو بد ملګری
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  March 4, 2024
  0

لیکوال: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 
مجازي نړۍ؛ د ژوند تر ټولو بد ملګری 


له بده مرغه سمارټ / ځیرک تلیفون د ډیرو خلکو لپاره  همداسي ځيرک ثابت شوی او د پرمختګ وسیله ګرځیدلی، خو بلمقابل دا د وروسته پاتي کیدو، او له مسلکي کارونو څخه د لري کیدو عامل هم  ګرځیدلی او نه یوازي دا چي ریښتیني لامل نه دی. بلکي د ډیر کسانو د  سواد او پوهي په ډیرو مواردو کي د بې سوادۍ  او له هدفي زده کړو څخه د لیري کیدو لامل شوی دئ. 


د کارپوهانو د اټکلونو له مخي، ډیری خلک په ورځ کي لږ تر لږه اویا ځله خپل تلیفون ګوري او بیا وايي: "ما د ژوند د  مهمو کارونو لپاره فرصت/ وخت  پیدا نه کړئ. 


دا غوره ده چي له  خپل وخت او فرصت څخه ګټه پورته کړو او که څوک په دې تکیه وکړي یا تل په لالچ کي اخته وي، نو دا پدې مانا ده چي دې شخص د ژوند مهم کارونه د بې ګټي لالچ قرباني کړل او یا  دا پدې مانا ده چي د هغه ژوند د هغه په واک او اختیار کي نه دی او خپل وخت او ژوند د مجازي نړۍ په کارولو سره تیروي. که څه هم هغه په دې حقیقت باور نه لري او مجازي نړۍ له هغه کس یو غیر مسؤل او سطحي سړی جوړوي؛ لکه یو ملګری چي په غاړه کي رسۍ در واچوي او هر چیري چي یې زړه وغواړي راکشوي دي: نو همداسي مجازي نړۍ هم د هغه ژوند په بې رحمۍ مصرفوي او د هغه په غاړه کي یې رسۍ اچولې وي، مګر هغه نه پوهیږي او نه غواړي چي د خپلو لوړو ارزښتونو سره سم په آزاده توګه ژوند وکړي او له خپل ژوند او فرصت څخه سالمه استفاده وکړي. 


ښایي همدا د "بد ملګري" ترټولو څرګند مثال وي چې یو سړی د زوال او تباهۍ کندي ته رسوي، نو ځیرک تلیفون او مجازي نړۍ  د انسان د ژوند لپاره تر ټولو د بد ملګري مثال لري، خو شکل یې د اوسپني د یو ټوټې په څیر ښکاري، مګر په حقیقت کي دا د ژوند د تباهۍ  وسیله ده او عقل په حکمت او نرمۍ سره فتحه کوي او په ځیني وختونو کي انسان د خپل ځان ښودلو او فخر کولو لپاره په دې باندي افتخار هم کوي. 


البته د مجازي نړۍ ملګرتیا به یواځي هغه څوک کوي، چي هغه بې هدف وي، یوازي په مجازي نړۍ باندي تکیه کافي ګني.


په مجازي  نړۍ  کي بې هدفه سرچ کول او بې هدفه وخت تېرول د هغه بازار د لټون  په شان دي، چي هر شی په کښي پیدا کیږي او په بازار کي ګرځي لیکن، هیڅ شی هم په لاس نه درځي او د ډیری شیانو د اخیستلو افسوس کولو پرته هیڅ پایله نلري. هر سړی باید پوه شي چي د نورو هنرونو ته په کتلو سره سړی د هنر څښتن نه کیږي، نو د انسان لپاره دا غوره ده چي خپل وخت وکاروي او د دې پرځای چي په مجازی نړۍ  کي بې هدفه وخت تیر کړي، باید د هدفمند او تعلیمي پروګرامونو سره ځان ملګري او پیاوړی کړي او  خپل ژوند ګټور کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته