تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فاسقانو فسق مه پټوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فاسقانو فسق مه پټوئ 


عن بهز بن حكيم عن ابيه عن جده قال خطبهم رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال حتى متى ترعون عن ذكر الفاسق هتكوه حتى يحذره الناس.[المعجم الاوسط ۴۳۷۲]


ژباړه: بهز بن حکيم د خپل پلار څخه روايت کوي چي دده نيکه ورته وويل: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دوی ته خطبه وويل نو يې وفرمايل: تر څه وخته به تاسو د فاسق د يادولو څخه ډډه کوی؟ رسوا يې کړئ تر څو چي خلګ ورڅخه ځان وساتي.


توضيح: يعني کله چي په تاسو کي فاسق انسان پيدا کيږي؛ نو د هغه فسق د خلګو څخه مه پټوئ بلکي خلګ يې په فسق باندي خبر کړئ تر څو چي خلګ ورڅخه ځان و ژغوري.


البته د فاسق د حالت افشاء کول د رسوايۍ څخه بېل شی دی، ځکه رسوايي دېته وايي چي يو مسلمان په پټه کومه ګناه کړې وي څوک نه وي په خبر خو ته يې بېله کوم مسئوليت څخه رسوا کوې؛ دا کار شرعا ندی روا خو که څوک دومره په ګناه باندي روبدی وي چي د هغه سره رابطه د انسان لپاره زيان وي او په ټولنه کي دده د فسق پټولو په سبب ممکن مسلمانان خطاوځي او پر نوموړي د صالح او امین ګمان وکړي په دې صورت کي بيا د داسي شخص رسوا کول او خلګ يې په فسق خبرول ضروري دی.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته