تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځیني خلک ولي لمونځ نه کوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2024
  0

زباړه: محیب الله ذاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 ځیني خلک ولي لمونځ نه کوي؟


یوه دوست د خپل لمونځ کولو دغه وجه راته بیان کړه، په ډېره آسانۍ سره لمونځ ګزاره جوړسوم.


زه یوه ورځ په صنف کي ناست وم او زما د صنف مضمون دیني علوم وو؛ کله چي استاد صنف ته تشرف راوړی، نو هغه د شاګردانو څخه سوال وکړی.


ستاسو په نظر کوم خلک لمونځ نه کوي؟


یوه شاګرد په ډېر معصومیت سره وویل: هغه خلک لمونځ نه کوي، چي مړه دي.


دوهم شاګرد په شرمېدلي ډول په جواب کي وویل: هغه خلک لمونځ نه کوي چي ایزده ئې نه وي.


درېیم شاګرد له خپل ځایه څخه ولاړ سو او ډېر ښه معقول جواب ئې ووایه: کوم خلک چي مسلمانان نه دي هغه لمونځ نه کوي.


همداسي یوه بل هلک جواب ووایه: کوم خلک چي کافران دي هغه لمونځ نه کوي.


په دې ترتیب سره پنځم هلک په جواب کي وویل: کوم خلک چي د الله تعالی، څخه نه بېریږي هغه لمونځ نه کوي.


ټولو شاګردانو خپل نظریات بیان کړل؛ لیکن زه په سوچو او فکرو کي ډوب سوم، چي زه په دغه کي کوم یو یم؟ آیا زه مړ سوی یم؟ یا نه یم مړسوی؟ زما لمونځ نه دی زده؟ زده مي دئ؟ آیا زه مسلمان نه یم؟ الحمدلله، مسلمان یم. یا زه د خپل پروردګار څخه نه بېرېږم؟ بالکل بېرېږم. آیا زه کافر یم؟ (نعوذبالله)؛ نو بیا ولي زه لمونځ نه کوم؟


د خپل ځانه څخه مي و پوښتل: که په قبر کي په اوله شپه زما څخه سوال وسو، ته ژوندی وې، لمونځ دي هم زده وو، مسلمان هم وې، د الله تعالی څخه هم بېرېدلې، نو تا بیا ولي لمونځ نه کوی.؟!


زما سره به کوم جواب وي؛ نو زه به آخر څه ورته وایم؟


لړزه راباندي راغله او د هغې ورځي څخه مي دا اراده وکړه؛ چي هیڅ کله به لمونځ نه پرېږدم.


صرف یوه مُستَحْکَمَ ( پخه) او فهمیده ارادې ته ضرورت دی ته هم په دې باره کي ضرور فکر وکړه، که ئې چیري ته هم فکر کولو ته مجبوره کړی یې نو مهرباني وکړه دغه لیکنه نشر که، شاید د یوه داسي کس لپاره د اصلاح ذریعه سي، چي د لمانځه سره بې رغبته وي او د دغه شخص زړه بیرته د لمانځه طرف ته خلاص سي.


 (لمونځ د دین سَتُون دئ) 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته