تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د خلکو د هدایت په لاره کي باید
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 29, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(نهمه برخه)


د خلکو د هدایت په لاره کي باید د خپلو حقونو او اړتیاوو تېر شو!


د هغه وخت په اړه فکر وکړه، چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه دباندي وایستل سو، قریشو هغه چا ته چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قتل ورسوي، جایزه ټاکلې وه.


مبارک صلی الله علیه وسلم د هغوی د سترګو په وړاندي چي دښمنانو یې نه لیدی، له مکې مکرمې څخه وزي او په یو داسي غار کي چي له مارانو او لړمانو ډک دی، پناه اخلي.


کله چي تر درو ورځو تېرولو وروسته په ګردونو ککړ، ستړی ستومانه د مدینې لوري ته روان وو، چي په لاره کي یې بریده بن حصیب ولیدی، خپله ټوله ستړیا او حالت یې هېر کړ او هغه یې د اسلام منلو او د بتانو د عبادت پرېښوولو ته دعوت کړ.


په دې کار کي یې دومره زړه سوی وکړ، چي بریده اسلام قبول کړ او خپل قوم ته بيرته ستون سو او دوی ټول یې اسلام ته دعوت کړل، چي له ډلې یې ۳۰ کسانو اسلام راوړی.
وروسته یې هغوی په تیاره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوستل او له هغه صلی الله علیه وسلم سره یې د ماخستن لمونځ ادا کړ.
بېره، لوږه او ستړیا یې د دې لامل نه سوله چي د الله جل جلاله لوري ته د خلکو له رابللو لاس پر سر سي.


زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم آن د خلکو د هدایت په لاره کي تر خپلو حقونو او اړتیاوو تېرېدی.


په صحیحینو کي له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چي دوی نجد ته نژدې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای جهاد ته ولاړل، پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر یوې وني لاندي پیاده سو، خپله توره یې د وني پر ښاخ ځوړنده کړله او تر وني لاندي بیده سو، اصحاب رضی الله عنهم هم د نورو ونو سیوري ته تیت او خواره سول، په دې وخت کي یو کس آرام- آرام ځان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورساوه، په داسي حال کي چي هغه مبارک بیده وو، توره یې را واخیستله، له پوښ څخه یې و ایستله او د هغه سر ته ودرېدی، په لوړ ږغ یې وویل: اې محمده! څوک به زما مخه ونیسي "یعني څوک به تا له ما وژغوري!؟" پیغمبر صلی الله علیه وسلم سترګي خلاصي کړې او داسي یو کس یې ولیدی، چي سترګي یې سرې او له توري یې د مرګ بوی ځي او وايي: (څوک به دي له ما وژغوري!؟، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: الله! هغه سړي ټکان وخوړی، توره یې له لاسه ولوېدله او خپله هم پر مځکه غوځار سو.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم ولاړ سو، توره یې پورته کړله او و یې ویل: "څوک به زما مخه ونیسي؟" هغه کس وویل: هېڅوک! (و یې نه ویل چي لات او عزی!)


هيڅوک! غچ مه اخله.


پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: اسلام قبول کړه!


هغه کس وویل: نه! خو ژمنه کوم چي هيڅکله به له تاسره جګړه و نه کړم او نه به له هغي ډلي سره یو ځای سم چي له تاسره جګړه کوي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم بخښنه ورته وکړه او آزار یې ور نه کړ، هغه کس د خپل قوم سردار ؤ، دوی ته یې وویل: زه تر ټولو ښو خلکو سره راځم، په داسي حال کي چي له قوم سره یو ځای یې اسلام قبول کړی وو او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته بيرته راوګرځېدی.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته