تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: روژه کي د معاينې لپاره مني راایستل
 
  August 30, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (  ۱۹۹)

نوم: احمد

د اوسېدو ځای: هندوستان 

سوال : زه هندوستان ته د اولاد د نه پیدا کیدو د مشکل په اساس د تداوی لپاره راغلی یم،د ډاکټرانو له خوا راته ویل سوی دی چی باید خپل سپرم (منی) د الابراتوار لپاره ورکړم، وخت یی د سهار د ۸ بحو څخه د غرمی تر ۳ بجو پوری دی ، او کله چی منی راووځی باید تر نیم ساعت دمخه لابراتوار ته انتقال سی.لکه څنګه چی اوس روژه ده او زه باید  سپرم (منی) معاینه کړم، آیا د سپرم (منی) را ایستل به روژه ماته کړی؟، که داسی ده نو زه باید څه وکړم؟

جواب : ته خپل مني د معايني لپاره څه ډول را باسې؟ که چيري ته دا خپل مني د مټ وهلو په ذريعه را باسې نو په دغه صورت کي پرتاباندي يوه قضاء ددغي روژې ده او  دغه روژه دي ماته سوه، کفاره نسته.  دغه ډول که چيري د منيو را ايستل په ذريعه د ښځي دلاس وهلو څخه وي بياهم روژه فاسده ده، قضاء سته کفاره نسته او که په فکر  وهلو  سره وي بیا نو روژه هم نه ده فاسده،  قضاء هم نسته او که په بله طريقه سره وي نو يې وليکئ راويې ليږئ .(۱)



جواب: مولوي سيد عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): په فتاوی هنديه کي داسي وائي:  و اذا عالج ذکره بيد ا مراته فانزل فسد صومه کذا في السراج الوهاج:  ج١، ص ٢٠٥ مطبع مکة المکرمه. و کذا  اذا انظر الي امراة فانزل او تفکر فامنی لايفسد صومه لا ن فساد الصوم بالجماع عرف نصا والجماع قضاء الشهوة بما سة العضو العضو ولم يوجد وکذا اذا ناکح بيده ولم ينزل وان انزل فعليه القضاء دون الکفارة . فتاوی خانية هامش-  ص ٢٠٨، جلد  ١ عالمګيریة. والله اعلم 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته