تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه خپل ځان کنټرول کولای سو؟
 
  November 2, 2016
  0

ليکنه: دکتور عائض القرني، ژباړن: دکتور شفيق الله امين 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه

انسان ته ډير سخت كار د خپل نفس سره جهاد او ناوړه عادتونه بدلول او په ځاى يې ښه اخلاق، نيك عادتونه او ښه صفتونه پيداكول دې.
 
الله تعالي فرمائې: (وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَاوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ ) د الحشرسورت، ۹اّيت.
هغه څوك چې ځان د بخل څخه وژغورې، هغوۍ بريالې دي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دې: قوي دي ته نه وايې چې پهلوان وي بلكې قوې هغه دي چې دغصې او قهر په وخت كې خپل ځان اداره او قابو كړي.

شاعر وائې: كه سختې نه واي نو ټول خلك به دعزت والا و- وركړه د بي وزلۍ او شجاعت د وژنې احساس پيدا كوي. يعني خلك د سخاوت او شجاعت څخه دبي وزلۍ او مرګ د ويري ډډه كوي .

د انسان هر شخصې سلو ك او اخلاقي وضعيت هرومرو نفسې انګيزه لري، ددې لپاره چې انسان خپل سلوك، اخلاق او كړنې قابو كړې- بايد چې لومړې نفسې انګيزو ته پام واړوې او د سمون كوښښ يې وكړي .

او كه غواړي د ښواخلاقو او نيكو صفاتو څښتن شي نو بايد چې خپلې نفسې غوښتنې او انګيزې اصلاح او د خپلو هدفونو خواته يې وهڅوې، داپه رښتيا يوسخت او دروندكار دې ځكه چې دا خپل نفسي، سلوكې او اخلاقې جوړښتونه بدلول دي، نفس تل د واقعيت د بدلون سره مقابله كوي، او كله چې دا واقعيت دعقيدې، فكراو يا قلبې او بدنې لذت او يامنل شوي عادتونو سره تړاو ولري، نود دې لپاره بايد هغه بنسټونه چې دغه اخلاق، سلوك او عادتونه پري ولاړوي بدل شي .
 
په كوښښ، جهاد، ټينګار او د عقلي قناعتونو په بدلون او پرله پسې كاركولو سره كولاي شو چې د خپل نفس واګې په لاس كې واخلو، اوكوم پلوته چې غواړو هماغسې يې په اسانۍ سره سوق او توجيه كړو .
 
يو عالم وايې: ماخپل نفس د الله خواته سوق كړ او هغه ژړل ان تردي چې اوس هغه خواته په خندا او خوشحالۍ درومې .

په خپل ځان دې خپله داخلې څارنه وګوماره چې د اخلاقو سلوكياتو اوعادتونو څارنه دې وكړي، ( له خپلو ځانونو سره حساب وكړۍ مخكې لدې چې حساب درسره وشي او خپل عملونه وتلۍ مخكې لدې چې هغه وتلل شي)
 
ځينې هغه حالات چې انسان پكې دخپل ځان قابو له لاسه وركوې په لاندې ډول دې:

دانسان لپاره په ژوند كې ډيره ستره ستونزه خپل ځان دقابو نه وتل، په نفسې غوښتنو اوخواهشاتو پسې تلل او عقل دهغوۍ تابع كول دي.
 
زه د دې لپاره څوبيلګې يادول غواړم چې ځان ترې وساتې، اوبياله دې حالاتو سره د مبارزې او مقاومت يادونه كوم :

۱- د كارونو په اجراء كې ځنډ او د خپل وخت نه وروسته كول، راحت، سكون او بي كارې ښه ګڼل.
 
۲- هر كار ته دا قدام په وخت كې د شك او تردد په نظر كتل، ترڅو چې برياليتوب يقيني نه وي كارته د ناكامۍ د ويري اقدام نه كول.
 
۳- نيوكه نه منل، په كوچنۍ خبره اوكار غصه كول، كله چې په غصه شي هرڅه ورانول دهيچا مراعات نه كول او دهيڅ ډول زيان پروا نه لرل.
 
۴- دكار په وخت كې عصبي نا ارامي او ښه پاملرنه نه لرل.
 
۵- په ځان كار زياتول چې دبې انډولۍ، خفګان او ګډوډۍ سبب ګرځيږي.
 
۶- په خپل ځان دهيڅ ډول كاركولو باورنه لرل.
 
۷- دستړيا او زړه تنګۍ په سبب كار ترپايه نه رسول .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته