تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زیارت ته تلل د قران او سنت له نظره
 
  February 21, 2013
  0

 

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (١٠٢)

 نوم: ميرويس نجيبي 

سوال : زيارتونو ته تلل او دعاء کول د قران او سنت په رڼا کي څه حکم لري ؟
 
جواب :  

 

حامداً و مصلياً


زیارت ته تلل او دعا ورته کول جواز لري بلکي سنت طریقه ده، په مسنونه طريقه زيارت کول يعني مړى ته سلام اچول ، هلته د ځان او مړي لپاره د الله جل جلاله څخه بخښنه غوښتل او دعا ورته کول او هم د مړى دحالت څخه عبرت اخيستل مستحب طريقه ده .

عائيشه رضي الله تعالى عنها فرمائي: کله چي به دنبى کريم صلى الله عليه وسلم زما سره شپه وه نو د شپې په آخر کي به رسول الله صلى الله عليه وسلم و جنت البقيع ته ورغلی او دعا به يې ورته وکړل .(١).

  جواب : مولوي عبدالسلام  
الجواب صحيح :مولوى محمد عمر خطابي، عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عَنْ عَائِشَةَ أَنَّهَا قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم كُلَّمَا كَانَ لَيْلَتُهَا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَخْرُجُ مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ إِلَى الْبَقِيعِ فَيَقُولُ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ وَأَتَاكُمْ مَا تُوعَدُونَ غَدًا مُؤَجَّلُونَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لاَحِقُونَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لأَهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ .مسلم ، ج۵ ،  ص۱۰۱ باب مَا يُقَالُ عِنْدَ دُخُولِ الْقُبُورِ وَالدُّعَاءِ لأَهْلِهَا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته