تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې اصول
 
  October 12, 2014
  0

استاذ ته په کارده چي خپلو شاګردانو ته دمطالعې اصول وښيي او شاګردان ددغه اصولو مطابق خپلي مطالعې ته دوام ورکړي . دمطالعې لپاره زيات شمېر اصول سته چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

۱: مطالعه بايد په ارامو مغزو باندي ترسره سي يعني داچي کچيري دماغ ستړى وي ، يا لوستونکى دروحي فشار سره مخ وي بايد مطالعه ترسره نسي چي کومه ګټه نه لري.

۲: مطالعه بايد په داسي وخت کي ترسره سي چي لوستونکى ډېر وږى نه وي او نه به په داسي وخت کي مطالعه کوي چي خوراک يې زيات کړى وي يعني ډېر موړ وي.

۳: کله چي مطالعه کوي نو کافي رڼا به وي په تاريک ځاى کي به مطالعه نه کوي. او نه به داسي ځاى مطالعه کوي چي هلته داسي مصنوعي رڼا وي چي سترګي پر بريښي.

۴: داسي ځاى به مطالعه نه کوي چي هلته ږغونه وي او دلوستونکي فکر ور اوړي.

۵: داسي ځاى به مطالعه کوي چي هلته دتګ راتګ لاره نه وي يعني پر داسي ځاى به مطالعه نه کوي چي هلته عبور او مرور وي.

۶: دډيري خوشالۍ پرمهال به مطالعه نه کوي ځکه چي فکر نورمال نه وي.

۷: دغم او خفګان په حالت کي به مطالعه نه کوي.

۸: په داسي ځاى کي به مطالعه نه کوي چي هلته ډېر يخ وي او لوستونکى يخ نا ارامه کوي.

۹: داسي ځاى به مطالعه نه کوي چي هلته ګرمي لوستونکى نارامه کوي.

۱۰: د داسي شي مطالعه به نه کوي چي لوستونکى په هغه نه پوهيږي.

۱۱: پر داسي مهال به مطالعه نه کوي چي دلوستونکي په يوشي کي فکر بند وي.

۱۲: دويري په حالت کي به مطالعه نه کوي.

۱۳: دداسي شي مطالعه به کوي چي دى مينه اوعلاقه ورسره لري او يااړتيا ورته لري.

۱۴: کله چي دکتاب مطالعه کوي نو کتاب به ډېر سترګو ته نژدې نه نيسي او نه به يې ليري نيسي. 
 


۱۵: بلکي په داسي ډول به يې نيسي چي سترګي يې په هوسايۍ سره ويني.
 

 
استاذ ته په کارده چي پورتني اصول شاګردانو ته ورزده کړي او بيا يې په عملي کولو سره وګوماري که يو لوستونکى پورتني اصول په پام کي ونيسي نو ديوې خوا به يې په اسانۍ سره مطالعه کړې وي او دبله پلوه دکوم شي مطالعه چي وکړي لوستل سوي مضامين به يې په ذهن کي ناست وي ځکه زيات شمېر خلګ شکايت کوي چي زه ماښام يو شي مطالعه کړم سهار مي بېرته هير وي که يو لوستونکى پورتني اصول په نظر کي ونيسي نو ددغه ستونزي حل به يې هم ترلاسه کړى وي.

ماخذ: ښوونه چي ورزده کړو.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته