تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پور په زکات کي ورکول او بیرته اداء
 
  April 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۷۰۱)

نوم: صفت الله
         
سوال : که چيري د یوسړي پر یو چا پور(قرض) باندي وي او هغه پوروړي دزکات مستحق وي او پور ورکوونکي و خپل پوروړي ته د زکات پیسې ور کړي او بیا ورته ووایي چي هغه زما پور اوس راکړه نوایا پوروړي هم هغه پیسې چي دده څخه يې په زکات کي قبولي کړیدي ورته ورکولاي سي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

کوم صورت چي تاسو بيان کړى دى، دا بلکل صحيح دى، کوم چا چي پيسې په ذکات کي ورکړي دي د هغه ذکات ادا سو، او کوم کس چي هغه پیسې يې بيرته ورکړي د هغه پور او  ذمه اداء سول، په اختلاف د سبب سره عين شى هم بدليږي(٢).

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان.



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): هُوَ لَهَا صَدَقَةٌ وَلَنَا هَدِيَّةٌ. رواه البخاري
(١): وحيلة الجواز أن يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأخذها عن دينه... الخ. الدر المختار: ج٢، ص١٣. طبع رشيديه.
(٢): لِأَنَّ اخْتِلَافَ أَسْبَابِ الْمِلْكِ كَاخْتِلَافِ الْأَعْيَانِ ، أَلَا تَرَى أَنَّ بَرِيرَةَ كَانَ يُتَصَدَّقُ عَلَيْهَا وَهِيَ تُهْدِيهِ إلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ :{هُوَ لَهَا صَدَقَةٌ وَلَنَا هَدِيَّةٌ }...فَدَلَّ أَنْ تَبَدُّلَ سَبَبِ الْمِلْكِ كَتَبَدُّلِ الْعَيْنِ. المبسوط للسرخسي: ج٩، ص١٦٦. طبع مکتبه تجارية.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته