تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د زکات مستحق کسان څوک دي؟
 
  August 7, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۵۹)

نوم: عبدالستار

د اوسېدو ځاى: ( پيښور پاکستان)

سوال: د زکاة مستحق څودى په پوره وضاحت سره ئې راته معلومات راکړئ، او يو کس چي تا وکيل کړي چي ته ماته د زکاة مستحق را معرفي کړه نو ترڅومره حده پوري يو سړى بايد تفتيش او تجسس وکړي چي ورکوونکى د زکوة مستحقين پيدا کړي؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 د زکاة متسحقين الله جل جلاله پخپل کتاب کي اته ډلي بيان کړي دي، د يوې ډلي نوم چي مولفة القلوب دی حکم منسوح سوى دى، پاته اوه ډلي دادي: فقير، مسکين، دزکاتو ټولونکى، مکاتب مريى، پوره وړى، غازيان، مسافر چي د سفر په وطن کي ئې پيسې خلاصي  سي، دومره اندازه تفتيش لازم دى چي دده دا ګمان سي چي دا سړى مستحق دزکات که څه هم په حقيقت کي مستحق نه وي، دى زکات ورکړي په ګماني د مستحق زکات ئې صحيح دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ. سورت التوبة: ۶۰. 

(٢): ولأن الوقوف على هذه الأشياء بالاجتهاد دون القطع فيبتنى الأمر فيها على ما يقع عنده كما إذا اشتبهت عليه القبلة.

(٣):قال أبو حنيفة ومحمد رحمهما الله إذا دفع الزكاة إلى رجل يظنه فقيرا ثم بان أنه غني أو هاشمي أو كافر أو دفع في ظلمة فبان أنه أبوه أو ابنه فلا إعادة عليه. الهداية: ج١، ص١٨٩. باب من يجوز دفع الصدقات اليه.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته