تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غربي نړۍ پانګوال نظام!
  غرب
  March 14, 2015
  0
لیکنه: خالد عمر
 
په غرب كي تر انسان ثروت او دولت ته ارزښت وركړى شوى، انسان او كرامت ئې د شتمنو د گټو قرباني شوى، نن د غربي هېوادو نوي سلنه (۹۰٪) شتمني د لس سلني (۱۰٪) شتمنو په واك كي دي، د امريكا ټولي خبري او تصويري رسنۍ د شپږو لويو شركتونو په لاس كي دي، څوك چي په غرب كي د سياسي او اقتصادي آزادۍ او عدالت خبره كوي يا ډېر ناپوه دئ او د آزادۍ او عدالت په حقيقي معنى نه پوهېږي او د غربي ټولني له اجتماعي، اقتصادي او سياسي جوړښت او تاريخ خبر نه دي،  او يا سرسپارلي اجير مبلغين دي چي د استخباراتي شبكو له لوري گمارل شوي.
 
راشئ د قرآن دې آيت ته ځير شو او وگورو چي د دغو مطالبو په اړه څه وايي:
 
مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ. الحشر: ۷
 د ایت شریف مفهوم: د دغو كليو د استوگنو كوم څه چي الله پر خپل پيغمبر لورولي نو دا د الله، د پيغمبر، د خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او د مسافرانو دي، دا د دې لپاره چي هغه ستاسو د غنيانو تر منځ لاس په لاس نه شي، پيغمبر چي تاسو ته څه دركړي هغه واخلئ او له څه ئې چي منع كړئ له هغه ډډه وكړئ او له الله ووېرېږئ، يقيناً چي الله شديد العقاب دئ. 
 
دلته د اسلام د اقتصادي نظام يو بنسټيز او اساسي اصل زموږ مخي ته ځلېږي، وايي: فىء ځكه غنيمت نه گڼل كېږي او بايد په حاجتمنو ووېښل شي چي شتمني د غنيانو تر منځ لاس په لاس نشي، يعني مال او دولت د څو شتمنو او غنيانو په لاس كي محصور او محدود نشي بلكي په پراخه پيمانه ووېشل شي او د څو كسانو په لاس كي د شتمنيو له تمركز مخنيوى وشي، دا اصل كه له يوې خوا موږ ته لارښوونه كوي چي د غنيمت او فىء د وېش قوانين د دې لپاره وضع شوي چي د مفتوحه سيمو ځمكي، مالونه، وسائل او نوري شتمنۍ يوازي د هغو لاس ته ورنشي چي وسله لري او په فتوحاتو كي ئې برخه اخيستې، بلكي د حاجتمنو اړتياوو ته په پام سره په ضروري مواردو كي وكارول شي، له بلي خوا موږ ته وايي چي د اغنياوو په لاس كي د شتمنيو تمركز هغه څه دي چي الله تعالى ئې نه خوښوي او دا بايد د اسلامي نظام د مهمو اهدافو په ضمن كي وي چي د شتمنيو وېش عادلانه وي او د اغنياوو په واك كي د هغوى له تمركز مخنيوى وشي، داسي نه لكه اوسنى غربي پانگوال نظام چي په هغه كي غني ورځ تر بلي لازيات غني كېږي او فقير لازيات فقير كېږي.
 
 
دا نن په امريكا كي پانگوال نظام په دې منتج شوى چي د متحده ايالاتو نوي سلنه (۹۰٪) شتمني د څو شتمنو په واك كي ده، كه پر امريكا باندي داسي قهرجن او ځواكمن پوليسي نظام حاكم نه وي چي هر پاڅون ئې په شدت او قهر سره ځپلى نو ډېر پخوا به دا نظام ړنگ شوى وو، دا نږدې دوهم كال دئ چي په امريكا كي د دې نظام په ضد تر دې نامه لاندي پاڅون پيل شوى چي (وال سټريټ محاصره كړئ)، والسټريټ د امريكايي پانگوال نظام د ملا تير دئ، كه امريكا د وسلو د خرڅلاو بازارونه له لاسه وركړي، كه ډالر په جهاني تجارتي تبادلاتو كي خپل ځاى نورو اسعارو ته پرېږدي او اوسنى اعتبار ئې له منځه ولاړ شي، كه امريكا په خپلو مستعمراتو كي خپل ماركيټونه له لاسه وركړي، نو امريكا به نه يوازي خپل اوسنى حالت د لنډي مودې لپاره ونشي ساتلى بلكي ډېر ژر به د شوروي اتحاد په برخليك اخته شي. 
 
اسلام دې هدف ته د رسېدو لپاره چي شتمني د اغنياوو تر منځ لاس په لاس نه شي، ځانگړې جامع او اغېزمنه تگلاره غوره كړې، سود او احتكار ئې حرام كړي چي دا دواړه د پانگوال نظام دوه اساسي بنسټونه دي، د ميراث داسي قانون ئې وضع كړى چي د هر شتمن له وفات وروسته د هغه شتمني د ډېرو تر منځ ووېشل شي، زكات ئې فرض كړى، صدقات او كفارې ئې لازم كړې، اغنياوو ته وايي: ستاسو په مالونو كي د مسكينانو يو ثابت حق دئ چي بايد اداء ئې كړئ، حكومت په دې گماري چي د نېستمنو متكفل وي او د دولت له بيت المال د دوى حاجتونه رفع كړي.
 
 سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أشهد أن لاَ إِلٰهَ إِلاَّ أَنْتَأَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ
 

سرته