تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مفاوضه یا مساوي شراکت
 
  April 9, 2015
  0

 شَرِکَةُ المُفَاوَضَة

 

په شَرِکَةُ الاَموَال يعني مالي شراکت کي که شريکان هر يو خپله ټوله مايه په شراکت کي شامله کړي او د ټولو شريکانو مايې يو د بل سره برابري وي ، همدا ډول په ګټه او تصرف کي هم ټول شريکان په مساوي او برابر ډول ونډي او مسؤليتونه ولري د هغوى دا مالي شراکت د شَرِکَةُ المُفَاوَضَة په نامه ياديږي ، ځکه پدې شراکت کي هر شريک بل ته د شراکت ټول کارونه سپاري .

د مفاوضې حکم
په شَرِکَةُ المُفَاوَضَة کي هر شريک د بل شريک هم وكَيْل او هم کفيل ګرځي ، لهذا د مفاوضې شراکت د هغو کسانو تر منځ کېدلاى سي چي د وکالت او کفالت اهليت او وړتيا ولري .
 
د مفاوضې شراکت د هغو کسانو ترمنځ نسې کېدلاى چي د يوه مايه ډېره د بل دا لږ وي يا د يوه د ګټي ونډه زياته او د بل دا لږ وي .

همدا ډول د مفاوضې شراکت د هغو کسانو ترمنځ هم نسې کېدلاى چي په يو خاص نوع تجارت کي شريکان سي خو د دې تر څنګ هر يو ځان ته بل تجارت هم کوي ، ځکه په هر شراکت کي که د شريکانو مايې ، واک او مسؤليتونه ، د ګټي ونډي په برابر ډول نه وي بلکي د يوه دا زيات د بل دا کم وي هغه بيا د شَرِکَةُ العَنَان په نامه ياديږي . 

د شَرِکَةُ المُفَاوَضَة و شرائطو ته چي وکتل سي وجود يې ډېر ګران او بيخي نادر ښکاري ، ځکه نو د شَرِکَةُ المُفَاوَضَة بحث پر همدې ځاى پاى ته رسوو او د شَرِکَةُ العَنَان په تفصيلي بيان پيل کوو ځکه چي په عام ډول چي خلک مالي ، کاري يا اعتباري شراکتونه کوي هغه ټول د شَرِکَةُ العَنَان په ډول دي .

ورپسې لیکنه: شرکة العنان
 
--------------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته