تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه اخلاق!
  تعلیم الاسلام
  April 18, 2015
  0

  استاد المهندس نورالله خان احمدزی

 

قرآن کریم کې له خلکو سره د نیک سلوک په اړه راغلي چې وَقُوْلُوْا لِنّاسِ حُسْنا ـ
خلکو سره په ښې طریقې سره خبرې کوئ ـ څرنګه چې اخلاق د دنيا او آخرت د فلاح او کاميابۍ وسيله ده نو چا ته چې الله (جل جلا له)  دغه ستر نعمت ورکړی وي ښه او که نه وي هغه دې د خپل ځان عيبونو ته متوجه شي او د هغه د علاج او اصلاح کوښښ دې وکړي .
 
يقول تعالى : قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا ( الشمس/9 )
يعنې : بې شکه هغه څوک بريالی شو چې نفس يې پاک کړ (ځان يې اصلاح کړ ) .
 
یوځل حضور صلی الله علیه وسلم په لار روان و، یو صحابي سره د حضور صلی الله علیه وسلم کتنه وشوه دغه صحابي ورته دوه مسواکه ورکړل او هغه مبارک هم په خوښي سره قبول کړل، یو په هغو کې بلکل سیده او بل لږ کوږ وه ـ نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه سیده یو ملګري ته ورکړ او کوږ  یې ځان سره وساته ـ ښه اخلاق د سعادت او بد اخلاق د بدبختي ذریعه ده.
 
په حدیث شریف کې راغلي چې د ښو اخلاقو خاوند ته د روژه نیونکو او تهجد کوونکي درجه ورکول کیږي ـ 
 
حدیث شریف کې راغلي چې د قیامت په ورځ به ماته هغه کس ډېر نږدي وي چې اخلاق یې ښه وي ـ 
 
یو بل حدیث کې راغلي چې د قیامت په ورځ په عملنامه کې تر ټولو دروند شی نیک اخلاق به وي ـ
 
دارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ ( رواه البخاري في الأدب المفرد-273)
(يقيناً چې زه د اخلاق د تکميل د پاره استول شوی يم ) .
 
بل ځای فرمایي: وعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ ؟ فَقَالَ : تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ ( رواه الترمذي – 2004)
 
(او همدارنګه ابې هريرة رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخليږي ؟ ويې فرمايل : د الله نه وېرېدونکي او د ښو اخلاقو څښتنان) .
 
او فرمايي : اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ (ابوداود)
(مومن بنده د خپلو ښواخلاقو په ذريعه د (نفلي ) روژه نيونکي ،عبادت کونکی درجه حاصلولی شي) .
 
همدارنګه فرمايي : مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبد المُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).
 
(د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی اوبی حياء خبرې کونکی بد ګڼي) .
 
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( العلم بالتعلم والحلم بالتحلم ومن يتحر الخير يعطه …) رواه الخطيب وغيره من حديث أبي الدرداء.
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : علم په تعلم سره زياتيږي ، نرم خويي  په بردبارۍ او حوصېلې سره ، څوک چې د خير په کوښښ کې وي ( الله به ) خير ورکړي .
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم  به داسې دعا کوله : ( الَّلهُمَّ حَسَّنتَ خَلْقِي فَحَسِّن خُلُقِي ) رواه ابن حبان في صحيحه (3/239)
 
 
د الله جل جلا له  سره حسن خلق دري ارکان لري:
 
  • اول  د الله تعالی د اخبارو تصديق کول
  • دوهم  د هغه د احکامو تنفيذ او تطبيق
  • دریم د هغه په ابتلاء باندې صبر او خوښي اختيارول 
 
او د مخلوق سره حسن خلق کول دری ارکان لري:
 
o اول  خلکو ته ضرر نه روسول
o دوهم عفوه او بخښنه
o دریم  پراخه تندی یعنې د بل کس د مخامخ کيدو په وخت کې خوشحاله څهره  یا خوشحاله مخ ګرځېدل او پاتې کېدل.
 
حضرت سیّده عائشه رضی الله عنها فرمایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن وه ـ د انسان د ښو اخلاقو څرګندونه هغه وخت کیږي چې هغه له ناتوانه سره معامله ولري او هغه سره د ښو اخلاقو څرګندونه وکړي ـ هو ډېر داسې خلک دي چې خپل ځان څخه پورته سره خبرې کوي نو ډېره عاجزي او نرمي ښیي په زړه نا زړه ورسره لګیاوي ـ دې لپاره د خپل ځان یا لاس لاندې خلکو سره معامله کولو وخت کې له ښو اخلاقو څخه کار واخلئ او تل د ښو اخلاقو څخه ځان مه محروموئ، د ښو اخلاقو لمن تل ونیسئ تر څو بریالي شئ.
 
 د رياض یو عالم شيخ محمد صالح المنجد د كتاب “إحياء علوم الدين” للغزالي (3/62-98) په حواله داسې ليکي :
 
ښه اخلاق څلور ارکان لري کله چې دغه څلور ارکان سم او متناسب شي نو حسن خلق منځته راځي  او دغه ارکان دا دي :
 
د علم قوه
د غضب قوه
د شهوت قوه
او د عدل قوه په منځ  د دريو قوو کې 
 
هغه چې د علم قوه ده ددې په وسيله د ښو او بدو تر منځ د فرق ادراک کيږي لکه : 
 
په اقوالو کې د فرق ادراک په منځ د رښتيا او دروغو کې ،
فرق په منځ د حق او باطل په عقائدو کې
 فرق په منځ د ښو او بدو خبرو کې، 
 
نو کله چې دغه قوه اصلاح شوه ثمره يې حکمت دی او حکمت د ښو اخلاقو رأس بلل کيږي .
 
او د غضب قوه بيا د حکمت په قبضه کې راځي او د شهوت قوه بيا د عقل او شرع په قبضه کې وي او د عدل قوه په شهوت او غضب کې پوښل شوې وي چې د عقل او شرع په اشاره عمل کوي .
 
معلومه شوه چې عقل په مثال د معلم دی او د عدل قوه په مثال د تلې ده چې د ښو او بدو تر منځ فرق کوي او غضب بيا مأمور دی په اشارې سره ، په هر چا کې چې دا خصلتونه پيدا شول د هغه څخه ښه اخلاق صادريږي .
 
په دې اړه د حضرت عمر رضي الله عنه یو لنډ قول درته لیکم
 
 د دین اهمیت د حضرت عمر رضی الله عنه په نظر کې
 
دحضرت عمر رضی الله عنه یو حکیمانه او مدبرانه فرمان دی ، هغه فرمایي: 
 
تاسو (اسلام څخه وړاندې) په دنیا کې تر ټولو ډېر ذلیل او ډېر سپک او پاتې وی، الله تعالی تاسو ته د اسلام په ذریعه عزت در وباښه، نو څوک چې بغیر د الله څخه د عزت حاصلولو هڅه کوي نو هغه به ذلیل کیږي ـ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته