تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډاروین غلطه شیطاني نظریه!
 
  April 29, 2015
  1

 ايا د ډاروين نظريه د قرآنکريم سره په ټکر کي ده ؟


کوم اياتونه او حديثونه چي وړاندي بيان سوه په څرګند ډول سره دډاروين نظريه باطلوي او ددغه نظريې بطلان په ښکاره ځني معلوميږي . ډاروين په دې آند و  چي دانسانانو اصل او ريښه آدم علیه السلام  نه دئ بلکي انسانان دنورو سلولونو څخه او ديوه بل اصل څخه رامنځته سوي دي چي دآدم علیه السلام  سره توپيرلري . ډاروين په دې آند دئ چي دانسان ژوند لومړى دهغه باکتريا څخه چينه اخلي چي داوبو پرسطحه باندي پيدا سوه ، په تدريجي ډول سره دغه باکتريا په حيوان سره واوښته ، بيا چنګوښه ځني جوړه سوه ، بيا کوچنى ماهى ځني جوړ سو ورپسې ددغه ماهي څخه بيزو جوړه سوه ، بيا دغه بيزو ترقي وکړه ددې دترقۍ په پايله کي انسان رامنځته سو، په همدې اساس دډاروين له آنده انسان مترقي بيزو ده ، دى زياتوي دغه بيزودکاميابۍ ، ترقۍ او هوښيارۍ په نتيجه کي تغير وکړ،په پايله کي ديوې غبي بيزو په بدل کي هوښيار انسان رامنځته سو. ډاروين زموږ نسبت وحيوان ته کوي ، زموږ عشيره چنګوښي او موږکان بولي ، همدا ډول زموږ نېکه بيزو بولي ځکه بيزو دانسان سره زيات مشابهت لري . همدا دډاروين نظريه ده چي د(نشو او تطور) په نامه نومول سوې ده . دغه نظريه دقرآن ، حديث او ټولو اسماني کتابونو سره په ټکر کي ده ځکه ټول اسماني کتابونه په دې آند دي چي دانسانانولومړى بابا حضرت آدم علیه السلام  وو او ټول انسانان هم دده علیه السلام  څخه پيدا سوي دي.

یو سوال
 
ښايي دډاروين دغه بې بنسټه او بې عقله نظريه ده او دده پيروانو ته چي پر دغه نظريه باندي باور لري ــ خوښه وي او يوازي دوى به بيزوګاني وي خو ټول انسانان بيزوګان نه دي بلکي ټول انسانان دآدم  علیه السلام  زامن دي .
 
تاسو خپله قضاوت وکړئ اياداسي څوک به وي چي په دې راضي سي چي موږ دي بيزوګان او يانور ډولونه حيوانان سو؟ اوداسي څوک به وي چي دآدم علیه السلام  په پلار والي دي شرميږي او دحيوان په پلار والي دي نه شرميږي؟ 

هيڅکله نه ،څوک داسي نه کوي مګر هغه ډاروينى ، بې عقل او بې پوهي انسان ښايي پورتنۍ خبره قبوله کړي. څنګه به انسان دبيزو دجنس څخه سي حال داچي الله جل جلاله  انسان ترنورو ډولونو مخلوقاتو بهتر او مکرم ګرځولى دئ لکه الله جل جلاله  چي فرمايي:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. سورة اسرآء الاية ٧٠
 
ژباړه : بېشکه موږ دادم زامن مکرم ګرځولي دي په وچه او لنده کي مو اوسولي دي ، دپاکو شيانو څخه مو رزق ورکړى دئ او پرډېرو مخلوقاتو باندي مو بهتري ورکړې ده په بهترۍ سره.
همدا ډول الله جل جلاله  فرمايي :
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ. سورة تين الاية (٣)

ژباړه : بېشکه موږ انسان په ډېرښه جوړښت کي پيدا کړى دئ.

ايا دغه الهي تکريم دئ چي انسانان دبيزو دنسب څخه سي ؟ او که دا الهي عزت او تفضيل دئ چي دانسانانو نسب دي ګوريلا ، بيزو او داسي نورو حيوانانو ته وسي؟

که فرضا موږ دډاروين پلويانو ته ووايو : اې دبيرزو زامنو! ، اې دخنزيز زامنو ! دوى به خوابدي نه سي؟ ايا دوى به پرموږ باندي په غصه نسي؟؟

(ربي ان الهدي هداک وآياتک حق تهدي بها من تشاء)

ژباړه : اې زما ربه ! حق هدايت ،ستا هدايت دئ ، ستا نښاني حق دي هدايت هغه چاته په کوي چي ستا خوښه سي.
 
که دډاروين دغه نظريه صحيح وي نو نور بيزوګان ولي مترقي سوي نه دي سره ددې چي تمدن هغه حالت ته رسېدلى دئ چي بيخي سره خوټيږي ددغه تمدن څخه دا نوري بيزوګاني ولي متمدني سوي نه دي؟

د علمي اړخه د ډاروين د نظريې غلطي

ډاکټر حليم عطيه خپل ښايښته اوبليغ کتاب کي د(تصدع مذهب داروين والاثبات العلمي لعقيدة الخلق) ترعنوان لاندي  ليکلي او تاليف کړى دئ.

نوموړي عالم د ډاروين مذهب ريښه ايستونکى ښودلى دئ او دنشو اوتطور نظريه يې باطله ثابته کړې ده موږ يې دلته دده دکتاب ځني برخي را اخلو ترڅو هغه خلګو ته عبرت سي چي زړونه يې حق پيژني او حق ته غوږ ږدي.

نوموړى عالم ليکي : څنګه به داممکنه وي چي حيوان چي دکمزوري صورت لرونکى او دکم فکر لرونکى دئ دداسي زورورو حيوانانو په څنګ کي دي ژوند وکړي لکه زمرى ، فيل ، پړانګ ، کوږ او داسي نور غښتلى حيوانان ؟ که کوم شي دډاروين له نظره دتطور او ترقۍ په نتيجه کي په وجود راغلى وي نو اړينه ده چي معاصري بيزوګاني دي هم تطور وکړي او دپخوانيو بيزوګانو په څېر دي ارتقاء وکړي ، تربيزو کېدو وروسته دي متمدني سي بيا دي په انساني شکل واوړي ، دنني عصر بيزوګاني دي هم دغه مرحلې طى کړي لکه هغه پخوانيو بيزوګانو چي طى کړي وې. ايا دډاروين له نظره داممکنه ده چي دوخت په تېرېدو سره دي کيکه چي کوچنى حيوان دئ په فيل واوړي ؟ او يادي مېږى دوخت په تېرېدو سره په پسه واوړي؟ يادي غوماشه دوخت په تېرېدو او ترقۍ سره په زمرى واوړي؟

د ډاروين د نظريې حقيقي غرض

داموضوع پاته وه بايد په پوه سو هغه داچي دډاروين نظريه خورا زياتي عميقي ريښې لري او ژور هدف پکښي پروت دئ ، دده هدف دادئ چي دى اصلاً ددې عالَم دخالق څخه منکر دئ ځکه ډاروين ديهودي دين معتقد دئ داسي خبيثه عقيده لري چي دا عالَم جوړونکى نه لري داهم طبيعت دئ چي داعالَم يې پيدا کړى دئ او انسان يې پيداکړى دئ، بناءً ډاروين ملحد او دهري دئ ، دټولو اسماني دينونو څخه منکر دئ آن تردې چي يهوديت دين چي دده نسبت ورته کيږي دهغه څخه هم منکردئ، داسماني دينونو ټولو ارزښتونو ته عقيده نه لري. دادتعجب ځاى نه دئ چي ډاروين داسي فاحشي اوغلطي خبري نشر کړي دي ځکه په هره زمانه کي که اوس وي او که پخواوه هر الحاد چي رامنځته سوى دئ او هر هغه ناوړه مفکوره چي رامنځته سوې ده دهغه ترشا ديهودو لاس وي ، ډاروين هم يهودى وو، دمثال په ډول (کارل مارکس) چي دکمونيستي مفکوري بنسټ ايښودونکى دئ هم يهودي الاصل وو، همدا ډول (فرويداباحي) فاسق هم ديهوديت ريښې درلودې، دغه خبيثان دابليس شاګردان دي ، ددجال همکاران دي ، دشرعي دينونو په نړولو کي يو دبل سره همکارۍ کوي. شپه اوورځ په دې بوخت دي چي داباحت او الحاد لپاره کار وکړي، دالله جل جلاله  قول ريشتيا دئ چي فرمايي :
 
وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ. (سورة مائدة الاية ٦٤)
ژباړه : دغه يهود په مځکه کي دفساد لپاره کوشش کوي او الله جل جلاله  فساد کونکي نه خوښوي.

د ډاروين د نظريې په وجه د ځينو روڼ آندو تېروتل

ښايي ځيني روڼ آندي چي ژور علم نه لري يوازي سطحي او ظاهري پوهه لري دغه نظريه به يې مطالعه کړې وي او دفلسفې په ظاهري ښکلا به ته تېروتلي وي ــ په دغه نظريه به دوکه سوي وي ، پدې فکر چي دانظريه مشهوره او په نړۍ کي قبوله سوې نظريه ده ، مناقشې او مجادلې ته اړتيا هم نه لري ــ دغه روڼ اندو به قبوله کړې وي او په تېروتلي به وي.

دغه روڼ آندي دده نظريه رانقلوي بس يوازي ده ته يې حواله کوي دنورو دلائلو څخه ځان خلاصوي حال داچي دغه نظريه محضي فرضيات او وهميات دي کومه علمي اوثبوتي پايه نه لري چي صحت يې يقيني کړي ، له دې امله دغه نظريې شهرت نه دئ موندلى چي دمنطق او استدلال له مخي پياوړې نظريه نه ده ځکه شهرت ديوشي پرصحت باندي دليل نه سي کېدلاى ځکه موږ وينو چي شيطان هم په درسته نړۍ کي خورا زيات شهرت لري آن تردې چي په ټول نړۍ کي هيڅ داسي انسان نسته چي شيطان لعين دي نه پيژني ، دشيطان دغه شهرت نو په دې معنا دئ چي شيطان حق دئ؟ 

او دده تګ لاره اونظريې صحيح دي؟ دغه تېروتلو روڼ آندو ته دغربيانو له نظرياتو وايم چي زياتو لويديځ والو علماؤ دغه بې عقله نظريه بيان کړې ده او په زياتو قوي او قناعت ورکونکو  دلائلو سره يې باطله کړې ده . ددې نظريې په اړه مشهورترين کتابونه يو (العلم يدعو للايمان) کتاب دئ او دوهم (الله يتجلي في العلم) کتاب دئ لومړى کتاب د(کريس موريسون) تاليف دئ چي د امريکا دعلمي انجمن رئيس دئ او دوهم کتاب چي په عربي باندي ژباړل سوى دئ ديو امريکائي ليکوال تاليف دئ چي په امريکا کي دطبيعت د متخصصينو دلوړو علماؤ څخه دئ ددغو دوو کتابونو هدف ددې ستر عالَم دخالق دشتون ثبوت دئ په دې کتابونو کي داثابته سوې ده چي دابې ساري کهکشان يوخالق او پيداکونکى لري خپله منځته نه دئ راغلئ همدا ډول په دې کتابو کي دتطور اونشو دنظريې رد چي دډاروين نظريه ده يعني ددغه خبيث نظريه يې په ډېرو محکمو دلائلو باندي رد کړې ده ددغه دلائلو دشنني لپاره دتکړه ليکوال (سيد محمد احمد باشميل) کتاب غوره او معاصر کتاب دئ چي د (الاسلام ونظريه داروين) ترعنوان لاندي چاپ سوى او خپور سوى دئ که دغه کتاب ته مراجعه وسي ډېر به ښه وي ، په دغه کتاب کي دختيځ والو علماؤ زيات دلائل راوړل سوي دي او دغه ټول دلائل ددغه فاسدي نظريې لپاره راټول سوي دي.

دبله پلوه څخه موږ وايو چي موږ مسلمانان يو هغه شيان چي په قرآن کي راوړل سوي دي ټول صحيح  او يقيني  دي ، کوم شى چي دقرآن سره مخالف وي هغه مردود او دمنلو وړ نه دئ ، امکان نه لري چي داسي شى دي مسلمانانو لخوا ومنل سي چي دقرآن سره مخالف وي ، که څه هم ددغه شي دثبوت لپاره ډېره پياوړې پايه هم ولري ، بناءً دغه بې عقله نظريه به څنګه مسلمانان ومني چي په هيڅ ډول قوي او مستند دليل سره ثابته نه ده.
 
 

د استاذ نجار ښکلى نظر

غوره خبره ده چي داستاذ عبدالوهاب نجار نظر رانقل کړو چي په خپل کتاب (قصص الانبياء) کي يې ليکلى دئ.
 
استاذ نجار په خپل کتاب کي دځينو الماني علماؤ هغه نظرونه رانقل کړي دي چي دډاروين دنظريې دماتي لپاره دي ددغه نظرونو خلاصه داد: بيزو شاته تللې او رټل سوى انسان دئ نه دا چي انسان مترقي بيزو ده دا يوه داسي نظري مسئله ده چي پرميز باندي بايد استدلال او بحث پر وسي خو د ډاروين دنظر لپاره هيڅ دليل نسته .

نوموړي زياتوي : که فرضاً طبيعت پر دې نړۍ باندي په قهر سي او دغه مځکه په ډېره بې رحمۍ ، سختو تکانونو او زلزلو سره ګډه وډه کړي ددې مځکي ټولي ودانۍ ، ماڼۍ اوابادۍ دخاورو سره خاوري کړې ،مځکه هغه حالت ته ورسوي چي دانسان ترپيدايښت وړاندي وه يعني ټولي مځکي شاړي سي د ودانۍ هيڅ نښه نه ترسترګو کيږي په دې حالت کي په ګوريلا يا دبيزو په نورو ډولونو کي ددې توانايي سته چي مځکه داسي ودانه کړي لکه اوس چي ودانه ده ؟ 

په مځکه دي داسي کاشفين او مصلحين پيدا کړي لکه اوس چي سته ؟ ددوى له جنس څخه دي داسي کسان راپورته سي لکه سقراط ، افلاطون او داسي نور؟ ايا داممکنه ده چي ددوى دجنس څخه داسي کسان راپورته سي چي مځکه رسم کړي ، هندسي آلات دي جوړ کړي ، راديو ، کښتۍ ، طياره او  ډول ، ډول عجيب شيان دي جوړکړي؟

زه هر وخت پوهيږم او يقين لرم چي دبيزګانو لپاره دا کار محال دئ ، په قطعي او يقيني ډول سره وايم چي بيزو به دخپل عمر په اوږدو کي چي هر څومره وخت پاته سي يوازي
به بيزو زيږوي بل هيڅ ډول ترقي نسي کولاى.
 
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد
ټولي تبصرې (1)
عبدالمتين
October 17, 2017

هاهاهاها په هغه نظريه، که دا نظريه در سره ومنم نو تا خو تر اوسه د بيزو مقام هم نه دى خپل کړى، بل دا چى د نظريې خاوند وايې چې ماهى په بيزو بدل سو مطلب يې يو ماهى و او که ټول ماهيان، که ټول ماهيان يې مطلب وي نو اوس بايد هيس يو ماهى موجود نه واى ټول بيزو ګان واى، ارمان چې له دې ليکوال سره تماس نه سم نيولاى دستي مي ورته ويل چې دا نظريه دي له ځان سره وساته کيداى سي يو څه عمر وروسته په بل شي بدل شي بيا هغه هم پر اضافه کړه.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته