تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دښمني مه پالئ
 
  May 10, 2015
  0

 ژباړن: کامران هجومي - ننګرهار


که د انسان له ډېرو خلکو سره مخه شي، نو د ډېرو مزاجونو سره به هم اشنا شي، پوه به شي چې په دنيآ کې د ډول ډول مزاجونو لرونکي انسانان ژوند کوي، څوک سخت مزاجه او غوسه ناکه وي، څوک نرم زړی او متحمل مزاجه وي، څوک ذهين او چالاکه وي، څوک کم عقل او غبي وي، څوک باسواده او څوک نا لوستي وي، څوک د ښه ګومان کوونکي وي او څوک بد ګومان کوونکي وي!

 خو د انسانانو له دغې لويې مجموعې خلکو څخه هر يو د ځان په اړه فکر کوي، چې همدغه هوښيار او پوه دی. ظالم فکر کوي چې تر ټولو منصف دی، بې عقل انسان فکر کوي چې دی هوښيار دی، بې علمه فکر کوي چې يم که نه يم، همدا زه پوه يم!

د هغه وخت يوه پېښه درته بيانوم چې زه په ښوونځي کې زده کوونکی وم، مونږ کره يو مېلمه راغی، چې راتلل يې زما خوښ نه وو، معلومېده چي هغه لومړنۍ زده کړې هم نه وې پوره کړې، خو د نورو خلکو په څېر يې ليک لوست کولای شو او د کتابونو څخه به يې معلومات راټولول، په دغو ورځو کې زه د يوې مسئلې په اړه ډېر په ستونزه کې ښکېل وم، مېلمه ته مې د اکرام په خاطر چای او شربت مخې ته کېښود، نور مې موبايل را واخيست، تر څو د يوه مشهور عالم نمبر روخ کړم او د مسئلې په اړه ترې پوښتنه وکړم، خو د ډېرو هڅو وروسته هم له هغه شيخ سره مخ نه شوم، مېلمه چي زه دومره بوخت وليدم، نو پوښتنه يې وکړه:

 ته له چا سره د اړيکي لپاره دومره لېواله يې؟ 

په ځواب کي مي د هغه شيخ نوم ورته ياد کړ، چي له هغه نه د يوې مسئلې فتوی غواړم!

ما چې دا خبره وکړه، نو مېلمه راته په پوره اعتماد سره وويل: سبحان الله!  د هغه څخه پوښتنه کوې! پداسې حال کې چې زه موجود يم؟

  هو! دېته ورته له ډېرو پوهو خلکو سره مخ کېدای شئ، تاسو هغوی وزغمئ او له هغوی سره ډېره نرمي وکړئ، د امکان تر حده هڅه وکړئ، چي دښمني در څخه ونه پالل شي؛ ځکه تاسو د هغوی د ذموارانو په توګه نه ياست رالېږل شوي. تر کومه حده چې شونې وي خپله لمن د دښمنۍ له اغزيو څخه وساتئ او ځان له عذاب څخه بچ کړئ.

رايه:  ژوند ډېر لنډ او تنګ دی، په دښمنيو او عداوتونو کې يې مه تېروئ!

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته