تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیاست په ډګر کي په کافر پسي تلل
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2015
  0

 سلطان ویس اکرمي
 
یو کس د مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه څخه وپوښتل: "که چېري یو کافر په سیاست کي ډېر ماهر وي، نو آيا مسلمان ته دا جایز ده، چي په سیاست کي د کافرمشرتوب ومني؟" 
 
مولانا تهانوي رحمة الله علیه په جواب کي ورته وویل: "ددې خبري مثال داسي دی، چي که چېري دکوم کافر لمونځ ښه زده وي، آیا د مسلمان اقتداء پسي روا ده اوکه نه؟"
 
د دې سوال اصلي لامل دا دی، چي خلکو سیاست له دین څخه جلا او بېل بللی دی او سياست د دين برخه نه بولي. حال دا چي سیاست د دین یوه برخه نه بلل غلطي او جهل دی؛ يعني سیاست د دین یوه نه جلاکېدونکې برخه ده.
 
نو آیا په دین کي د کافر اقتدآء  صحیح ده؟ آیا په دې کي داسلام اومسلمانانواهانت او سپکاوی نه دی؟ 
 
آیا مسلمانان ذلیل کول روا دي؟
 
آیا په مسلمانانو کي داسي څوک نسته، چي په سیاست پوهېږي؟
 
لنډه دا چي سیاست له دین څخه جلا ګڼل، په دین کي تحریف دی.
 
البته د کافر سره په داسي ډول معامله کول جائز دي، چي کافر تابع او مسلمان متبوع وي. فقط! داسي نه چي مسلمان د کافر تابع سي. 
 
مأخذ: د حکيم الامت افکار
-------------------------------------------------
د تعلیم الاسلام مجلې ۱۵ ګڼي څخه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته