تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې نړۍ
 
  July 23, 2016
  0

 

 درې نړۍ


ژباړه: محمد اسماعیل شهاب

الله جل جلاله په دې کايناتو کي درې نړۍ پيداکړي دي.

۱ -  يوه نړۍ هغه ده چي په هغه کي هر وخت سکون وي، ستونزي په کي بيخي نسته دغم او تکليف نوم او نښان هم شتون نه لري هغې ته جنت وايي الله جل جلاله دي موږ ټول هلته ورولي. هلته بس سکون دی کراري ده خوندونه دي، خوښۍ دي.

۲ - او يوه نړۍ د هغې په مقابل کي ده، چي هلته هر وخت ستونزي وي هر وخت غم وي، مصيبتونه وي د خوښۍ او سکون هلته بيخي نوم او نښان نسته، هغې ته دوزخ وايي، الله جل جلاله دي موږ ټول تري وساتي، آمين.

۳ - درېيمه نړۍ له دې دواړو څخه جوړه ده چي هم په کي خوښي سته هم په کي غم، سکون هم سته او ستونزي هم او هغې ته دنيا وايي چي موږ او تاسو په کي اوسېږو، په دې نړۍ کي به تاسو هيڅوک داسي پيدانه کړئ چي ووايي زه په ټول ژوند کي له ستونزو سره نه يم مخ سوی، او نه به داسي سړی پيدا کړئ چي ووايي ماهيڅکله کراره ورځ اوخوشحالي نه ده لېدلې، دلته له هري خوښۍ دغم اغزي را تاو دي او په هره ستونزه کي يو سکون پټ دی، نه ددې دنيا ستونزي پټي دي او نه يې سکون پټ دی.
 
----------------------------
مأخذ: کينه مه کوئ. تقریر: شیخ الاسلام علامه مفتي محمد تقي عثماني رحمه الله.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته