تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاشقانو د ورځي حقیقت او احصائیه
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 14, 2017
  0

 ژباړه: احسان ربي انفال/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-02-12

 
الله جل جلاله  له کفارو سره مشابهت حرام کړئ دئ، دکرکي وړ ئې بللی دئ او دهغه دپايلو له خطر څخه ئې په وار-وار، په مختلفو طريقو او ډېرو آيتونو کي خبر کړي يو. کله-کله ئې د کفارو دپيروي کولو او نه کولو څخه خبر کړي يو، کله ئې له هغوی او د هغوی له تؤطيو څخه بېرولي يو، تر څو د نظر او کړنو تر تأثر لاندي ئې رانه سو. کله-کله ئې د هغوی کړني او اخلاق راته بيان کړي دي، تر څومؤمنان ددوی له کړنو او ددوی له مشابهت څخه ليري و اوسي. په قرآن کريم کي تر ټولو ډېر د يهودو او منافقينو او وروسته بيا په ټوليزه توګه د اهل کتابو او مشرکينو د خطر په اړه خبر سوي يو. الله جل جلاله  موږ ته په قرآن کريم کي فرمايي، چي د کفارو اطاعت او مشابهت ارتداد رامنځ ته کوي او همدارنګه ئې د هغو له اطاعت، پيروۍ، د هغو د فکر، غوښتنو او کرغېړنو اعمالو له تقليد څخه منع کړي يو.
 
دکفارو له مشابهت څخه مخ ګرځول او منع د شريعت له اصولو څخه ده. الله جل جلاله  خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم له لارښوونو او يوه رښتيني دين سره رالېږلی دئ، تر څو دا دين پر ټولو اديانو غالب سي او دا دين ئې د بشريت له پاره بشپړ کړی دئ.
 
"الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا"( سورة المائده (۳ - آيت)
ژباړه: نن ورځ ما ستاسي له پاره ستاسي دين پوره کړ او پر تاسي مي خپل نعمت پوره کړ او اسلام مي ستاسي له پاره دين غوره کړ.
 
الله جل جلاله  اسلام د جامع، همېشني او عالمي دين په توګه رالېږلی دئ، چي د ټولو انسانانو غوښتني رانغاړي. نو بناءً دې ته اړتيا نسته چي د کفارو تقليد او مشابهت وکړو.
 
له دوی سره مشابهت د مسلمان شخصيت جرح کوي، چي د ټيټوالي، پَستوالي، کموالي، ضعف او ماتي احساس ورکوي، چي په پايله کي انسان دالله جل جلاله  له مستقيمي لاري او قوانينو څخه ليري او منحرف کېږي. تجربو ثابته کړې ده، چي د کفارو توصف او له هغو سره مشابهت د انسان په زړه کي د کفارو مينه ډېروي، پر هغو ئې باور ډېروي، هغوی په دوستانو او مرستندويانو نيسي او بالآخره ئې دې ته اماده کوي چي پر اسلام، مسلمانانو، دهغو پر اتلانو، او اسلامي ارزښتونو رد وکړي او له دې ټولو څخه بې پروا سي.
 
1. په اوس وخت کي د عاشقانو د ورځي (د ولنټاين دورځي) هدف دا دئ چي د ټولو خلکو ترمنځ مينه خپره سي. هغه که کافر وي او که مسلمان فرق نه کوي. او له کفارو سره مينه بې شکه چي حرامه ده. الله جل جلاله  فرمايي: 
 
2.
"لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آَبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُون"( المجادله(۲۲ - آيت)
 
ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې، کوم خلک چي پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چي هغوی له هغو خلکو سره مينه کونکي اوسي چي د الله او د هغه د رسول مخالفت ئې کړی دئ. که څه هم د هغوی پلرونه وي يا ئې زامن او يا ئې وروڼه او يا ئې ټبر او کورنۍ وي. دا هغه کسان دي چي الله د دوی په زوړونو کي ايمان خوندي کړی دئ او له خپل لوري د يو روح په ورکولو سره ئې دوی پياوړي کړي دي، هغه به دوی داسي باغونو ته ننباسي چي تر ونو لاندي به ئې ويالې بهېږي، په هغو کي به دوی د تل له پاره اوسېږي، الله له دوی څخه خوښ دئ او دوی له الله څخه خوښ دي. دوی د الله د ګوند خلک دي، خبر اوسئ چي همدا د الله ګوند د بريا موندونکی دئ.
 
علامه ابن تيميه رحمه الله فرمايي: هيڅ داسي مؤمن نسته چي هغه دي کافر په دوستۍ ونيسي. هر څوک چي کافر په دوستۍ نيسي، هغه مؤمن نه دئ. په عام ډول د يو چا مشابهت له هغو سره د ميني نخښه ده او له کفارو سره مينه حرامه ده. (الاقتداء،۱/۴۹۰).
 
دغه مينه چي نسبت ئې د عاشقانو ورځي ته کېږي، د هغه عيسايي خيالي ميني دود راژوندی او قوي کوي، چي له نکاح څخه بهر ده او پايله ئې د زنا او بداخلاقۍ خپرول دي. نو ځکه ئې عيسايي روحانيونو هم يو وخت مخالفت وکړ او دا دود ئې له منځه يووړئ، خو له بده مرغه چي بيا بيرته رامنځ ته سو.
 
ډېر ځوانان دغه ورځ ځکه لمانځي چي هغو ته ددوی د خواهشاتو د پوره کولو زمينه برابروي، خو د کفارو سره د مشابهت او د هغوی د تقليد مسئله ئې په فکر کي نه وي نيولې. خپله دې ناورين ته وګورئ، چي دوی د کبيره ګناه (زنا) ارتکاب کوي او له بلي خوا د عيسايانو تقليد دئ، چي د هغوی د عبادت يوه برخه ده، چي حتی کېدای سي کفر وي.
 
کېدای سي ځيني خلک ووايي چي ته موږ له ميني څخه محروموې. په دغه ورځ چي موږ خپل احساسات څرګندوو، په دې کي څه ستونزه ده؟
 
ددوی له پاره وايو:
 
لومړی- دا يوه لويه او ناوړه غلطي ده چي دوی دا ورځ د هغه مقاصدو سره-سره په دې نامه يادوي چي ددې ورځي تر شا پټ دي. ودې ورځي ته چي د ميني کوم نسبت کېږي هغه يوه خيالي او افسانوي مينه ده، چي دبايفرينډ (Boy friend) او ګرلفرينډ (Girl friend) سره تړاو لري. دا د دوی د جنسي خواهشاتو او اختلاط ورځ ده، چي د هيڅ شي ممانعت او مخنيوی په کښي نسته. دوی پر هغه سپېڅلې او پاکه مينه خبره نه کوي، چي د خاوند او مېرمني ترمنځ ده. دوی د هغه مينې چي د غيري مشروع عاشق او معشوق ترمنځ ده او هغه مينه چي د خاوند او مېرمني ترمنځ اړيکي ټينګوي توپیر نه کوي. دا جشن ددوی له پاره په دې معنا دئ، چي هر څوک کولای سي خپله مينه څرګنده کړي.
 
دوهم-  دمسلمانانو له پاره د احساساتو  څرګندول د حق په معنا نه دي، چي ددې د لمانځني له پاره چي د دوی پر نظرياتو او مفکورو بناوي ورځ خاصه کړي او د جشن په نامه ئې ونوموي او يا جشن او اختر ورڅخه جوړ کړي. ښه، نو په دې اړه څه واياست چي دا د کفر له جشنونو څخه دئ؟!
 
په اسلام کي خاوند له خپلي مېرمني سره ټول کال مينه لري او له هغې سره خپله مينه په تحفو ورکولو،شعرو، نثري ويناوو، ليکنو او نورو طريقو سره څرګندوي يوازي يوه ورځ ئې نه ده ورته ټاکلې، بلکي ټول کال ورسره مينه لري.
 
درېيم- هيڅ دين خپل پيروان دونه ميني ته نه هڅوي لکه اسلام او نه ئې تر اسلام زيات د يوه وبل د خيال ساتلو ته هڅولي دي. دا په هر وخت او هر حالت کي د تطبيق وړ خبره ده، يواز ي يوې ورځي ته نه ده خاص سوې. په حقيقت کي اسلام موږ دې ته هڅوي چي ټول عمر خپل احساسات څرګند او يو له بل سره مينه وښيو. لکه څنګه چي پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
 
 "عن النبي صلى الله عليه و سلم قال "إذا أحب الرجل أخاه فليخبره أنه يحبه" (سنن أبي داود)
ژباړه: له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روايت دئ، چي ويل ئې: څوک چي له خپل ورور سره مینه لري، نو خبر دي ئې کړي، چي زه مينه درسره لرم.
 
هم دارنګه ئې فرمايلي دي: 
"قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا وَلاَ تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا أَوَلاَ أَدُلُّكُمْ عَلَى شَىْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ أَفْشُوا السَّلاَمَ بَيْنَكُمْ" ( صحيح مسلم)
ژباړه: نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي: تر هغو به جنت ته داخل نه سئ، ترڅو چي ايمان رانه وړئ او تر هغو به ايمان رانه وړئ، تر څو چي يو له بل سره مينه ونه کړئ او ايا داسي شی در و نه ښيم چي په کولو سره ئې ستاسي تر منځ مينه زياته سي؟ سلام په خپل منځ کي اچوئ.
 
څلرم- په اسلام کي مينه ډېره عامه او هر اړخيزه ده، دا يوازي په يو ډول ميني پوري چي د سړي او ښځي تر منځ ده، نه ده محدوده. د ميني ډېر قسمونه دي. لکه له الله جل جلاله  سره مينه، له رسول صلی الله علیه وسلم سره مينه، د رسول صلی الله علیه وسلم له اصحابو سره مينه، له نيکو او صالحو خلکو سره مينه، له دين سره مينه او نصرت ئې، له في سبيل الله شهادت سره مينه، او داسي ډېر نور.... دا يوه ډېره لويه غلطي ده چي د ميني دونه پراخه معنا و يو قسم ميني ته رامحدوده سي.
 
پنځم- دا فکر غلط دئ چي خلک وايي مينه له واده څخه تر مخه ښه کار دئ او دا د واقعي او ريښتيني ژوند تجربو او څېړنو ثابته کړې ده. د قاهرې د پوهنتون له خوا څخه په ترسره سوې څېړنه کي چي د "دوديز ودونه او د ميني ودونه" تر نامه لاندي ترسره سوي ده لاندي حقايق را سربېره کوي:
 
دودیز او د میني ودونه
 
هغه ودونه چي د ميني له مخي ترسره سوي دي ٪۸۸ سلنه پېښي ئې په ناکامۍ پای ته رسېدلي دي. يعني د بريا اندازه ئې تر ٪۱۲ سلني ډېره نه ده. مګر هغه ودونه چي عنعنوي او دوديز ئې بولي (هغه ودونه چي د کورنۍ په خوښه او مصلحت سرته رسېږي)٪۷۰ سلنه ئې بريالي سوي دي. يا په بله وينا د دوديزو ودونو د بريا اندازه دميني تر ودونو شپږ(۶) واره زياته ده.( )  
 
راسئ اوس د غربي ټولنو حالت ته چي د عاشقانو ورځ په کښي لمانځل کېږي يوه کتنه وکړو او ددې پوښتنه وکړو، چي په هغه ټولنو کي د ودونو حالت څه ډول دئ. آيا دا ډول لمانځني د خاوند او مېرمني تر منځ پر متقابل محبت مثبته اغېزه لري او که نه؟
د دوی خپلي څېړني او احصائيې لاندي واقعيتونه په لاس راکوي:
 
۱- دامريکا په يوه څېړنه کي چي په (۱۴۰۷س./۱۹۸۷ز. کال) کي ترسره سوې ده، ښيي چي ٪۷۹ سلنه خلک خپلي ښځي وهي په خاصه توګه هغه چي ودونه ئې ورسره کړي وي! ( )
 
۲- يوه څېړنه چي د امريکا د عصبي روغتيا ملي دفتر( ) له خوا تر سره سوې ده، ښيي چي:
 
• هغه ښځينه ناروغان چي بېړنيو اطاقو ته ځي ٪۱۷ سلنه ئې د خپلو خاوندانو او يا نارينه ملګرو (boyfriends) له خوا وهل سوي دي.
 
• هغه ناروغان چي تر مخه لږ تر لږه يوار د تداوي په موخه روغتون ته تللي دي، ٪۸۳ سلنه ئې د وهلو له سببه دي. څېړنه ورپسي زياتوي چي ډېري داسي ښځي هم سته چي روغتون ته د علاج له پاره نه ځي، بلکي په خپله په کور کي تداوي کوي.
 
۳- دمعايناتو له پاره د مرکزي امريکا نمائندګي( ) يو راپور ښيي چي د امريکا په يو ځای نه يوځای کي په هرو اتلسو(۱۸) ثانيو کي يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا وهل کېږي.
 
۴- په امريکايي ټايم (Time) مجله کي راځي چي په شپږ ميليونه هغه ښځو کي چي وهل کېږي، تقريباً څلور زره (۴۰۰۰) ئې مري.
 
۵- د جرمني په يوه څېړنه کي ښوول کېږي، چي له کاله يو لک (۱۰۰،۰۰۰) ښځي د خپلو خاوندانو او هغه سړيو له خوا د روحي او فزيکي جبر سره مخ کېږي، چي دوی ورسره ژوند کوي. اصلي شمېره ئې کېدای سي يو ميليون ته ورسېږي.
 
۶- په فرانسه کي تقريباً دوه ميليونه ښځي له وهلو سره مخ کېږي.
 
۷- دبرطانيې په يوه نظرپوښتنه( )  کي چي اووه زره (۷۰۰۰) ښځو برخه پکښي اخيستې وه، ٪۲۸ سلنو ئې ويل چي د خپلو خاوندانو او نارينه ملګرو(boyfriends) له خوا تر حملې لاندي راغلي دي.
 
نو دې ته په کتو سره څنګه باورکولای سو، چي د عاشقانو ورځ د واده کولو له پاره ګټوره ده؟ اصلاً حقيقت دادئ چي دا ازادۍ او فساد ته يوه بلنه او د ناروا اړيکو يوه بڼه ده.
 
هغه خاوند چي په ريښتيا له خپلي مېرمني سره مينه لري، ودې ورځي ته هيڅ اړتيا نه لري، چي د ده مينه ورپه ياد کړي. دی له خپلي مېرمني سره همېشه او هر وخت مينه کوي.
 
دعاشقانو د ورځي په وړاندي د مسلمانانو کړنلاره:
 
له پورته بحث څخه د عاشقانو د ورځي په وړاندي د مسلمانانو کړنلاره بايد واضح وي.
 
۱- د پورته ښوول سوو ثبوتونو له مخي چي د کفارو د جشنونو لمانځل حرام دي، مسلمانان بايد نه دا ورځ خپله ولمانځي، نه له نورو سره په دې مراسمو کي ګډون وکړي او نه بايد ورته حاضر سي.
 
الحافظ الذهبي رحمه الله وايي: که عيسايان ځان ته جشن ولري او يهودان ځان ته چي يوازي په دوی پوري اړه لري، نو مسلمانان بايد ددوی په مذهبي لارښوونو او عباداتو کي برخه وانه خلي. ( ) 
 
ځکه د سلفو صالحينو يو اصل د الولاء والبراء وو، دا پر هر هغه چا چي د لااله الاالله محمد رسول الله کلمه وايي، واجب ده چي ددې اصل پيروي وکړي. نو دی بايد له مؤمنانو سره مينه او له کفارو څخه کرکه وکړي، مخالفت ورسره وکړي او له هغو څخه جلا سي. دی بايد په دې پوه سي چي دا به دده له پاره د بې شمېره ګټو سبب وګرځي او فقط ساده مشابهت هم دده له پاره د يو لوی خطر سبب ګرځي. پر دې سربېره کله چي يو مسلمان د کفارو تقليد کوي دا تقليد او مشابهت کفار خوشاله کوي او زړونه ئې له خوښيو ور ډکوي او دا د مسلمانانو په زړونو کي له کفارو سره مينه او محبت ډېروي. که يوه مسلمانه انجلۍ دا ورځ په دې خاطر لمانځي، چي مارګريت، هيلري او یا بل څوک ئې تجليلوي، بې شکه چي دا کړنه له دې حقيقته پرده پورته کوي، چي دا انجلۍ ددوی پيروي او ددوی کړني تائيدوي. په داسي حال کي چي الله جل جلاله  ئې په اړه فرمايي:
 
"يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ" ( سورة المائده (۵۱ - آيت)
ژباړه: ای مؤمنانو، يهودان او نصرانيان دوستان مه نيسئ ددوی ځيني دځينو نورو دوستان دي او هغه څوک له تاسي څخه چي (په دوستۍ سره) دوی ته مخ راواړوي، نو په رښتيا چي هغه د دوی څخه دئ. بې شکه چي الله ظالمانو لره لارښوونه نه کوي.
 
د دوی د تقليد او مشابهت یو ناوړه تأثر دا دئ چي ددوی ډېرښت، حمايت او ددوی پيروي ښيي. نو دا به د يو داسي مسلمان له پاره څنګه مناسبه وي، چي په هر رکعت کي دا وايي چي:
 
"اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (۵) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ(6) غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ"( سورة الفاتحه (۵- ۶-۷ آيتونه)
 
 ژباړه: موږ ته نېغه لار وښيه (۵) د هغه کسانو لاره چي تا پېرزوينه پر کړې ده (۶) نه (دهغو لار) چي قهر پر سوی او نه (د هغو) چي لار ورکي دي.
 
نور بیا.....
 
ماخذ: د عاشقانو د ورځي لمانځل
 
مخکنۍ لیکنه: د عاشقانو د ورځي لمانځلو تاریخ او حکم (۱ برخه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته