تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوروز لمانځل د شريعت له نظره
 
  March 2, 2017
  0

د نوروز لمانځل د شريعت له نظره

لیکنه: حافظ مفتي عبدالستار  

د حضرت انس رضی الله عنه  څخه روايت دی فرمايي:پيغمبرصلی الله علیه وسلم  و مدينې منورې ته تشريف راوړی او د مدينې والاوو لپاره دوې ورځي وې يعني نوروز  او مهرجان، دوی  په  دغه  ورځو کي خوشحالۍ کولې، پيغمبر عليه الصلوة و السلام  سوال وكړئ  چي دا څنګه ورځي دي؟

دوی  وويل:  د جاهليت  په  دور کي موږ  په  دغه  دوو  ورځوکي خوشحالۍ کولې  پيغمبر عليه الصلوة والسلام و فرمايل:  په تحقيق سره  الله عزوجل  ددغه  دوو  ورځو په  بدل کي خير تر دغه  دوو  ورځو  درکړي  دي  يعني  دلوی اختر  او کوچني  اختر  ورځي،  مشکوة ج ۱ ص۱۲۶.

ملاعلي قاري رح فر مايي : ( وهما يوم النيروز والمهرجان ) مرقاة ج۳ص۴۹۰.
يعني هغه  دوې  ورځي  چي  پيغمبر عليه السلام  په  هغو کي د خوشحالي کولو څخه منع کړېده  يوه  د نوروز  ورځ  ده او بله  د  مهرجان   ورځ  ده چی  د ميزان  اول  تاريخ  دی.

د امام  شهرستاني رحمه الله  (متوفی ۵۴۸ هـ ق ) د کـتاب الملل و النحل  په  تعليق  ج ۱ ص۲۶۲ کي ليکلي دي چي  زردشت  د مجوسيانو لپاره  دوې  ورځي  د اخترونو  انتخاب کړې  چي  يوه  د نوروز  او بله  د مهرجان  ورځ  وه  نو  دجاهليت  د  دورې مشرانو دغه  دوې ورځي دخوشحالۍ لپاره هم خوښي کړې او د هغه وخت خلګو   ددوی تابعداري وکړه نو پيغمبر عليه السلام  دمدينې خلگ ددغو دوو ورځو د لمانځلو څخه منعه کړه ددې څخه دا معلومه سوه چي دنوروز لمانځل دجاهليت دزماني او دمجوسيانو(  آتش پرستانو ) کار او رواج دی نو ځکه رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دمدينې خلگ ددې کار څخه منعه کړل اوددې ورځو په بدل کي يې دکوچني اختر اولوی اختر ورځي دعبادت او خوشحالۍ لپاره ورته وټاکلې.

نو اوس که چيري يو څوك دنوروز ورځ لمانځي لکه: خوشحالي کول، نوي کالي اغوستل، ميلمستياوي کول، يوتر بله مبارکي ورکول، رخصتي کول، جشن جوړول، ميلې ايستل اوجوړول، هديې اوتحفې سره ورکول اوداسي نور کارونه کول لکه په اوسنۍ زمانه کي چي ځيني خلگ  پر ځينو زيارتو باندي جنډۍ ( بيرغ ) پورته کوي  نو دا  لمانځل که دتعظيم او احترام په نيت نه وي نو دخپل پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ذکرسوي حکم مخالفت کوي او د مجوسو او مشرکانو سره مشابهت کوي او دکافرانو د اعمالو تاييدکوي او د خپل مقدس دين سره يوه لويه بېباکي هم ده حال دا چي رسول الله   صلی الله علیه وسلم   خپل امت ته  دکافرانو سره دمخالفت او د نه مشابهت حکم کړی دی لکه چي فرمايي :

خَالِفُوا الْمُشْرِکِيْنَ  (الحديث) يعني دمشرکانوسره مخالفت وکړی .اوفرمايي «  مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ »  يعني څوک چي دکوم قوم سره مشابهت کوي هغه دهغوي څخه دي او که دا لمانځل يې دتعظيم او احترام په نيت وي نو دکفر خطره ورته متوجه ده لکه شيخ ابوحفص کبير رحمه الله چي فرمايي : که څوك يوه دانه هګۍ دنوروز په مناسبت يو مشرک ته هديه کړه لکه دمشرکانو عادت چي دی دغه شخص په الله سره کافر دی او اعمال صالحه يې برباد دي، قاضی حسن حنفي رح فرمايي : که چا داسي شی دنوروز په ورځ کي رانيوی چي په نورو  ورځوکي يې  نه رانيوى او يا په  نوروز کي  يې  يو شی چاته هديه کړی که يې په دغه رانيولو يا هديه کولو کي دنوروز دتعظيم او احترام اراده وه لکه کافرانو چي دنوروز تعظيم او احترام کاوه پس په تحقيق سره دغه شخص بې ايمانه سو: العياذ بالله .
مرقاة ج۳ ص۵۴۳، انوارالمحمود ج ۱ ص۳۷۶  مظاهرحق ج ۱ ص ۹۳۹ ،  مدلل مسايل حنفی  ج ۲  ص ۴۰۱ .

په درمختارکي راغلي دي چي هديه په نامه دنوروز او مهرجان حرامه ده، او که په هديه کي دنوروز دورځي تعظيم وکړي لکه کافران چي يې تعظيم اواحترام کوي نو  هديه کوونکی کافرکيږي  او ابوحفص کبير رح فرمايي: که چا پنځوس کاله دالله جل جلاله عبادت کړی وي او بيا دنوروز په مناسبت يوه دانه هګۍ يو کافر ته هديه کړي په تحقيق سره  دی کافر سو او عمل  يې  برباد سو. درمختارمع ردالمحتارج ۶ ص ۷۵۴.
 
په فتاوْ ی  هنديه کي راغلي دي که يوڅوک د نوروز په ورځ  دمجوسيانو ونوروز ته ددې لپاره ورغلی چي ددوي سره په هغو شيانو کي موافقت وکړي کوم چي دوی  يې په دغه  ورځ کي تعظيم کوي پس په دې کار سره بې ايمانه کيږي . فتاوی عالمګيری ج۲ ص۲۷۶.

نو مسلمانان وروڼه بايد دشيطان په دام کي بند نه سي او د لږ خوشحالۍ او نفسي خواهشاتو دپوره کولو په خاطر دالله جل جلاله او دهغه درسول صلی الله عليه وسلم دفرمان په مخالفت کولوسره دجهنم وکندي ته ځان ونه غورځوي بلکه مسلمان بايد دالله جل جلاله او رسول الله  ﷺ  دراضي کولو لپاره کوښښ وکړي ترڅو په دنيا او آخرت کي کامياب اودجنت د داخلېدو  ا هل وګرځي.
 
-----------------------------------------------------------
بزازيه ج۶ ص۳۳۳ ،اثمارالتکميل لموسْى خان روحانی بازی  ص۲۸ ـ۳۰، تحفة العلماء ج۲ ص۱۳۹، حاشية طحطاوی ج۲ ص۳۰۰‌‌ ،بذل المجهود  ج۵ ص۴۱ ـ ج۲ص۲۰۰، سنن ابی دا ود ج ۱ص۱۶۱، تاتارخانية ج۵ ص۳۵۴ ،شرح ملاعلي قاري علْی الفاظ الکفرص۲۰۷)
خبرتيا:  د نوروز د زياتو معلوماتو لپاره ( د نوروز شرعي حيثيت) رساله مطالعه کړی.
کتبه: حافظ مولوی مفتی عبدالستار حفظه الله تعالْی, سابق خطيب وامام مسجد جامع رئيس عطا جان کندهار. 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته