تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما رب نن شپه ستا رب و وژى!
 
  January 11, 2017
  0

 زما رب نن شپه ستا رب و وژى!


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د رسول اکرم محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  بعثت او د نبوت شهرت په هغه وخت کي وه چي د يمن حاکم باذان ؤ چي هغه قصه داسي ده: 

په دغه وخت کي چي د کسرْی د طرفه باذان پر يمن والي ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د فارس پاچا  کسرْی ته يو ليک یا رساله و لېږل چي و اسلام ته یې دعوتاوه، خو کسرْی بيله دې څخه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک و وايي هغه يې څيري او ټک ټک کړى او د قاصد په باره کي يې د وژلو إراده وکړه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د كسرْی او د هغه د دغه ناوړه عمل خبر و رسېدى نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ده زما  ليک ټک ټک کړى الله جل جلاله  دي د ده پاچهي ټک ټک کړي. 

کسرْی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ليک په ليدلو او اورېدلو سره په قهر سوى ؤ نو  يې و ويل: دا څوک دى؟ يو صحرايي عرب غواړي چي زه د ده متابعت وکړم؟ د کسرْی متکبر دماغ هيڅکله دا نه قبلول، د دې مثال د مغرور او متکبر کسرْی دپاره داسي ؤ لکه نن ورځ چي په يوه ډيره ليري صحراء کي يو کوچنئ کلى واقع وي او د دغه کلي يو نفر د امريکا د حکومت څخه و غواړي چي د ده د دين متابعت دي وکړي. 

کسرْی هم په هغه وخت کي د مځکي د مخ لوى پاچا ؤ او دا خبره ډيره عجبه ورته ښکاره سوه، دې موضوع ته يې په ډيره سپکه وکتل نو يې د سرورکائنات رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نيولو او راوستلو دپاره لښکر و نه لېږى بلکه د يمن والي باذان ته يې حال ولېږى چي هلته په جزيرة العرب کي يو نفر پيدا سوى دى او غواړي چي زه د ده متابعت وکړم دغه نفر و ما ته را ولېږه، باذان هم د جزيرة العرب خلك ضعيفه وبلل فقط دوه نفره يې و مدينې منورې ته وليږل ويل ورسى او دغه نفر ته و واياست چي د لښکر و ليږلو او جنګ کولو ته ضرورت نسته بېله ځنډه او بېله عذره ځان تسليم کړه، اسلام او مسلمانان ډيرضعيفه ورته ښکاره کېدل او دوى خپل ځان د دنيا لوى قدرت باله، دغه دوه نفره مدينې منورې ته ورسېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ورته ويې ويل: 

زموږ سره باذان ته ولاړسه او هغه دي بيا کسرْی ته ليږي ځکه کسرْی ته غوښتى يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي نن شپه استراحت وکړى او ستاسي جواب به سبا درکړم، خلك چي سبا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د جواب اخستلو دپاره ورغله رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: باذان ته و واياست چي زما رب نن شپه ستا رب کسرْی و وژى،
 
نفرو و ويل: که کسرْی نن شپه وژل سوى وي نو دغه خبر تا ته چا را وړى؟ د فارس څخه تر مدينې پوري په يوه مياشت نه بلکه تر هغه هم په زيات وخت کي خبر را رسيږي ته څنګه خبر سوې؟ 

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د الله جل جلاله  د طرفه څخه وحيِ راته راغلې، نفرو  وويل: 

و موږ ته ستا جواب دغه دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو، ولاړ سى او باذان ته دغه حال و واياست، دوى هم رهي سوه تر څو يمن ته و رسېدل او باذان ته يې دا بيان وکړى چي موږ  ويل: ځان تسليم کړه ده و ويل: چي کسرْی و وژل سو، تر دغه وخته د کسرْی د وژل کېدلو خبر د فارس څخه و يمن ته نه ؤ رسېدلى، باذان پوښتنه وکړه چي دا کومه شپه وه چي ده ويل: کسرْی و وژل سو؟ هغه شپه يې ور وښوول چي فلانۍ شپه وه، باذان و ويل: انتظار وکړى، پسله څوارلس ورځو و يمن ته خبر را ورسېدى چي کسرْی په فلانۍ شپه د خپل زوى د طرفه و وژل سو، دا عيناً هغه شپه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ويلي وه چي نن شپه،

 نو باذان و ويل: په والله دا معلومات بيله نبي څخه و بل چا ته نه کيږي، باذان ايمان راوړى او مسلمان سو، هغه نور فارسيان چي په يمن کي موجود وه هغه ټول د باذان د مسلمانېدلو په سبب د باذان سره مسلمانان سوه او باذان و ويل: تر دې وروسته موږ د مدينې د حکم تابع يو نه د فارس، نو تر دغه وروسته يمن او د هغه حکومت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د حکم تابع وه نه د کسرْی.

د باذان الفارسي رضي الله عنه په مسلمانېدلو سره اسلام و يمن ته داخل سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه باذان د ده د وفات تر وخته پر يمن حاکم پرېښاوه کوم وخت چي باذان وفات سو د ده زوى شِهَر د يمن حاکم سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم پر دغه حکومت پرېښاوه، ترڅو چي (اَلأسوَد العُنسِي) په يمن کي پيدا سو او د نبوت دعوه يې وکړه، بيا يې د باذان زوى شِهر  و وژى او د يمن حکومت يې ونيوى دغه واقعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حيات په آخرو وختو کي پيښه سوه چي وروسته به په تفصيل سره درته بيان سي. 

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عادت دا ؤ: کوم پاچهان چي به په اسلام مشرفه کېدل هغه يې پر هغه خپل حکومت پرېښوول. 

دا هغه معلومات وه چي يمن څنګه د فارس په حکم کي داخل سو او  بيا څنګه د فارس د حکمه څخه و وتى او په اسلام کي داخل سو.

ماخذ: د سرورکائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم معجزې

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته