تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان شپونکى او يهودي
 
  September 20, 2016
  0
ژباړه: غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

یو یهودي د مسلمانانو له یو کلي څخه تېرېدی دا اراده يې وکړه چي باید ددې کلي مسلمانانو ته د اسلام په هکله شکونه او شبهات ورپیدا کړم . مخکي له دې چي کلي ته ورسېږي یو شپون يې پیدا کړ چي پسونه يې څرول  یهودي له ځان سره وویل : لمړی يې له دا (ناپوه شپون ) څخه راپیل کړه او د اسلام په دين کي يې شکمن کړه.

یهودي شپون ته ځان یو لاروی مسلمان وښود تر کښېناستلو وروسته يې ورته وویل : ایا تا زموږ مسلمانان نه دي لېدلي چي د قران کریم دیرش پارې په څومره تکلیف او زحمت سره پیادوي؟ په داسي حال کي چي په قران کریم کي ډېر داسي ایاتونه سته چي یو له بل سره ورته دي (تکراري دي) ، نو ولي تکراري ایاتونه نه ځيني لېري کوو؟ ځکه په دې کي خو کومه ګټه هم نسته صرف د کلام "ایات" تکرار دی .

وروسته یهودي خپله خبره برابره کړه او د مکر (چل) په خندا سره یې وخندل او زیاته يې کړه: له دې وروسته چي د قران کریم یو شمېر برخي حذف کړل سي موږ ته به د قران کریم حفظ او ګردان اسانه سي.

د ټولو خبرو په جریان کښې چوپان غلی ناست او د یهودي خبرو ته یې غوږ نيولی ؤ کله چي د یهودي خبري خلاص سوې ، شپون وویل : ستا خبري ښې او قاعت ورکوونکي دي. 

خو زما سره یوه پوښتنه ده : ایا ستا په وجود کي داسي ورته شیان نسته ؟ چي هيڅ ګټه هم پکښې نسته مثلاً :دوه لاسونه ، دوې پښې ، دوه غوږونه او دوې سترګي دي ؟؟!

نو ته ولي دا اضافه ورته شیان له خپل وجود څخه نه حذفوې ددې لپاره چي وزن دي لږ سي ، هغه خوراک چي ته يې خورې ددې پر ځای چي ستا دبدن مشابه غړو ته ورسېږي د بدن نورو برخو ته به ورسي او وجود ته به دي ګټه وکړي ، کله چي ته د خپل وجود دغه مشابه توکي له منځه یوسې نو په راحت به سې سره ددې چي ستا په وجود کي ددې شیانو تکرار کومه ګټه هم نه لري.

کله چي یهودي د شپون خبري وارېدلې د یهودي د مخ رنګ تور واوښت ولاړ سو او خپل د سفر سامان يې واخیستل پر کومه لار چي راغلی و بېرته هغې لاري ته وګرځېد، د افسوس او ناهیلۍ اسوېلي يې وایستل او له ځان سره يې وویل:
 
 د یو شپون (چي پسونه یې څرول ) ځواب او فکر زه چپ کړم پس د دوی د علماء ځواب به څه ډول وي؟؟!
 
د راهبانو سره مناظرې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته