تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حدیث او ساینس:جلاله حیوان، سپی او پیشي
 
  October 24, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د جَلاَّلَة حیوان د غوښو خوړلو او شیدو چښلو څخه منعه

وروڼو! جَلاَّلَة و هغه حیوان ته ویل کیږي چي د انسان یا نورو حیواناتو قاذورات او فُضُلات خوري، دغسي حیوان ته په عربي کي جَلاَّلَة ویل کیږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ د دغسي حیوان د غوښو د خوړلو او د شیدو د چښلو څخه منعه کړي یو، په هغه حدیث شریف کي چي ابو داود او نور د احادیثو امامان یې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما  روایتوي وايي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم عَنْ أَكْلِ الْجَلاَّلَةِ وَأَلْبَانِهَا. [رواه ابو داود والترمذي]
یعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جلالة د غوښو د خوړلو او د شیدو د چښلو څخه منعه کړې ده.

محترم شیخ عبدالمجید وايي د ډاکټر نیلسون سره په یوه لطیف بحث او مناقشه کي ما ورته و ویل: یا دکتور! د سپي په باره کي معلومات راکړه.

د سپي په ذریعه امراض

ډاکټر و ویل: سپی د ځان سره ډیر ساري امراض یا هغه ناروغۍ لري چي د یوه څخه و بل ته نقلیږي او د طُفیلي ناروغیو څخه چي پرازیټي امراض هم ورته ویل کیږي تقریباً (۵۰) مرضه ورسره دي، ډیر د دغو مرضو د سپي په خوله کي تمرکُز یا ځای او قرار لري او ډیر یې په ناړو کي موجود دي، خو زه بل هیڅ داسي حکیم او پر ځای تعلیم یا لار ښوونه نه وینم چي و هغه درجې ته دي ورسیږي کوم چي د محمد صلی الله علیه وسلم  په تعلیماتو او لار ښوونو کي راغلي دي.

تاسي متوجه یاست! دا د یوه کافر ډاکټر خبره ده چي وايي: زه د هیچا په لارښوونو او تعلیماتو کي داسي حکیم او کامل تعلیم نه وینم چي و هغه درجې ته دي ورسیږي کوم چي د محمد صلی الله علیه وسلم  په احادیثو کي راغلی دی.

ډاکټر نور هم پسي زیاته کړه او ویل: موږ اروپایان تر نن ورځي پوري د سپو سره اختلاط او ګډ ژوند لرو، موږ سپي کورو ته راولو او ګډ ژوند ورسره کوو بلکه پر یوه چپرکټ ورسره بیدیږو، حال دا چي دغه سپي موږ ته ډیر خطرناکه او وژونکي مرضونه رانقلوي.

یوولس میلیونه سپي!


(تقریباً شل کاله دمخه د فرانسې په مطبوعاتو کي نشر سوه چي په فرانسه کي د سپیانو شمېر د یوولسو میلیونو په شا و خوا کي دی)

یوولس میلیونه سپي! اوس یې نو پر خلکو و وېشه.

سبحان الله! دا څنګه علم او تمدن دی؟ سپي تربیه کوي او انسانان په څومره بې پروايي سره وژني.

ځيني هغه وروڼه چي په اروپا کي ژوند کوي وايي: یوه مؤظفه ښځه یا مؤظف نارینه چي د وظیفې څخه خپل کور ته راسي هغه د ده یا د دې سپی د دوی په انتظار وي، نو دا یا دﺉ دغه سپي ته د خپل زوی په نامه سره ور ناري کړي او هغه سپی ورته راسي. 

یعني اروپایان د سپي سره داسي ژوند کوي لکه دغه سپی چي د دوی اولاد وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په یوه اوږده حدیث شریف کي هغه چي په مسند شافعي کي روایت سوی دی راغلي دي چي فرمايي:

«وَ يَرْبِي الرَّجُلُ جَرْوَ كَلْبٍ خَيْرٌ لَهُ مِن أن يَّرْبِي وَلَدًا لَهُ» [مسند شافعي] 
پر خلکو به داسي وخت راسي چي یو د دوی به د سپی کوتری تربیه کوي، دا به د ده دپاره تر دې ښه او بهتر وي چي دﺉ خپل زوی تربیه کړي.

اوس دادی موږ ولیده چي یواځي په فرانسه کي یوولس میلیونه سپي تربیه کیږي چي د یوه مملکت نفوس ځني جوړیږي.

د شپي په اړوند طبي معلومات
 
محترم شیخ وايي ما و نوموړي ډاکټر ته و ویل: یا دکتور! د پشي په باره کي څه وايې؟
ډاکټر و ویل: د طب د لحاظه پشي تر ټولو حیواناتو هغه پاک حیوان دی چي نه میکروب ورسره سته نه جراثیم خو فقط یو مرض ورسره موجود دی او د پشي څخه نقلیږي.

ما ویل: هغه مرض څه شي دی؟

ډاکټر و ویل: هغه داسي مرض دی که یو شخص په اخته سي ړندیږي.

ما ویل: بس دغه مصیبت د پشي د پاره کافي دی او دغه مرض څنګه پیښیږي؟

ډاکټر و ویل: دغه مرض د پشي په قاذوراتو کي پیدا کیږي که یو بل حیوان راسي دغه پشي قاذورات وخوري دغه مرض د هغه حیوان و جسم ته نقلیږي او که بیا موږ انسانان هغه حیوان حلال کړو او غوښه یې وخورو دلته نو دغه مرض د دغه حیوان د غوښي څخه چي د پشي قاذورات یې خوړلي دي د انسان و جسم ته نقلیږي او انسان په دغه مرض اخته کیږي.

ما ویل: یا دکتور! دلته متهم څوک دی؟ پشي خو بري ده، ځکه د پشي خوی او عادت دادی چي خپل قاذورات پټوي نو دغه مسئولیت د پشي د غاړي څخه ایسته سو، ځکه پشي د خپلو قاذوراتو دپاره خاوره شني یا کِندي او بیا هغه قاذورات په خاوره کي پټ کړي، متهم خو هغه حیوان دی چي په دغه قاذوراتو پسي ګرځي د خاورو څخه یې راباسي او خوري یې، دغه پلټونکي او خوړونکي حیوان ته جلالة ویل کیږي، هغه جلالة چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه منعه کړي یو چي د دغه حیوان غوښي وخورو یا یې شیدې وچښو.

د جلالة حیوان اړوند نور معلومات 

محترم شیخ وايي: د غه د جلالة د غوښو او شیدو د نه خوړلو پوښتنه مي د یوه بل بریطانوي ډاکټر څخه وکړه چي دغه ډاکټر د جهاز هضمي متخصص ؤ او ورته ومي ویل: د جلالة د غوښو او شیدو څخه ولي او څنګه مرض پېښیږي؟

ډاکټر و ویل: د حیوان په پنډو کُلمو کي د جراثیمو او میکروبو ډیر لوی ګدام او مخزن موجود دی نو کوم قاذورات چي د دغو کُلمو څخه راوزي د خپله ځانه سره ډیر ضررناکه جراثیم راباسي او په ډیرو خطرناکه میکروبو لړلي وي، نو کله چي دغه جلالة حیوان دغه قاذورات وخوري دغه جراثیم د جلالة حیوان و کُلمو ته ولاړ سي او د کُلمو څخه یې و ویني ته نقل سي او د ویني څخه یې و غوښو او شیدو ته نقل سي.

سبحان الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په احادیثو کي د جراثیمو او میکروبو د ټولو اقسامو پر ضِد څومره صِحي او طبي احتیاطات موجود دي.
 
------------------------
نور معلومات: نبوي احادیث او نوی ساینس
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته