تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۴)
  تعلیم الاسلام
  January 4, 2017
  0

 له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۴)

 
بسم الله الرحمان الرحيم 
 
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 
 
۹ : استقامت : (فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ )
 
۱۰ : له طُغيان څخه ځان ساتل: (وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ)
 
۱۱ : ظالمانو ته له مائلېدو ځان ساتل: ( وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ)
 
۱۲ : د لمانځه پابندي کول : (وَأَقِمِ الصَّلَاةَ)
 
۱۳ : صبر : (وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)
 
۱۴ : د ښو په لور بلنه او له بدو منع کول : 
 
دغه وروستني شپږ اسباب په سورة هود کي ذکر شوي دي . 
 
د سورة هود په  آخر کي الله پاک شپږ حکمونه مسلمانانو ته کړي، وروسته تر هغه چي د مختلفو قومونو د هلاکت او پر هغوی د ډول ډول عذابونو د راتگ يادونه وشوه . 
 
ور پسې الله پاک دغه شپږ حکمونه ذکر کړي دي .  
 
په دې کي اشاره ده چي يوازي په دغو لارو له عذابونو خلاصېدی شئ . 
 
لومړۍ حکم: استقامت
 
په دغو شپږو کي لومړنی حکم د استقامت دی .
 
استقامت د عذاب په دفع کولو کي مؤثر سبب دی، همدا راز استقامت يعني په صحيح او حق لار کلک درېدلو ته په دې وخت کي اړتيا هم زياته ده .
 
الله جل جلاله فرمايي : 
 
فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ ( الآية، سورة هود : ۱۱۲)
 
 ژباړه : نو ( اې پېغمبره- صلی الله عليه وسلم ) ته (او ستا ملگري چي له کفر، شرک او سرغړوني څخه د ايمان او غاړي اېښودلو لوري ته اوښتي دي ) پر سمه لار هغسي برابر ( ثابت قدم ) اوسئ څرنگه چي در ته امر شوی دی !!
 
د استقامت په اړه تفصيلي ليکنه موږ پخوا ليکلې او نشر کړې ده، ځکه ئې دلته زيات تفصيل نه کوم .
 
دوهم حکم : ( وَلَا تَطْغَوْا ) دی . 
 
الله تعالی فرمايي : 
 
وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ( سورة هود : ۱۱۲)
 
ژباړه : او ( د بندگۍ ) له حد څخه تجاوز مه کوئ !!
 
طُغيان تر حد او اندازې تېرېدلو ته ويل کېږي .
 
يعني له هغه پولو څخه مه اوړئ چي الله پاک در ته مقرري کړې دي، که په عبادت  کي وي او که په گناهونو کي وي . 
 
په عبادت کي تر حد تېرېدل دا دي چي په عبادت کي له ځانه زياتوالی وکړل شي، دې ته بدعت ويل کېږي او بدعت گناه ده . 
 
او په گُناهونو کي دا دی چي الله پاک کوم شی ناروا کړی وي، د هغه له کولو ځان نه ساتل طُغيان، سرکښي او تر ټاکلي حد تجاوز او تېری دی . 
 
نو که دا اصل پلی شي، چي د الله تعالی له لوري تر ټاکلو حدودو تجاوز و نه شي، نو دا هم له عذاب څخه د خونديتوب ستر او مؤثر لامل دی . 
 
دريم حکم : وَلَا تَرْكَنُوا! دی .
 
ظالمانو ته مائلېدل او کږېدل هم د الله پاک د عذاب لامل دی او له مائلېدلو يې ځان ساتل د عذاب د مخنيوي سبب دی .
 
الله جل جلاله فرمائلي دي :  وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ( سورة هود : ۱۱۳)
 
ژباړه : او تاسو د ظالمانو خوا ته مه کږېږئ، (که ور کاږه  شوئ !) نو اور به در ورسېږي او ( په دې وخت کي به ) ستاسو لپاره له الله پرته څوک دوست نه وي ( چي له عذاب  څخه مو وژغوري ) بيا به ستاسو سره ( هيڅ ) مرسته نه کېږي !!
 
مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د دې آيت په تفسير کي ليکي : يعني د دغو ظالمانو سره يا څوک چي د دوی په څېر وي، د دوی سره دوستي او په حالاتو او کارو کي شرکت مه کوئ ( تفسير بيان القرآن ص : ۴۸۸(
 
څلورم حکم : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ! دی . 
 
الله تعالی فرمائلي دي : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ( سورة هود : ۱۱۴)
 
ژباړه :  او لمونځ د ورځي په دواړو خواوو کي او څه د شپې په ساعتونو کي قائم کړه .په حقيقت کي نېکي، بدۍ له منځه وړي. دا د هغو خلگو لپاره يوه يادونه ده چي د خدای په  ياد لرونکي دي .
 
لمونځ يو مُهم عبادت دی، چي  د عذاب په مخنيوي کي ډېر اغېزناک رول او اثر لري، تر ايمان وروسته تر ټولو مُهم عبادت او الله تعالی ته د نږدې کېدو غوره ذريعه ده .  
 
پنځم حکم : وَاصْبِرْ ! دی . 
 
الله تعالی فرمايي : وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (سورة هود : ۱۱۵)
 
ژباړه : او صبر وکړه ! په يقيني توگه الله د نېکي کوونکو اجر نه ضائع کوي !!
 
صبر هم داسي صفت دی چي له امله يې د الله پاک له عذاب څخه خونديتوب انسان ته په برخه کېږي . 
 
صبر داسي جامع صفت دی چي ټول دين ته شاملېږي : 
 
۱ : د عبادت په تر سره کولو صبر . 
 
۲ : له گناه څخه صبر . 
 
۳ : په مصيبتونو او تکليفونو صبر کول . 
 
نو صبر هم داسي صفت دی چي له امله ئې د الله پاک له عذاب څځه نجات پيدا کېږي . 
 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 
 
----------------------------------
مخکنۍ برخي دلته کلیک کړئ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته